پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی

کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی

( تاند، شنبه د جدي ۲۷) د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې نن غرمه یو کس د کوهستان حصه اول ولسوالي کې یو کس خپل ورور له لفظي شخړې وروسته وژلی دی.

د امنیه قومنداني ویاند شایق شورش وایي: ” دغه پېښه غرمه مهال ۱۲ بجې د کوهستان حصه اول ولسوالي په رازي خیلو خم زرګر سیمه کې رامنځته شوې ده. “

د نوموړي په خبره چې دغه پېښه د دوه ورونو له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده. شورش وایي، چې وژل شوی کس ۳۰ کاله عمر لري او قاتل یې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د دوه ورونو ترمنځ د فوټبال لوبې دې د لیدلو پر سر جنجال کړی و، چې یوه یې بل په ډزو وژلی و.

په همدې حال کې بیا نن په سرپل ولایت کې هم یو کس خپله وریندار وژلې او ورور یې ټپي کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې نن د یادو دواړو پېښو په اړه د خلکو په تبصرو کې ویل شوي و، چې په کورونو د کې د وسلو ساتل، د دغسې پېښو د رامنځته کېدو لوی لامل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب