چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله وایي طالبانو په هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی

عبدالله عبدالله وایي طالبانو په هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی

تاند ( شنبه، د دلوې یا سلواغې ۴) د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشرعبدالله عبدالله نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل طالبانو تر اوسه پورې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

عبدالله وایي وسله والو طالبانو د بهرنیو او کورنیو غوښتنو سره سره د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې.

د نوموړي په خبره روان تاوتریخوالی د سولې خبرو د روان بهیر د ځنډ لامل شوی.

عبدالله عبدالله زیاته کړه چې، د تاوتریخوالي لوړه کچه هیچاته د منلو نه ده او نور باید هر څه ژر د سولې خبرو بریا لپاره د جګړې دواړه لوري اړین اقدامات وکړي.

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله داسې مهال  دا څرګندونې کوي چې طالبان بیا د سولې خبرو ورو پرمختګ پړه پر افغان دولت اچوي.

دوی وایي چې دوی د دوحې هوکړه کې پر کړو ژمنو عمل کړی او له مقابل لوري هم د ژمنتیا تمه لري.

طالبان د دوحې پر هوکړه د عمل خبره کوي خو تازه امريکا یوځل بیا ویلي چې له طالبانو سره شوې د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي.

د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان له حمدالله محب سره تلیفوني خبرو کې ویلي دوی د دوحې هوکړه ارزوي او غواړي په دې پوه شي چې طالبانو څومره پر دې توافق عمل کړی دی.

د ده په خبره دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او اوربند غوښتونکي دي او اوس به دا ارزوي چې طالبانو په څه کم یوه کال کې څومره خپلې ژمنې عملي کړې دي.

سرچینه وایي: « امریکا غواړي په دې هم پوه شي چې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې کنه، تاوتریخوالی یې کم کړی کنه، د سولې لپاره یې رغنده ګامونه اوچت کړي او کنه».

د بایډن د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړی چې دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او د ناټو د غړو هېوادونو او سیمه ییزو ملګرو په مرسته به په افغانستان کې روانه جګړه د مذاکراتو له لارې ختموي.

حمدالله محب هم په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو جدي اړتیا ده او په دې برخه کې باید امریکا عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي.

سره له دې چې په دوحه کې د سولې د روانو خبرو د دوهم پړاو له پيل څخه شاوخوا درې اونۍ تېرېږي خو لا پرمختګ په کې نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب