یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسرپل ولایت کې د موټرسایکلو پرګرځېدو بندیز ولګېده

سرپل ولایت کې د موټرسایکلو پرګرځېدو بندیز ولګېده

تاند ( شنبه، د دلوې یا سلواغې ۴) د سرپل ولایت چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز او ولسواليو کې یې د هدفي وژنو د مخنيوي په پار پرموټرسایکلو بندیز ولګوه.

دوی وایې، دغه ګام یې د خلکو د خوندیتوب او امنیت د تامین په موخه پورته کړی دی.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ولایت له لوري له ټاکل شوې نېټې وروسته هېڅوک پرموټر سایکل ګرځېدلی نشي.

سرچینه زیاتوي که څوک د موټرسایکل ګرځولو پرمهال ونیول شو نو موټرسایکل یې ضبطېږي او چلوونکي سره یې قانوني چلند کیږي.

د سرپل اوسېدونکي هم د ولایت له دې پرېکړې خوښ دي.

دوی وایي په دې سره به په ښار او ولسوالیو کې د هدفي وژنو مخنیوی وشي او خلک به لږ څه د آرام ساه واخلي.

عام خلک وایي په دې ولایت کې ډېری هدفي وژنې پر موټرسایکل ترسره کېدې او دې سره به يې مخنیوی هم وشي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم پر موټرسایکلو له همدې امله بندیز لګېدلی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب