دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهسنګرد امین او کارمل سیاسي ناندرۍ او د شورویانو خونړی برید 

د امین او کارمل سیاسي ناندرۍ او د شورویانو خونړی برید 

استادشهسوار سنګروال
که څه هم دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند د مارکسيزم له تيوري نه سرچينه اخستې وه، ولې بيا هم د حفیظ الله امین سياسي سيالانو دی د ناسونالست او فاشست په نوم يادوه اوان تر دې چې دی يې د يوګوسلاويا د مشر مارشال تيتو سره پرتله کاوه.
«په دې اړه هماغه وخت دا خبرونه هم خپاره شول، چې ببرک کارمل، دی شوروي مشرانو ته د يوه ناسيونالست په بڼه معرفي کړ چې په ده د برژنف او نورو چارواکو شک لا هم زيات شو.
خبره همدا وه، شورويانو له حفيظ الله امين سره سياسي ستونزه لرله، که نه نظام ته کوم ګواښ موجود نه وه. دا هسې پلمه وه چې ګني افغانستان د امريکې د متحده ايالاتو او پاکستان ترګواښ لاندې دی.
د امريکا يو شمېر چارواکو هم داسې انګېرله چې ګني سرو لښکرو ځکه حفيظ الله امين له مينځه يووړ چې د ده په شتون کې دولت له ماتې سره مخ وه، ولې دا يوه تېروتنه وه.
يوه امريکايي دېپلومات «ارچرک بلود» په کابل کې د امريکا د سفارت کارکوونکي دا خبره په ډاګه کړې ده چې: «رژيم د ماتې له ګواښ سره مخ نه وه، يوازې روسانو ته انګېرنه دا وه چې ځانونه د امين له شره خلاص کړي.۱
شوروي اتحاد د ده له شره هغه وخت بې غمه شو، چې د جدې په شپږمه نېټه يې د کي جي بي په سپارښتنه امين او د سياسي بېرو غړو ته په شوروا (سوپ) کې زهر واچول.
پدې سره ټول بې حاله شول، يوازې دستګير پنجشېری چې د کې جي بي لخوا ورته ويل شوي وه چې سوپ به نه څښي روغ رمټ پاتې شو.
روسي اشپزانو له يوې خوا د دولت لوړپوړي چارواکي بېهوشه کړل او له بلې خوا يې په يوې زورورې چاودنې د تېلفون مزي پرې کړل.
له دې سره جوخت هغه کنډک چې د امين د ساتلو لپاره ګمارل شوی وه په مرګوني بريد پيل وکړ.
لوی درستيز محمد يعقوب چې غوښتل يې مخابرې ته ځان ورسوي چې بريد پرې وشو. که څه هم هغه ګړۍ مړ نشو خو وروسته د عبدالوکيل لخوا (د نجيب په مهال د بهرنيو چارو وزير) پرې يو جاغور خالي شو او ځای پر ځای ومړ.
شوروي اتحاد د حفيظ الله امين د وژلو لپاره درې تنو ته دنده سپارلې وه چې په داسې مهارت يې له مينځه يوسي چې شوروي پوځ ته زيان و نه رسېږي.
سرو لښکرو ته لا دمخه ويل شوي ول چې امين له امريکا او پاکستان سره اړيکې ټينګې کړې دي او کابل ته امريکايي پوځ ننوتی دی.
پدغه درې کسانو کې چې خپلو پوځيانو ته يې د مخه لا دغه ډول روحيه ورکړې وه يو يې جنرال وېکتور پاپوتين، دويم تن په کابل کې شوروی سفير فکرت احمد جانوويچ تابيوف او دريم تن د دفاع د وزارت مرستيال مارشال «سکولوف» وه.
د اندروپوف د سپارښتنې له مخې چې لومړی بايد امين له مينځه يوړل شي، نو په همدې بنسټ د نوموړي په ماڼۍ د K.G.B ځانګړو پوځونو (زينت، ګروم او الفا) د جنرال «ګرازدوف» په ښودنه بريد وکړ.
«سټيو کول« د دغه بريد په تړاو داسې کاږلي دي:
«د کې جي بي قاتلانو د امين کور محاصره کړ او د افغانستان شړل شوي کمونست مشر ببرک کارمل د امين پر ځای د کېناستلو لپاره يې په يوه ټي – يو ۱۳۴ (TU-134) ډوله الوتکه کې په پټه د بګرام هوايي اډې ته، چې د کې جي بي افسرانو او شوروي پارا پوځيانو (Paratroopers) لخوا ساتل کېده را ورسېد.»۲
کله چې د «مسلمان کنډک» په ګډون شوروي ځواکونو د امين په ماڼۍ بريد پيل کړ، په سر کې افغان پوځ د امين نه د دفاع لپاره سخت غبرګون وښود چې ګڼ شمېر روسان يې ووژل.
ورته کار په راديو افغانستان کې هم وشو (ليکوال په راديو تلوېزيون کې دغه مهال حاضر وه)، کله چې هلته بريد وشو، له سخت غبرګون نه وروسته روسي پوځ ترشا شو.
پدغه وخت کې «وطنجار» په لوډ سپيکر کې په افغان پوځ غږ وکړ او هغوی هم پر شا شول.
د امين د ماڼۍ ساتونکو چې کله واورېدل شورويان دي، له دوی نه یوشمېرسرتېروهم له دفاع نه لاس واخېست.
هغه وو چې شوروي پوځ ماڼۍ ته ننوځي، حفيظ الله امین او عبدالرحمن (د امين زوی) د شاه ولي د مېرمن په ګډون يو شمېر کسان وژني.
له يوې خوا د شوروي چارواکو بې باوري وه چې ګني امين غوښتل چې د شوروي او امريکې تر مينځ په مناسباتو کې انډول په پام کې ونيسي او له بلې خوا د امريکا متحده ايالاتو هېله درلوده چې د شوروي پښه افغانستان ته راکاږي.
«ريموند ګارتف» د يوه سند پر بنسټ چې د «اندرو پوف» له څرګندونو نه چې د اکتوبر په ۲۹ نېټه يې د سياسي دفتر غونډې ته د يوه رپوټ په بڼه په ډاګه کړی وه چې د افغانستان نوی ولسمشر په پام کې لري د لوېديځ او ختيځ تر مينځ انډول وساتي، دغه سياست دا په ګوته کوي چې امين د واشنګټن په لور کوږ شوی دی، له دې څخه داسې برېښي چې نوموړی شوروي اتحاد ته صادق ندی.
«ګارتف» خو د شوروي له لوري «ګورکي ارباتف» په څېر انګېري چې اندروپوف له اندازې نه زيات په ببرک کارمل باندې باور درلود. ولې د کې جي بي (K.G.B) سيال استخباراتي سازمان، سي آی اې (C.I.A) بيا شوروي اتحاد له پخوا نه څاره چې دوی څه غواړي او څه کوي؟
سټيو کول انګېري چې: «سي – آي – اې په سمه او مکرره توګه د شوروي د پوځونو په هکله معلومات ورکول.
د ډسمبر په نيمايي کې C.I.A د شوروي او افغان پر پوله پر لويه کچه د شوروي پوځونو ځای پر ځای کېدل کشف کړي ول.
د سي آي اې مشر «ترنر» د امريکا ولسمشر کارتر ته د ډسامبر په ۱۹ نېټه يوه پټه خبرتيا واستوله چې شوروي غواړي په افغانستان کې ښکېل شي دا ځکه چې د هغه هېواد جنوب لور ته پوځونه استوي.۳
سره د دې چې د شوروي اتحاد سياسي او پوځي چارواکي په يوه خوله نه وه چې په افغانستان پوخي بريد ترسره کړي. او ستينوف له يوې خوا د شوروي سياسي دفتر سره مخ وه او له بلې خوا يې ليدل چې د دفاع وزارت يې په دوه برخو وېشل شوی دی.
امين بايد ووژل شي او دا کار هغه وخت شونی دی چې سرې لښکرې بريد ته تيارې کړي.
د ډسامبر په ۲۲ نېټې د C.I.A مرستيال بابي انمن په ډېرې بيړې سره چې د شوروي پوځي بريد ته لږه موده پاتې وه د امريکا د دفاع وزير، هرالد برون او برژنسکي ته خبر ورکړ چې سي آی آې شک نلري چې د شوروي سور پوځ به په ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان يرغل وکړي.
د سي آي اې له دغې خبرتيا نه څلور ورځې وروسته شوروي پوځونو د ډسامبر په ۲۷ نېټې د تاج بېک ماڼۍ تر اور لاندې ونيوله.
د ډسامبر اوه ويشتمه (۲۷) له هغې ورځې سره برابره وه چې بايد آغا شي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، له امين سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی وی.
په راديو افغانستان کې ماته (ليکوال) وويل شول چې په تاريخي او سياسي تبصرو کې بايد د پاکستان پر وړاندې دريځ نرم شي.
ما چې د راديو مهالنۍ سرمقاله ليکله را ته دا خبره په ګوته شوه چې د ډسمبر په ۲۷ نېټه آغا شاهي راځي سر مقاله بايد د افغانستان او پاکستان د ښو اړيکو اړتيا ته ځانګړې شي.
ولې د ډسامبر په پنځه ويشتمې (۲۵) نېټې بېرته د را دیوافغا نستان ټولو پروډسيرانو ته وويل شول چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سفر وځنډېد او د دې لامل همدغه وه چې د نوموړي سفر سبوتاژ شي.
نو ځکه د برژنف په سپارښتنې امين د سياسي بيرو غونډې ته وويل:
د برژنف لخوا دغسې يادښت ترلاسه شوی دی چې د آغا شاهي سفر ۳۰ ڼېټې ته وځنډوي، ستاسو نظر څه دی؟
صالح محمد زيري وويل: څه توپير لري سفر دې وځنډول شي.
د بهرنيو چارو وزير شاه ولي وويل: جناب امين صاحب! ښه ده، خو زه اندېښنه لرم!؟
زېری: دا د اندېښنې خبره نده د درې ورځو مسئله ده.
شاه ولي: محترم زېری صاحب! د روم ښار په يوه شپه په ايرو بدل شو.
دغه سوال او جواب لا روان وه چې امين د يادښت په کتابچه کې داسې وليکل:
د پاکستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو محترم وزارت ته!
د يو شمېر اسنادو د برابرولو لپاره که چېرې جلالتماب د بهرنيو چارو وزير آغاشاهي د ډسمبر پر ۲۹ يا ۳۰ نېټې کابل ته تشريف راوړي خوشاله به شو. په ادب
په پای کې اوه ويشتمه نېټه (٢٧) هغه وه چې شوروي سرو لښکرو په افغانستان وسلوال بريد وکړ، امين د هغه کورنۍ او ګڼشمېرسرتېري يې په سرو وينو کې و لمبول.
«پداسې حال کې چې د عيسوي اختر په ماښام تياره خپره شوه د شوروي له هوابازانو څخه ډکې «انتونوف» ترانسپورتي الوتکې او کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوې. د عيسوي اختر په تنکي سبا باندې د شوروي پل جوړوونکو ځواکونو، چې د شوروي له څلوېښتم اردو سره يې دنده لرله ترميز (حيرتان) بندر ته نږدې پر امو سين تخته يي پلونه کېښودل او د شوروي لومړۍ شوبلې له پولې څخه تېرې شوې… چې حفيظ الله امين او د هغه نږدې همکاران ووژني او د افغانستان په (اصطلاح) کمونست ګوند کې نوی مشرتابه وټومبي…هغه وخت را ورسېد په ډېره بېړه شوروي ځواکونودوکیل په لارښودنه
په کابل کې د امين د اوسېدو ماڼۍ (تاج بېک) ته لار ومونده او پر هغه یې ګولۍ وچلولې… په لسګونو کي – جي – بي (K.G.B) افسران ووژل شول.»۴
شبر شین په دې اند دی،چې امین ددوۍ ګټوته یولوې ګواښ دی …اوامین په دې اند وو،چې په موږدمصردجمهور ریس انور سا دات کانه وکړي «۵» الکساندرلیاخوفسکي وایی چې شوروی ځواکونه په افغانستان ورتوې شول ،حفیظ الله امین یی وواژه اوبیا اندروپوف دتلېفون په لیکه لومړی کارمل ته مبارکي وویل او بیا یي دشوروي پرا شوتي قطعي ته امر وکړچې ببرک کارمل ډېر زرکابل ته ورسوي …اندرو پوف په داسې مهال داامر وکړ،چې لومړی يي دامین دوزلو ډاډ ورکړاوبیا دکي جي بي غړوته وویل چې لومړی ګلاب زوې اوسروري باید دامین مړی وګوري اوبیا دتاج بیګ ماڼۍشاته په کنده کې ښخ کړي چې دمخه کندل شوې وه .
هغه وه ،چې ببرک کارمل له خپلوملګروسره یو ځاې په شوروي ټانکونو سپورکابل ته را ننووت اودافغا نستا ن ستره غمیزه ،چې دجدي شپږمه نېټه شي پیل شوه .
هغه مهال چې د مسکو چارواکو وپتېله، چې سرې لښکرې پر افغانستان باندې د يرغل لپاره چمتو کړي، د يوې غونډې په ترڅ کې چې برژنف د تل په څېر داسې د ودکا په څښلو نېشه شوی و چې ځان يې نشو ټينګولای، خو همدا به يې له خولې وتل چې «کثيف انسان».
ده چې ځان يې نشو کابو کولای پداسې وخت کې دا خبره کوله چې د ګروميکو تر مشرۍ لاندې چې اوستينوف، اندروپوف او يو شمېر نور هم په غونډه کې حاضر وو، د خبرو په لړ کې چې برژنف قدم وهه او ګروميکو به هم کله کله له مټ نه ټينګ کړ چې و نه غورځېږي، نو په غوږ کې يې ور وڅڅوله:
«امين ډېر خطرناک انسان دی، «اوليانوفسکي» چې د نړيوالې ادارې مرستيال وه، ده هم په دغه غونډه کې شتون درلود، ده په دې اړه ويلي دي:
«برژنف نږدې وه چې څو وارې وولېږي خو ګروميکو به بېرته کېنوه، ولې په غوږ کې به يې ورته ويلي نوي اطلاعات مو ترلاسه کړي دي او داسې ښکاري چې امين څومره خطرناک انسان دی؟»۶
کله چې دغه ډله په سر کې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند عمومي منشي برژنف وه، دې پرېکړې ته ورسېدل چې په افغانستان به د امين پر وړاندې وسلوال بريد کوي.
هغه وو چې:
«د ډسامبر په ۲۴ نېټې د شوروي اتحاد د پوځونو لومړۍ ډله د هوا له لارې افغانستان ته ورسېده.»۷
لکه څرنګه چې شوروي په پټو سترګو له خپلې سياسي وېرې دېته بډې را ووهلې چې په افغانستان پوځي يرغل ته لاره پرانېزي.
همدا رنګه امريکا هم له دې وېرې چې ايت الله خميني د ايران پادشاهي نظام (۱۹۷۹ کال) چې د امريکا متحد وه ړنګ کړ، خواشينې وه.
که د واشنګټن چارواکي په پهلوي شهزاده ګانو خپه وه، خو مسکو واکمن د ايران «تودي» ګوند ته خواشيني ول چې څرنګه کولی شي چې له يوې خوا د توده يانو سياسي هلې ځلې له ګواښ سره مخ نشي او له بلې خوا د «ثور انقلاب» وژغوري؟
دوی دې پرېکړې ته ورسېدل چې پخپل پوځي يرغل به هم د افغانستان نظام وساتي او هم به د ايران اخوندان په دې ووېروي چې د «تودي کمونست» ګوند له ځپلو لاس په سر شي.
دلته دی چې جنرال کريلوف ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان د کړکېچ په تړاو معلومات وړاندې کړي.
نوموړی چې له ۱۹۷۵ کال نه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې په افغانستان کې پوځي سلاکار وه د افغانستان د پوځي او سياسي حالاتو په تړاو د شوروي د بهرنيو چارو وزير ګروميکو، د کي جي بي رييس اندروپوف، د دفاع وزير مارشال اوستينوف لوی درستيز جنرال اګارکوف، د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال کرنينکوف او تورن جنرال اېوانوف ته په يوه غونډه کې بشپړ معلومات وړاندې کړل، موروزوف هم په شوروي سفارت کې (۱۹۷۵ – ۷۹) د کې جي بي د مدير د مرستيال په توګه کار کوه، د ډسمبر له لومړۍ نېټې نه تر ۲۴ نېټې پورې دا ډول پرلپسې غونډې روانې وې.
په پای کې مارشال استينوف د ډسمبر پر ۲۴ نېټې د ورځې په پيل کې د شوروي د دولتي او ګوندي چارواکو پرېکړه اعلان کړه چې په افغانستان به پوځي يرغل کوي.
همدا لامل وه چې د يوې پوخي ډلګۍ له لېږلو سره جوخت «اېن ۱۲، اېن ۲۲» الوتکو د کابل په هوايي ډګر کې الوتنې پيل کړې، د ګوند غړو اعلان وکړ چې د کابل ښاريان دې خپلو کړکيو ته پردې واچوي چې بېرون ته څه و نه ګوري دا څومره وړه او غولوونکې سياسي خبره وه چې شوروي سلاکارانو افغان چارواکو ته په غوږ کې اېښې وه او هغو هم په کڼو غوږو او پټو سترګو دا ناره راپورته کړه چې پردې واچوئ او د «الارم» له غږولو سره ځانونه عيار کړئ… يانې څه؟ يانې: داچې د شوروي اتحاد يو غولوونکی سياست!!
شوروي اتحاد، په همدې پلمه د کندهار او شينډنډ په هوايي ډګرونو کې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې او د پنځه زرو په شاوخوا کې وسلوال ځواکونه يې چې په سپکو او درنو وسلو سنبال وه د ډسمبر په ۲۷ نېټه په هوايي ډګرونو کې مېشت کړل.
په همدې ماښام د اوه (۷) بجو په شاوخوا لومړی پر راديو افغانستان بريد وشو او بيا د تاج بېک ماڼۍ تر اور لاندې راغله.
موږ د مخه وويل چې د امين په ګډون د ګوند او دولت چارواکي مسموم شوي ول.
ماته (ليکوال) د راديو تلوېزويون يو کمره مين چې صديق نومېده له «عمر» سره يو ځای د همدې ماښام د شپږو بجو په شاوخوا کې را ته وويل:
موږ چې د غونډې انځورونه او تصويرونه د غونډې پر ځای کې کره کول وموليدل چې د حفيظ الله امين په څېره کې داسې څه برېښېدل چې موږ ته يې داسې اندېښنه پيدا کړه چې دغه تصوير د خپرېدو وړ ندی.
ما د امين صاحب ياور ته وويل چې که امين صاحب ته ووايې چې د کمرې مخې ته راشي او د «خبر» لپاره يو ښه تصوير ترې واخلو.
هغه را ته په ترخه او تريب تندي وويل: که په نيمه پوهېږې کمره دې ټوله کړه او له دې ځايه دې پښې سپکې کړه.
ده داهم وويل:
زه لا د امين صاحب له ياور سره په خبرو کې وم چې د مرکزي کمېټې دوه غړي چې نوم يې ما (ترې وپوښته) خو ده وا نخست په زينه کې را «کولې» شول او ورغړېدل.
د شوروي اتحاد، د هوايي پل په تړاو چې نه يوازې خلکو اندېښنه لرله، چې ګني په دغو الوتکو کې ټانګونه لېږدول کېږي. بلکې حفيظ الله امين ته هم دا د اندېښنې وړ شوه چې بېلابېلو سرچينو هم ورته د يوه ګواښ په سترګه کتل، امين لکه د تره کي په څېر دا منلې وه چې يو شمېر روسي پوځونه به ستا امنيت ساتي. ولې وروسته يې چې وليدل، الوتکې بېړنۍ بڼه لري، نو خوشبيني يې په بدبينۍ بدله شوه.
له دې سربېره له يوې خوا امين ته دا هم ويل شوي ول چې ببرک کارمل به مني، کوم څه چې امين ته دغه خبره د منلو وړ نه وه. او له بلې خوا د ده ليدنې او کتنې چې له امريکايي دېپلوماتانو سره ډېرې شوې وې پخپله يې ورته پوښتنې پيدا کړې وې.
د شوروي ځواکونو د رابللو او بريد په اړه ويل کېږي چې ګني، د افغانستان له لوري د تره کي او امين د ۱۹۷۸ کال د تړون پر بنسټ شوی دی چې د ډسمبر په پڼځمه نېټه لاسليک شو.
ولې ځنې کورنۍ او بهرنۍ ډاډمنې سرچينې دا نه مني. بلکې د فرهنګ په څېر تاريخپوهان په دې اند دي چې: «په افغانستان د شوروي ځواکونو د يرغل او بريد مسئوليت د کارمل پر غاړه دی چې د سرو لښکرو په سيوري کې کابل ته راغی.»۸
د شوروي پوځ کوم ټولګی يانې د مسلمانانو کنډک او د زينت قطعه چې د امين د غولولو لپاره را دې مخه شوې وه هسې يوه پلمه وه. دا ځکه چې د ډسمبر په ۱۳ مې نېټې د روسي ترکستان د پوځي ځواک عمومي قومندان جنرال ماکسيموف خپل مرستيال تورن جنرال توخارينوف ته سپارښتنه وکړه چې پوځونه يرغل ته تيار کړي. که څه هم د جدې له شپږمې نېټې د مخه خالبايف (۲۲ ورځې) وړاندې د عملياتو د پلان لپاره استول شوی وه. ماکسيموف د هوا له لارې ځان ترمز ته ورسوه، ځکه چې هلته د څلوېښتمې فرقې پلاز وه او ټول ځواکونه د تيارسۍ په حال کې وو.
کوم پوځي تشکيل چې هلته جوړ شیوی وه، سيمې او نړۍ ته د هېښتيا او حيرانتيا وړ وه او ډېر نامتو پوځي چارواکي چې موږ توخارينوف، جنرال وتکاپوف، جنرال لويانوف، جنرال کرچاکين او نور يادولی شو، دوی په هغو پوځي ټولګيو کې په دندو بوخت وه. لکه را وخله د ديسانت لوا، د راکټ او دافع هوا لوا، د مخابرې، انجينرۍ، لوژستيک او تاميناتو جزوتامونه، هوايي ځواکونه، ترانسپورتي اسانتياوې، او نور جګړه ييز ځواکونه يادولی شو چې په سر کې مارشال سکولوف ټاکل شوی وه.
په پای کې دغو ټولو هوايي او ځمکني ځواکونو د ترمز له لارې چې لومړی شمېر اتيا زرو ته رسېده په افغانستان بريد وکړ.
د شوروي پوځونو د شمېر په تړاو داسې انګېرنې شتون لري چې ګني يوسلو شل زرو په شاوخوا کې ځواکونو (ځنې له دېنه ډېره او ځنې دغه شمېره لږ ښيي) په افغانستان يرغل وکړ.
الکساندر ليا خفسکي پدې اند دی چې کله دغه ټول شوروي ځواکونه دېته چمتو شول چې په افغانسان ورتويې شي نو بيا:
«هغه ځانګړي ځواکونه چې د تاج بېک د ماڼۍ په شاوخوا کې وو د ګوند او د دولت په مشر حفيظ الله امين يې بريد وکړ او وې واژه.
د ډسامبر په ۲۷ نېټې اندرو پوف د تيلفون په کرښه لومړی کارمل ته د ثور انقلاب د دويم پړاو د بري مبارکي ورکړه او بيا يې د شوروي پراشوټي قطعې ته امر وکړ چې ببرک کارمل ډېر زر کابل ته ورسوي.
… شوروي چارواکو لومړی غوښتل چې کارمل په الوتکه کې ولېږدوي، خو وروسته يې د څو روسي ټانګونو په بدرګه په محاربوي ماشين کې د «شيرګين» تر قوماندې لاندې چې د «الفا» په نوم د استخباراتو يوه قطعه هم ورسره وه کابل ته ورسوه.» ۹
بايد په دې پوه شو چې کارمل د يرغل په سبا له تاجکستان نه د بګرام هوايي ډګر ته په الوتکې کې او بيا يې کابل ته په ټانګ کې ورسوه.
اندروپوف دغه امر په داسې وخت وکړ چې ده ته د حفيظ الله امين د وژلو ډاډ ورکړ شو. (ان تر دې چې مړی د سروري او ګلابزوی لخوا کتل کېږي) او بيا د کې جي بي غړو ته سپارښتنه وشوه چې اوس امين په هغه کنده کې چې د ماڼۍ شا ته کيندل شوې وه ښخ کړي. عبدالقدوس غوربندي د يوې قطعې د قومندان
له خولې چې د پېښو عيني شاهد وه پخپل کتاب «نګاهې به تاريخ…» کې د دغې شپې پېښې داسې کښلې دي چې ګني امين سره بايد داسې شوي وی.:
«د شپې په وروستيو کې عبدالوکيل چې د شوروي پوځونو يونيفورم يې په غاړه وه (صاحب منصبان يې را ټول کړي ول) په سپکو سپورو يې امين د (C.I.A) جاسوس باله. موږ يې هره ګړۍ په مرګ تهديدولو… امين د C.I.A په دستور پاکستان سره سازش کاوه.»۱۰
دا ډول ډېرې سپکې سپورې د نوموړي له خولې نه وتلې . په پای کې سرو لښکرو د کابل مهمې ستراتېژيکې سيمې ونيولې او پرچميان يې پر ټولو ملکي او پوځي سيمو واکمن کړل.

2 COMMENTS

  1. سلام

    استاد سنګروال صاحب موږاوتاسې پښتو کې وایو چې له نشتو مېړو ملک شو میرو! دمیرو ګانو کتار کې حفیظالله امین هم اماتور کمونست وه
    یاپه بله اصطلاح سور سپی دلیوه ورور دی ابله ورځ د سهیلا صدیق پرچمۍ جنازه وه دغه کمونسته دامین دوژنې په شپه په ۴۰۰ بستر یز روغتون کې نوکری وه خو بی بی سی له دي نه یوبل شخصیت جوړ کړی وه امین یو خود خو اه کمونست او به کموونستانو کې یو سترګی باچاوو لکه امرالله د ګواښ په نغری یې تل ملت ته اخطار ورکاوه موږ دقدرت او مقام لپاره تږی ولس یو ستا څېړنه تاریخی بڼه لری

  2. د خلګو خبره ډېری لنډی او اوږدې به نه سره کوو
    د جدی د شپږمی پېښه په حقیقت کی د امریکائی امپریالیزم د لسیزو لسیزو هیلو او آرزوګانو او اُمیدونو او ارمانونو د تحقق ورځ وه
    ددې ورځی کارنېوال ته د رسېدو یوازنۍ لیاره د امین د افکارو او عقائدو او کړنو له کوڅې او ادرس څخه تېرېده
    امین اصلاً مارکسیسټ نه ؤ ( البته ظاهراً یو اور لړلئ مارکیسیټ ؤ) خو پخپله آتشینه مارکسسیسټی ژبه ئې د ګوند استادان او شاګردان ټول غولولی وه
    ددې مقولې تفسیر او تعبیر تر اوسه هیڅ ګوندی ملګری خصوصاً د امین فکری انډیوالانو نه دی وړاندی کړی: چ
    ” یو سیاسی رهبر په کوم صلاحیت او کومه فکری پشتوانه وولس ته وائی؟ ”
    چی
    ” د وطن دوستۍ او افغان دوستۍ معیار همهغه شوروی پالنه ده”
    آیا شته دی یو تکړه تئوریسن چی د پورته پوښتنی ځواب ولری؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب