Homeخبرونهاتمر او راس وېلسن په افغان سوله خبرې کړي

اتمر او راس وېلسن په افغان سوله خبرې کړي

تاند (چهارشنبه د جدي ۲۴) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس وېلسن سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ښاغلي اتمر او وېلسن پرون سه شنبه په یاد وزارت کې د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پراختیا او پیاوړتیا کار کوي.

په دې ناسته کې محمد حنیف اتمر ویلي، دایمي سوله هغه وخت راتلی شي چې مالکیت او مشري یې د افغانستان له قانوني حکومت سره وي.

ښاغلي اتمر ټينګار کړي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو هغه سوله چې لاس ته راوړنې وساتي او د دایمي ثبات سبب شي.

دا لیدنه په داسې مهال شوې چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دویم له پیلېدو نژدې یوه اونۍ تېره شوې خو، داسې مهم پرمختګ په کې نه لیدل کېږي.

له دې سره سم د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې جګړې او هدفي وژنې زیاتې شوي چې هره ورځ د ګن شمېر کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...