په تېرو وختونو کې کله به چې انسانان له لوږې سره مخ شول، له خپل ټآټوبي او استوګنځي څخه به وکوچېدل، د ځان لپاره به د يوه هوسا او د پریمانه خوراکي توکو ځای په لټه کې شول. د دوی له دې کوچیدلو سره یو ځای جنګ او جګړې هم را منځ ته شوي، ځکه چې دوی به د نورو ټبرونو د اوسېدو پر ځايونو بريدونه کول، هغوی به دفاع ته اړ کېدل. پر سرچینو به هم په خپلو کې په جګړه واوښتل، ځکه خو به هرې قبیلې له ځانه د دفاع وسیلې هم له ځانونو سره ساتلې.
له دې سره به جګړې را منځ ته کېدلې. که څه هم دغه ډول جګړې ډېرې ساده او د جګړو وسایل به يی هم ډېر ساده وو. له کوتک او سوټی نیولي بیا تر تیرو پورې به دوی په جګړو کې د یو او بل پر ضد کارولي.
د جګړو شکلونه هم ډېر ساده وو، د جګړې شکلونه به یوازي بريد او دفاع وه، او د جنګ او جګړو دغه شکلونه به هم په ډیر ساده شکل تر سره کیدل. د وخت په تيريدو سره په وسلو او د جنګ او جګړو په شکلونو کې هم اساسي تغیرات را منځ ته شول. په وسلو کې له سپکو وسلو نیولي بیا تر ګرمو سپکو وسلو، درنو وسلو او حتی خبره تر کیمیاوي، بیولوژیکي او اټومي وسلو ور تېره شوه. په نړۍ کې نن هم د سرچینو، غنیمت او یرغل لپاره جګړې کېږي، خو اوس په کې له پرمختللو وسلو کار اخیستل کېږي.
د جنګ او جګړو په شکل کې له مډرنو بریدونو او دفاع نیولې بیا تر چريکي جګړو، کمین، رفتار، مدرن شاته تګ، احضار شوي دفاع او نورو پورې تغییرات راغلل.
د جګړو له ټولو شکلونو او ډول ډول مدرنو وسلو څخه موخې یوازې په یوازې د وګړو وژل او د هغوی د سیمو نیولو او تر ويجاړولو پورې وي. اوس هم جګړې په همدې هدف تر سره کیږي. ځینې وختونه جګړې ته د عادلانه جګړې نوم ورکول کیږي، خو په عادلانه جګړو کې هم حلوا نه ویشل کېږي، بلکې دواړه لوري له یو او بل سره د وژونکو وسلو په خولو خبرې کوي، چې په پایله کې يې هدف بیا هم وژل او ویجاړول دي.
ځینې خلک تشدد، زورزیاتی او جګړې د انسانانو په فطرت پورې تړي او بیا ځینې وايې چې انسانان خدای تعالی ازاد پیدا کړي، که په جګړو کې ژوند کوي او که په سوله کې په دوی پورې ارتباط لري. حال دا چې د مډرنې زمانې غوښتنه دا ده چې انسانان په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي. یو او بل وزغمي، سرچینې سره ووېشي او عادلانه چلند سره وکړي.
په پخواني یونان کې خلک په دې باور وو، چې هر څه د جګړو په نتيجه کې منځ ته راځي او له منځه ځي، دوی به جګړې کولې او په پوځونو کې خدمت د ځانونو له پاره وياړ ګاڼه. دې نظريې تر ډېره پورې دوام وکړ. د اسلام په سپيڅلي دین کې هم پر جهاد ټینګار کوي خو مقدس او لوی جهاد بیا د نفس سره جهاد او جنګ بولي. د عدالت لپاره روا مبارزې ته جهاد وايي، د ژوند ژغورل او خلک له افتونو ساتل جهاد دی.
د لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو را وروسته د نړۍ خلک په دې فکر شول چې دوی ډیر وخت په جګړو کې ژوند کړی دی، نور د دې وخت دی چې په سوله کې ژوند وکړي.
دوی د ځانځانۍ ژوند پر ځای ګډ او د تفاهم ژوند غوره وباله او پر دې يې ټينګار وکړ چې د جګړو پر ځای دې د تفاهم لاره خپله شي. د همدې موخې له پاره يې د ملګرو ملتونو سازمان او بیا د ملګرو ملتونو د سازمان په چوکاټ کې د بشر د حقوقو، د اټومي وسلو د نه خپرېدلو، د کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو د نه کارونې، له ماینونو څخه د نه استفادې، له کوچنیانو، ښځو، ناروغانو او جنګي اسیرانو سره د نه تشدد سازمانونو او پرېکړه لیکونه رامنځ ته کیدل ټول د دې له پاره دي چې خلکو په سوله کې ژوند غوښته نه په جنګ کې.
دا هم ښکاره خبره ده که چیرې قبول کړو چې انسانان په طبیعي لحاظ جنګ ته تمایل لري، تر څنګ يې باید دا هم ومنو چې انسانان عقل هم لري. دوی کولای شي چې هر څه ته د عقل له مخې وګوري نه یوازې د تمایل له مخې. که چېرې انسانان هر څه د عقل له مخې تر سره کړي، بیا د جګړې اړتیا هيڅکله نه پیښیږي. انسانان د افهام او تفهیم ځواک لري، چې تر ټولو زوروره وسله ده.
د دې له پاره چې د تر ډېره د جګړو مخنیوی شوی وي، انسانانو د دموکراسۍ/ ولسواکۍ په نامه ځینې قواعد رامنځ ته کړل، که چېرې دغه قواعد په سمه توګه عملي شي د زور او تشدد حکومتونه له منځه ځي او لاره یو سوله ییز ژوند ته هوارېږي، ځکه په دموکراسۍ کې اکثریت پر اقلیت حکومت کوي او هغه هم د ازادو رایو له لارې، چې د اقلیت ګټې هم په کې ساتل شوي وي. اکثره وختونه اقتصادي ستونزې د جګړو د را منځ ته کېدو باعث کېږي، خو یوازې په اقتصادي ستونزو پورې د جګړو د را منځ ته کیدلو تړل هم سمه خبره نه ده، ځکه ډیر وخت په قومي لحاظ هم جګړې را منځ ته شوي دي. د دغه ډول جګړو د مخنیوي له پاره هم لارې چارې شته، چې هغه هم د ازادو ټاکنو له لارې د حکومتونو کول دي. په ازادو ټاکنو کې د چا حقوق نه ضایع کیږي او هر چا ته خپل حق رسیږي.
یو بل علت چې اکثره خلک، دولتونه او یا ډلې جګړو ته مخه کوي، د ارزانو وسلو شتون او د وسلو ازاد تجارت دی. که چېرې د وسلو د ازاد تجارت او پر غیرمسؤلو ډلو ټپلو د وسلو پلورل بند شي، کېدای شي چې تر ډېره حده د جګړو مخه ونیول شي او یا د اوږدو مودو د جګړو مخنیوی وشي.
زما په باور د يوې جټ قيمتي الوتکې په پرتله ډیر ارزانه ټوپک د انسانو له پاره ډیر خطرناک دي، ځکه هر څوک يې را نيولی شي، هر چیرته يې را نيولی شي او په اسانه توګه يې ساتلی او استعمالولي شي.
که چیرې د دا ډول ارزان بيه ټوپکونو پر جوړولو او په ازاده توګه يې پر تجارت بندیز ولګیږي دا به د وژلو او جګړو په کمولو کې ډیره مرسته وکړي، خو له بده مرغه په دا ډول تجارت کې هم دولتونه لاس لري او په زوره غواړي له دې لارې د خپلو اهدافو له پاره ځینې دولتونه او ډلې په وسلو سمبال کړي.
په وروسته پاتو ټولنو کې بیا تر ټولو ستر دښمن ناپوهي ده، چې ځینې زورواکي او د غیرقانوني کړنو ترسره کوونکي له دې موقع په استفاده جنګیالي په ارزانه بیه ګماري او په ټولنه کې د اله ګوله د ایجاد لپاره ورڅخه کار اخلي.
لنډه دا چې هوښیار او پر سوله باوري انسانان جګړه نه غواړي، تل يې هیله وي چې هغه عوامل چې له مخې يې جګړې را منځ ته کېږي له منځه لاړ شي، له دې سره به د جګړې لپاره پلمې ورکې او سولې ته به تل لاره هواره وي.
که د جګړې عواملو ته وګورو چې په پایله کې يې جګړې رامنځته کېږي، یو عامل يې هم د انسانانو او د سولې په ګټه نه دي.
په دې توګه:
که لومړی انسانان خپلې ګټې په جګړو کې ونه لټوي.
دویم د وسلو پر ازاده راکړه ور کړه بنديز ولګیږي.
درېیم بډای هېوادونه له کمزورو هېوادونو سره اقتصادي مرستي وکړي.
څلورم انسانان هر څه د ميل له مخې نه بلکې د عقل له مخې تر سره کړي.
پنځم د ملګرو ملتونو رول د جګړو په کمولو کې زیات شي.
شپږم که بډای هېوادونه د وسلو د پلورلو په پلمه د جګړو له پاره اسانتیاوې برابرې نه کړي.
اووم که مخالفې ډلې ټپلې خپلمنځي شخړې د خبرو له لارې حل کړي او له زور او تشدد څخه تېر شي او دې ته ورته نورو عواملو په له منځه وړلو سره کېدای شي چې جګړو ته د پای ټکی کېښودل شي او یا تر اخري حده را کمې شي.
افغانان هم کلونه کلونه له تپل شویو جګړو څخه کړول کيږي. سره له دې چې، په دې ټول پوهېږي چې دا یوه بې معنی جګړه او د نورو په ګټه جګړه ده، خو بیا هم دوی په کې ښکېل او ځان ترې نه شي ژغورلای.
د ژغورلو لپاره لارې او چارې شته، خو که له سلیم عقل څخه کار واخيستل شي، د دوست او دښمن فرق وشي، د نورو د ګټو لپاره ښکار نه شي او د هيواد ملي ګټي په نظر کې ونیول شي او ملي یوالي ته ژمن شي، له يوې خوا به جګړې پای ته ورسېږي او له بلې خوا به مو هېواد د پرمختګ پر لوري حرکت وکړي او بله دا چې له دې سره به د دښمن خوله له خاورو ډکه او په خپله شیطاني دښمنۍ کې ناکام شي.
له دې ټولو پورته خبره دا ده چې ژوند به مو ارام او خداي تعالی به هم زموږ څخه راضي وي، ځکه د خدای (ج) رضا په سوله کې ده نه په جنګ او جګړو کې.