جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشرد خبریالې ملالې له کورنۍ سره ۵ لکه افغانۍ نغدي مرسته وکړه

ولسمشرد خبریالې ملالې له کورنۍ سره ۵ لکه افغانۍ نغدي مرسته وکړه

تاند ( جمعه، د جدي ۱۹) افغان ولسمشر محمد اشرف غني پنج شنبه مازديګرناوخته ننګرهارکې د وژل شوې خبریالې ملالې میوند کورنۍ سره ولیدل.

ولسمشر په دې لیدنه کې د ملالې کورنۍ ته د تسلیت ترڅنګ هغوی سره ۵ لکه افغانۍ نغدي مرسته هم کړه.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغه راز ولسمشر د هغې له کورنۍ سره ژمنه وکړه چې لاسنیوی به یې کوي او د زعفران په ښارګوټي کې به ورته د سرپناه لپاره ځای ورکوي.

غني دغه راز دملالې د کورنۍ له غړو سره ژمنه وکړه چې کاري زمینه به هم ورته برابروي.

خبریاله او د ښځو دحقونو فعاله ملاله میوند څه موده وړاندې په جلال اباد ښار کې د نا پېژانده وسله والو له لوري د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شوه.

نوموړې د خپلې کورنۍ یواځينۍ ګټيالۍ وه او تر ډېره به يې هڅه کوله چې په خپلې کورنۍ زده کړې وکړې څو راتلونکی یې ورته روښانه کړي.

خو دکورنۍ غړي یې وایي د ملالې له وژل کېدو وروسته دوی ناهيلې شوي او د ښې ورځې هېڅ تمه نه لري.

د ملالې ورو حماد حلال وایي هڅه کوي څو دملالې هيلې پوره کړي.

بل لورته ختیځ میشتي خبریالان وایي د ملالې له کورنۍ سره دا مرسته بسنه نه کوي او له ولسمشر نه  يې وغوښتل چې دې کورنۍ ته پوره پام وکړي.

ولسمشرداسې مهال دا مرسته کوي چې نوموړی تېره ورځ ننګرهار ته راغلی وو او د دې ولایت له اوسېدونکو سره یې د بیاځلې لپاره خپلې پخوانۍ ژمنې تکرار کړي.

ولسمشر که څه هم یواځې ژمنې تازه کړې خو د عملي کولو په خاطر یې له ولسونو یوه میاشت وخت وغوښت.

وبه لیدل شي چې نوموړ څومره له ننګرهاري ولسونو سره خپلې ژمنې عملي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب