دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمقالېطالب ته سرخلاص لیک|محمدسمیع صادق

طالب ته سرخلاص لیک|محمدسمیع صادق

 طالبه!

ګرانه یا وروه ځک نه درسره ښايي چي ورور وژنه او ګران وژنه کوې اصلاً  دا سپېڅلی ټکی طالب خو بیخي نه درسره ښايي مګر اوس دي دا کلمه برمته کړی ده نو د یوه ادرس په توګه ئې درته کاروم د لقب او خطاب په ډول نه.

طالبه، دا به ځان خطا باسم او و به ئې منم چي دا پرونۍ بې غیرتي دي نه ده کړې، د خوېندو او مېندو د عفت، عزت او تحریم تر پولو دي قدم نه دئ اړولی؛ نوزادو ماشومانو ته دي د وینو غسلونه نه دي ورکړي؛ پر دې به هم غوږونه کاڼه واچوم چي په کنډ و کپر وطن کي د داسي  حملو طراح او پېشرو هم ته نه يې؛ په سترګو کي به خاوري وشيندم او و به وایم چي داعش ستا معنوي اولاد نه دئ يوه آسماني ټکه ده پر موږ له غیبه را ولویده؛ سر به وګروم غُل غوندي به ووایم چي طالب پر ښځو او ماشومان مرمۍ اورول چيري چي لاس ئې لا نه دئ پر پورته کړی؛ خدای ته به شا تا ته به مخ کړم چي ستا د انتحاریانو څخه په هدېرو کي مړو لا آزار نه دئ لیدلی؛ د ودونو د خوشحالیو محفلونه دي د غم په مراسمو نه دي اړولي؛ د خپل ضمیر پر خوله به پښه کښېږدم  په سر او دواړه سترګو به ئې ومنم چي ته د سولي سپینه کوتره ئې د اولس پر اوږو ناست ئې؛ سپینه ملایکه ئې د ولس لاسونه دي د ګلانو په ګېډیو او غاړي دي په هارونو ور پوښلي دي.

خو دا څنګه درسره ومنم چي دا ته چي ځان ته علام او هر ځای حاضر وايې؛ دا ته چي وايې چي په دولتي ادارو، ملي اردو او پولیسو کي نفوذي جاسوس او قاتل لرې نو بیا خپل د عاق کړي، نافرمانه اولاد او سر سخته دښمن داعش په صفونو کې ئې څنګه نه لرې؟ دلته دي ولي د نفوذي فدايي جانان د کشف و د ایمان قوه صفر سي؟ څنګه ئې دا برید شنډ نه کړ؟ ولي؟

 ته وايې چي ته پاک مومن يې د ګناهونو مور چي درواغ ویل دي پېژنې لا نه بیا دي څنګه خپل د مړه مشر (ملا محمد عمر) تر مرګ دوه درې کاله ورسته هم د هغه په نامه فرمانونه صادرول؟

 ته خو وايي چي ستا ملاتړي ولسونه دي د هغوی په  مینه، زېره، خیرات او زکات جهاد کوې بیا څنګه د بل مړ مشر (ملا اختر منصور) د میلونونو روپیو جایدادونه دي په پاکستان کي د محکمو په حکم لیلامیږي؟

ستا داسي سلو نورو درواغو ته چی ګورو نو خود به وایو دا حمله هم تا کړې ده او بیا هم درواغ وايې چي نه، یو ځل ثابت سوی درواغجن وايي تل درواغجن وې او ستا دا خو بیا يو ځل هم نه دي. منافق او اسلام؟ دا څنګه مسلمان؟

ځه دا ئې ته پر حق او موږ ولس ئې کاذبان! د خپلو خویندو او ماشومومانو د شهادت غندنه دي ولي و نه کړه؟ موږ ته د نړۍ هر وګړي اوږه راکړه چي پر وژاړو که هندو و که بودیست، یهود که نصارا هر یوه جلا جلا په غېږ کي ونیولو، ته چيري ورک وې غازي مومنه؟ ستا مو د قطر د علامه شاهین تش په نامه د افسوس یو ټويټ و نه لید، نه دي د اوسني ژوندي مشر (ملا هیبت الله) د همدردۍ او تسلیت پیغام له ګاوندي هیواده خپور سو، نه هم په اعلامیو خپرولو کي د برېښنا تر سرعت تېز نابغه ذبیح الله کوم تاسف یا عزا شریکه کړه. په کوم جوهر ځان ته مسلمان وايې چي د مسلمان په درد نه ئې شریک؟ دغه حدیث څه وايي؟

عَنْ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى

5665 صحيح البخاري كتاب الأدب باب رحمة الناس والبهائم

لنډيز او مفهوم د دې حدیث مبارک دا دئ چي زموږ نبي د الله (ج) مومنان د یوه بدن سره تشبیه کړي دي، که د بدن یو غړی جوړ نه وي نو ټول جسم (ټول مومنان) ورسره نا آرامه او په تبه کي ورسره شریک وي. ته ولي د یو مومن په درد نه سوې خوږ؟ ولي نه سوې نا قراره؟ یعني نو، نه سوې مومن!

 د مسلم صحیح حدیث دی چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ویلي دي چي په تاسو کي چی هر څوک یو بد عمل وویني باید خپل په لاس ئې مخه ونیسي، که ئې په لاس نه سي کولای په ژبه دي را وګرځوي، یعني و دي غندي،  او که هغه هم نه سي کولای نو په زړه کي دي ووايي چي دا کړنه بده ده خرابه ده، خو دا آخري انتخاب د ایمان ضعیف ترینه درجه ده. تاسو خو د ایمان په آخري درجه کي هم نه راغلاست!

وایم ته ئې ملا، ته ئې بالغ، عاقل ته ئې دانا، دا ئې ته خوشحاله  ! ورسه عاملین ئې پیدا کړه عدالت ورسه تامین کړه، همدا ته وايي چي د هیواد تر نیمایی زیاته خاوره ستا تر واک لاندي ده، او که نه ته محضي و دې ته نر يې چي دلته د عاشقانو جوړه سنګسار که هلته د بې وزلو بار وړونکو موټروانانو څخه باج واخله، هوغلته د ټولنیزې رسنیو یو منتقد و تښتوه، دغلته د یو چا څخه ګوته پرې کړه!

ملا يې طالب يې، اعلي يې ادنې يې، خادم یا مولانا يې، برتر يې بالا يې یا بدتر که ادنی يې، هر څه چي دي خلک بولې او په هر نامه چي ته ځان یادوې خو په تاریخ کي د قاتل په نامه له وخته درج سوی يې او د داسي ټولو بریدونو پړه او مسولیت تا ته مواجه دئ ، خلاصون ترې نه سته. جوابده با جواب ورکوونکی ئې ته یې هم د بشر په درګاه کي هم د خدای په بارګاه کي.

السلام علیکم ځکه نه درته وایم چي ستا په سلامتي کي زما د ټول مسلمان ولس نابودي ده!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب