جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: کندز کې ۱۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: کندز کې ۱۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (جمعه د جدي ۲۶) د کندز ځايي چارواکي وايي چې طالبانو ددغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې برید کې ۱۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندز د ولایتي شورا رئیس یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۹ بجې په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید وکړ چې تر نن سهاره یې دوام درلود.

د نوموړي په خبره په دې برید کې اووه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې په دې نښته کې د کومانډو ځواکونو یو قومندان هم وژل شوی دی.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني تاییدوي چې طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې د اورته بز په نوم د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې برید کړی دی.

د نوموړي په خبره په دې حمله کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو زیاتوي چې په دې هکله کره معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب