یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالب مشرانو په دوحه کې له قطري او امریکايي چارواکو سره خبرې...

طالب مشرانو په دوحه کې له قطري او امریکايي چارواکو سره خبرې کړي

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وایي چې پرون ماښام د دې دفتر مشر ملا برادر او د مذاکراتي ټيم مشر شيخ عبد الحکيم حقاني، د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره وکتل.

د ښاغلي وردک په خبره، په دې ناسته کې د قطر د لومړي وزیر مرستيال او خارجه وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هم حضور درلود چې په یو شمېر مسایلو یې خبرې وکړې.

نوموړي نن یکشنبه ماښام په خپل ټوېټر لیکلي، په دې دې ناسته کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اهمیت او د هغې د ټولو مادو په ښه او پوره تطبيق تفصيلي خبرې وشوې.

نعیم وردک وايي، طالب پلاوي د خپلو پاتې بندیانو پر خلاصون او له تور لیست څخه د طالب مشرانو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، د دوحې هوکړې د موادو عملي کولو برخه کې اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي چې دې چارې د سولې پر روان بهیر منفي اغېز کړی دی.

د راپورونو له مخې د نن په ګډون په تېرو ۱۱ ورځو کې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي ډلو تر منځ د سولې په تړاو هېڅ رسمي ناسته نه ده شوې.

باید وویل شي چې زلمي خلیلزاد او د کوربه هیواد د باندنیو چارو مرستیال وزیر په داسې حال کې له طالب پلاوي سره کتلي چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې په دې وروستیو کې بریدونو ته زور ورکړی او داسې ویل کېږي چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ دي.

خو د جمهوریت د مذاکراتي ټیم غړیو ویلي چې دوی د خبرو پيل کې ستونزه نلري او د طالبانو غږ ته په تمه دي.

بلخوا بیا د سولې بهیر څارونکي وايي چې طالبان خبرو ته بیړه نه لري او غواړي چې د افغان سولې په هکله د امریکا د نوې ادارې رسمي تګلاره واوري.

ټاکل شوې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن د راتلونکې چهارشبنې په ورځ د لوړې مراسم تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب