چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: روان وضعیت د زغم وړ نه دی، افغانان به ډېر ژر...

حکمتیار: روان وضعیت د زغم وړ نه دی، افغانان به ډېر ژر د یوه نوي نظام خاوندان شي

تاند (جمعه د جدي ۵) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د افغانستان خلک به په نژدې راتلونکي کې د یوه اسلامي نظام څښتنان شي.

حکمتیار په داسې مهال په افغانستان کې د یوه نوي نظام د راتلو خبره کوي چې په پام کې ده راتلونکو نژدې لسو ورځو پورې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې د جدي د شپږمې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

 باید وویل شي چې د ١٣٥٨ لمريز کال د جدې په ٦مه، شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل کړى و.

ګلبدين حکمتيار د کابل د خراب امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او له خلکو يې وغوښتل چې خپل امنيت دې په خپله ونيسي.

هغه د جدې د شپږمې نېټې د غندنې په مناسبت یادې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، په هېواد کې وروستۍ هدفي وژنې د سولې د مخالفو، کورنیو او باندنیو کړیو له خوا تر سره کېږي.

دده په خبره، د کابل امنیتي وضعیت د زغم وړ نه دی او خلک دې د خپل امنیت د ساتلو لپاره په خپله لاس په کار شي.

تر دې مخکې د ګڼ شمېر نورو سياسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او د ژورنالېستانو ټولنې هم د کابل په ګډون د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله شکایتونه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې پرون پنجشنبه د جمعیت ګوند اجرایوي مشر عطامحمد نور هم په یوه خبري ناسته کې پر حکومت نیوکه وکړه چې د امنیتي وضعیت په سمون کې پاتې راغلی.

نوموړي پر چارواکو غږ وکړ، که روان وضعیت نه شي مهارولی جهادي مشرانو ته دې مسؤلیت وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې هدفي وژنې ډېرې شوي چې ډېر کله د همدې وضعیت له امله په حکومت سختې نیوکې کېږي.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د هدفي وژنو په اړه  اندېښنه ښودلې او دا ډول پېښې یې د سولې د روان بهیر لپاره ګواښ بللی دی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېتر لیکلي: «دا ډول قتلون او هدفي وژنې باید بندې شي. افغانان سوله غواړي او اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي.»

که څه هم د دې وژنو مسؤلیت څوک نه مني، خو د افغانستان حکومت یې تر ډېره پړه پر وسله‌ والو طالبانو اچوي، خو طالبان بیا په ځلونو د حکومت دغه ادعا رد کړې ده.

1 COMMENT

  1. دې بې وجدانه خو خپله پښتو هم د لاسه ورکړه. دی هېڅ صفت نلري او وژل یې تر ټولو لوی صفت دی. د جبهې پېسې یې تر ننه پورې پټې کړلې. لوی بزنس یې د خپل خوریې په مټ په دوبۍ کې روان دی او د شهیدانو کونډې او یتیمان در په دره او خاک په سره ګرځي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب