دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهزابل کې ۹ پولیس له طالبانو سره ملګري شوي

زابل کې ۹ پولیس له طالبانو سره ملګري شوي

تاند (شنبه د دلوې ۴) د زابل ولایت ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې نهه ‎پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې نهه پولیس سرتېري له خپلو وسله سره یو ځای له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په ارغنداب ولسوالۍ کې لس پولیس له ۲۷ وسلو سره یو ځای دوی ته تسلیم شوي.

په ورته مهال د زابل د دویمې لوا قومندان سید بابا منصوري ویلي چې په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي طالبانو ته د پولیسو د تسلیمیدو په هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب