سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته د امرالله صالح غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته د امرالله صالح غبرګون

تاند (شنبه د دلوې ۴) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پاکستان دې ته وارخطا دی چې د دوحې په هوکړه کې د طالبانو امتیاز له لاسه ولاړ نه شي.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هغو خبرو په غبرګون کې کړي چې ویلي یې دي د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن اداره دې هم د طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې کړې هوکړه حفظ کړي او د افغان سولې په برخه کې دې همدغه تړون تعقب کړي.

ښاغلي صالح نن شنبه د سهار د ۰۶:۳۰ بجو له امنیتي ناستې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « ستاسو پام دی چې یوازينی هېواد چې د طالبانو لپاره له لوېديځ څخه په بيړه د ډېر امتياز د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، پاکستان دی.»

نوموړي دغه راز زیاته کړې: « په دې وروستيو کې به مو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت اعلاميې خامخا ليدلې او لوستلې وي. په داسې حال کې چې زموږ خلکو او آن نورو نړيوالو هېوادونو، د دوحې په تړون کې طالبانو ته ورکړل شوي امتيازات غیر ضروري بللي دي، یوازې یو هېواد دی چې له اضطراب سره مخ دی.»

امرالله صالح په دغه فېسبوکي لیکنه کې له ټولو افغان کورنیو غوښتنه کړې چې خپل اولادونه دې د دیني زده کړو لپاره کوم چا یا ډلې ته نه سپاري.

د نوموړي په وینا چې طالبان له دغه نویو ځوانانو او ماشومانو چې له بې وزلو کورنیو څخه دي، د دیني زده کړو د تر لاسه کولو په خاطر له دوی څخه جلا کېږي، ذهنونه یې ورمنځي او د ځانمرګو بریدونو لپاره یې هڅوي.

ښاغلی صالح زیاتوي چې دغه ډول تعلیمات تر ټولو ډېر په پاکستان او په ځينو وختونو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې تر سره کېږي او په وینا یې دا هغه څه دي چې دې ډلې ته هېڅ ارزښت نه لري.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په ټينګار سره ویلي، هغه څه چې طالبانو ته ارزښت نه لري د د انسانانو ژوند دی او هغه څه چې ډېر ورته ارزښت لري هغه د خپل اصلي ملاتړي پاکستان خوښي او رضایت دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه مرکه کې ویلي چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي.

قریشي تینګار کړی چې د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره په شوې هوکړه ودریږي. نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان په کې لوی لاس درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب