دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې ولسمشر غني د اساسي قانون په نقض کولو تورن کړ

ولسي جرګې ولسمشر غني د اساسي قانون په نقض کولو تورن کړ

تاند (چهارشنبه د جدي ۲۴) د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ولسمشر غني د افغانستان د اساسي قانون په نقض کولو تورن کړ او وايي چې چارې یې استبدادي دي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهید فرید د جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې ویلي چې ولسمشر د پارلمان پرېکړو ته درناوی نه لري او ټول قوانین د ځان په ګټه تفسیروي.

د مېرمن فرید په خبره ښاغلی غني هر څه د یوه شاهي نظام په څېر د ځان په خوښه او ګټه مخته وړي، چې د خلکو نظریاتو ته په کې درناوی نه کېږي.

د نوموړې په وینا، ولسمشر اشرف غني د جمهوري نظام تر ولسمشر ډېر د یوه دیکتاتور نظام مشر ته ورته دی او زیاتوي چې د نوموړي دغه ډول کړنې ولس ته منلو وړ نه دي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ځیني نورو وکیلانو هم ټینګار کړی چې ښاغلی غني دې له استبداد، خپلسرۍ او غیر قانوني کړنو لاس واخلي او د افغانانو غوښتنو ته دې درناوی ولري.

دغه څرګندونې وروسته له دې کېږي چې ولسمشر اشرف غني د ۱۴۰۰ کال لپاره د بودیجې په اړه د ولسي جرګې دريځ وغانده او تر دې دمه یې د رد شویو وزیرانو پر ځای نوي وزیران نه دي معرفي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب