جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې مذاکراتي ټيمونه سبا شنبه پر اجنډا کار پیلوي

د افغان سولې مذاکراتي ټيمونه سبا شنبه پر اجنډا کار پیلوي

تاند (جمعه د جدي ۱۹) د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي ټیمونو غړي وايي چې د دویم پړاو خبرو مقدماتي ناستې شوي او پر موضوعاتو بحث به د شنبې په ورځ پيل شي.

په ورته مهال د حکومت مذاکراتي ټیم تېره ورځ خپلمنځي ناسته کړې او له طالبانو سره یې د اجنډا د موضوعاتو په اړه مشورې کړې دي.

تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي و چې د افغانستان حکومت مذاکراتي ټیم له طالبانو سره خبرو ته بشپړ تیاری لري.

د حکومت مرکچي ټیم غړیو په خپلو خبرو کې ویلي چې دویم پړاو مذاکرات به خورا پیچلي وي، ځکه چې د اوربند او د نظام د تغیر په څېر مسایل پکې تر بحث لاندې نیول کیږي.

بلخوا افغان مېرمنې ټینګار کوي چې په دویم پړاو مذاکراتو کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي، تر څو په افغانستان کې د وژنو روانه لړۍ پای ته ورسېږي.

په همدې موخه د پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ولايتونو ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي.

دوی د سولې پروسه کې د ښځو رول ته په کتو وویل، مېرمنې ته باید په دغې پروسه کې ونډه ورکړل شي ، ځکه چې د کورنۍ غړي یې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

د دوی په وینا نه یواځې مېرمنو ته، بلکې ځوانانو، قومي مشرانو او هغو کورنيو ته برخه ورکړل شي، چې په جګړه کې یې قرباني ورکړې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو تېر پړاو مذاکراتو درې میاشتې دوام وکړ او دواړه لوري د مذاکراتو پر اجنډا هوکړې ته ورسېدل خو اوس ویل کیږي، چې دوحه کې د مذاکراتو یو اساسي بحث به د نظام مسله وي او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ به پر موضوعاتو بحث پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب