سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد امریکايي - کاناډايي جوړې د تښتونکو د موندلو لپاره یو ملیون...

د امریکايي – کاناډايي جوړې د تښتونکو د موندلو لپاره یو ملیون ډالره جایزه اعلان شوه

تاند(پنجشنبه، د ثور۲۵) د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی د یوې امریکايي ښځې او د هغې د کاناډايي خاوند د برمته ګرو د نیولو او تعقیبولو لپاره یو ملیون ډالره جایزه اعلان کړه.

دا دوه تنه ۸ کاله پخوا په افغانستان کې یرغمل شول او په ۲۰۱۷ م کال د سي آی اې له لوري له تعقیبه وروسته د پاکستان په خاوره کې وموندل شول.

امریکايي کیټلن کالمن او کاناډايي جاشو بویل په ۲۰۱۲ م کال له واده وروسته افغانستان ته سفر وکړ او هلته د طالبانو له لوري وتښتول شول.

دوی ۵ کاله د حقاني شبکي له لوري برمته ول چې په لړ کې یې د کالمن ۳ ماشومان وزېږېدل.

هغې له خوشي کېدو وروسته ادعا وکړه چې د حقاني شبکې یوه قوماندان د برمته توب په موده کې پرې جنسي تېري وکړل.

مېرمن کالمن اې بي سي نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې د حقاني شبکې هغو کسانو، چې پر دوی یې پیره کوله ځینې وخت سخته بې رحمي کوله حتي د دوی ماشومان یې ځورول.

دې په ۲۰۱۷ م کال له خوشی کېدو وروسته په دې مرکه کې همداراز وویل، ځینو ساتونکو یې له ماشومانو بد راتلل او ځینې وخت به یې وهل، هسې په هسې به یې په لرګي د ماشومانو د وهلو لپاره پلمې لټولې.

دوی ویلي چې حقاني شبکې به د دوی د ساتلو ځای هر څه موده وروسته بدلاوه او ساتونکي به یې هم بدلېدل. ډېر وخت یې په زېرزمنیو کې تېر کړی دی.

دوی وروسته له دې د پاکستاني پوځیانو له لوري خوشي شول چې د سي آی اې مامورینو په پاکستان کې د هغوی د ساتنې ځای ومونده او کله چې د حقاني کسانو غوښتل هغوی بل ځای ته یوسي، د پاکستان پوځ مجبوره شو چې دا جوړه او ماشومان یې ونیسي خو تښتونکي یې ونه نیول شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب