دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+زلمیتوب کې د وایګلي ځوانانوځانګړی لباس/ فقیرزی

زلمیتوب کې د وایګلي ځوانانوځانګړی لباس/ فقیرزی

تاند (چهارشنبه، د جدي ۲۴)  دره نور د ننګرهار غره ییزه، له ښکلا ډکه ، تر ټولو امنه او زړه راښکونکې ولسوالي ده. له منظرو ډکه دا ولسوالي د ننګرهار ولایت شمالي لورې ته پرته ده.

د دې سیمې خلک په پښتو او پشه یي ژبو خبرې کوي. د دې ولسوالۍ اوسیدونکي ډيری په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د معلوماتو له مخې دره نور ولسوالي شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ نفوس لري.

کلتور:

په دې ولسوالۍ کې د شته کلیو دودونه که څه هم په ټولیز ډول یو شان دي خو، شته داسې کلي چې ځانګړی پخوانی کلتور پکې تر سترګو کیږي. د دره نور ولسوالۍ یو شمیر کلي  چې ښار ته نږدې دي او راکړه ورکړه تر ډيره له دې ځایه کوي په دې سیمو کې د ښاري فرهنګ اغیزې تر سترګو کیږي.

خو په دره نور ولسوالۍ کې د وایګل د کلي اوسیدونکي اوس هم هغه کتلور چې دوی ته له نیکونو پاتې ژوندی ساتلی دی.

وایګلي ځوانان د ځوانۍ په موسم کې ځانګړی لباس په تن کوي چې د نورو سیمو له اوسیدونکو سره ډیر توپير لري.

دوی د ځوانۍ پرمهال ځانګړي کالي، ځانګړې خولۍ، اوږده ویښتان، سرې او تورې سترګې او د غوږ د پاسه  رنګا رنګ ګلان ږدي.

ځوانان یې وایي، دا دود ورته له نیکونو پاتې دی او اوس یې دوی د ځوانۍ په موسم کې ژوندی ساتي.

دوی وایي له ښاري فرهنګه ښه خبر دي خو، په خبره يې د پلار او نیکه پخوانی کلتور نشي هېرولای.

دوی وایي، تر ډیره هغه وایګلي ځوانان دا ډول لباس خپلوي چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته شي او دغه راز بیا له ۲۰ کلنۍ پورته عمرکې عادي کالي په تن کوي او یواځې پکول په سروي.

د دې ځانګړي لباس ټوټه له کومه کوي؟

وایګلي ځوانان وایي دوی چې کوم لباس په تن کوي او خولۍ په سروي د دې ټوټه ورته د پاکستان له چترال سیمې راځي.

د دوی په خبره د ټوټې له راوړو وروسته بیا دلته د دې هنر استادان لري چې دوی ته دا ځانګړی لباس چمتوکوي.

په دره نورکې ځانګړي نور دودونه هم شتون لري خو د دې دود په لیدو سړي ته د غرو رغو هغه ښکلې منظرې ور یادې شي چې په لیدو یې ذهني آرامښت رامنځته کیږي.

له ښکلاوو ډکه دا ولسوالي د هېواد په کچه مشهوره ده او له بیلابیلو ولایتونو خلک ننګرهار او بیا دره نور ولسوالۍ لیدو ته راځی.

سوله او امن چې وي ښکلا او ښایست ډیر وي او خلک یې هم تر ډیره د لیدو لیوالتیا لري هغه چې دره نور ولسوالي ترې برخمنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب