Homeخبرونهپه بامیان کې یو ۷ میاشتنی ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغورل...

په بامیان کې یو ۷ میاشتنی ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) د بامیان ولایت امنیتي مسؤلان وايي، یو ۷ میاشتنی ماشوم چې درې ورځې وړاندې ددغه ولایت له سیمه ییز روغتون څخه تښتول شوی و نن ددې ولایت په مرکز کې د پولیسو له لوري د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

د بامیان امنیه قومندان زبردست ساپی وايي چې دغه ماشوم د تېرې پنجشنبې په ورځ یوې پینځه کسیزې ډلې تښتولی و او نن بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ښاغلي ساپي په خبره، ددې قضیې په تړاو یوه ښځه نیول شوې او څلور شکمن کسان د پولیسو تر څار لاندې دي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې هم نژدې درې میاشتې وړاندې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم هغه مهال چې ښوونځي ته په لاره و د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو چې تر اوسه نه دی ازاد شوی.

د کابو درې میاشتو په تېرېدو سره ولسمشر غني پرون شنبه د بلخ ځايي چارواکو ته ګواښ کړی که یاد ماشوم خوشې نه شي ټول به له خپلو دندو ګوښه کړي.

په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه د شپږ نیمو بجو په امنیتي غونډه کې ویلي چې د عبدالروف له کورنۍ سره یې لیدلي او زیاته کړې یې ده چې نوموړی به تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې په خپلو هڅو پیدا او وژغوري.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa%d9%8a-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88-%da%a9%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d8%b1%d9%88%d9%88%d9%81-%d9%88%d9%86%d9%87-%da%98%d8%ba%d9%88%d8%b1%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...