دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملي امنیت: د مومندرې ولسوالۍ لپاره د داعش مرستیال ولسوال ونیول شو

ملي امنیت: د مومندرې ولسوالۍ لپاره د داعش مرستیال ولسوال ونیول شو

تاند (چهارشنبه د جدي ۲۴) د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وايي چې ننګرهار کې یې ددغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مرستیال ولسوال نیولی دی.

د ملي امنیت ۰۲ قطعې نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت مومند درې ولسوالۍ باسول سیمه کې ځانګړي شپني عملیات کړي چې په پایله کې یې د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د ولسوال مرستیال «شهزاده» او یو بل شکمن کس ژوندي نیولي دي.

سرچینه وايي، د نیول شویو کسانو څخه یوه تفنګچه، دوه لاسي بمونه او ځیني نور نظامي تجهیزات هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

د ملي امنیت ۰۲ قطعه وايي، د داعش ډلې د ولسوال مرستیال شهزاده نومي کس په تېر کې د یادې ډلې لپاره لوژیستیک مشر پاتې شوی او هم یې د داعش شبکې غړو سره افغانستان او پاکستان ته په تګ راتګ کې مالې مرسته کوله.

تر دې وړاندې امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ماښام د جلال آباد ښار د ۷ ناحیې اړوند باګرامیو ساحه کې په یوه کور عملیات کړي چې د داعش ډلې درې غړي یې په کې وژلي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه کور کې درې داعش وسله وال و چې درې واړه د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي او ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش وسله والې ډلې تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب