دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمقالېریښتینې مبارزه | اباسین سېلاب

ریښتینې مبارزه | اباسین سېلاب

لکه څرنګه چې د مبارزې له نوم څخه مالومیږي، د دوامداره هڅو، کوښښونو او ستونزو ګاللو په مانا ده، نو ویلای شو چې ریښتینې مبارزه د یوه مشترک او سالم هدف د تر لاسه کولو لپاره دوامداره هڅو لپاره کار کول د ستونزو، ننګونو او ربړو برداشت کول دي.

په ټولنه کې ټول انسانان په ژوند کې ډیر مسولیتونه لري، د الله (ج)، ځان، کورنۍ او د ټولنې په وړاندې، خو تر ټولو لوی مسولیت يې د هیواد، خاورې او ولس د روښانه راتلونکي لپاره د ځان او نورو همفکره ملګرو سره په ګډه مبارزه کول دي، ستر مسولیت یې بللی شو.

د اسلام مقدس دین د خپرولو لپاره چې حق مبارزه وه، زمونږ خوږ پیغمبر حضرت محمد ص وکړه او په دې لاره کې يې ډیرې ستونزې او ننګونې وګاللې، خو دا چې مبارزه يي په حقه وه، نو نن د نړۍ په هر کونج کې د هماغې مبارزې په پایله کې بي شمیره پلویان لري او شکر چې مونږ او تاسو ټول مسلمانان د هماغې مبارزې او فکر لارویان یوو.

ننۍ ټولنه زمونږ او ستاسو د ځوانانو په لاس کې ده، که وغواړو سمه او سالمه مبارزه وکړو ټولنه مو د ابادۍ په لوري کش کولای او هر اړخیز پرمختک ورکولای شو، موږ ځوانان باید د اسلامي شریعت په ړڼا کې د افغانستان د نافذه قوانینو او هغو نړیوالو معاهداتو چې زمونږ اسلامي دولت منلي دی، په پوره درناوي او ژمنتیا باید د ټولنې د هر فرد د حقوقو څخه دفاع او د هغوی د حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره ریښتینې مبارزه وکړو.

وړاندې له دې چې مبارزه پيل کړو باید د مبارزي موخه مو مالومه وي او د موخې د لاسته راوړلو لپاره یوه منظمه کړنلاره او متحد ټیم ولرو، کارونه د همدې مبارزینو تر منځ وویشو او د مبارزې د ټیم لپاره یو مسلمان، ریښینی، ژمن او د ستونرو په وړاندې یو غښتلی او روڼ آندی مشر ولرو، تر ټولو مهه خبره د ټیم په منځ کې متقابل درناوی او ارزښت دی چې باید ټول ملګري يې د یو بل په وړاندې ولري.

 د ټیم مشر باید په هيڅ صورت سره تیروتنه ونکړي او که تیروتنه وکړي، باید له ټیم په خپل وخت بښنه وغواړي او بیا ځلي د تیروتنې د تکرار هڅه ونکړي.

 دغه راز د ټیم مشر باید ټولو اسلامي، افغاني او د ټیم اصولو ته په بشپړه مانا ژمن وي او د هيڅ ګواښ او ستونزي په وړاندې تسیلم نشي، بلکې ټولو ګواښونو ته په وخت ځواب ووايي او را ولاړو شوو ستونزو ته په وخت حل لاره وګوري.

 که چیرته ګواښونو او ستونزو په وړاندي تسلیم شي، نو مبارزه په نیمايي کې پاتي کیږي او موخه لاسته نه راځي .

د مبارزې ټیم باید د نورو مبارزینو ژوند ته یوه کتنه وکړي او د بریالیتوب اړخونو ته يې په خپله اساسنامه او اصول نامه کې ځای ورکړي او تیروتنې يې له خپلې اساسنامې ړنګې کړي.

د مبارزې موخه باید د ځان شخصي ګټه یا هم د یوې سیاسي ډلې، حزب او ګوند شخصي ګټه نه وي، بلکې موخه باید د هیواد، ټولنې او قوم په ګټه وي.

مونږ ډیر مبارزین ولیدل چې روښانه موخې او لیدلوري يې نه لرل، او بدبختانه د ځان یا هم د یوې ډلې لپاره يې شومې موخې درلودې چې هغوی د لارې په اوږدو کې سره ورک شول او د دښمن یا هم بل سیاسي لوري ښکار شول چې دا د مبارزې تر ټولو پست او پاتې نمونې لري.

د ریښیني مبارزي لپاره باید د ټولنې ډېری علمي قشرونه سره لاس ورکړي او په پراخه کچه باندې باید په ټولنه کې عامه ذهنیت لپاره سره کار وکړي تر څو د مبارزي غږ قوي او د ټولني ټول قشرونه په یوه خوله اواز اوچت کړي چې دې وخت کې په اسانۍ سره حق تر لاسه کیږي.

که چېرته د ټولنې دغه قشرونه سره په ریښتېنې شکل یو موټی شي او د کوم سیاسي ډلې او حزب تر تاثیر لاندې ځانونه را نه ولي، نو ډاډه یوو چې د خپلو بریالیتوبونو تر څنګ به د خپل په پښو لویدلي او قرباني شوي ولس او ټولنه یو ځل بیا را ژوندۍ کړو.

زمونږ ډېری ځوانان له نېکه مرغه ډېر زیارکښه او د ښې وړتیا در لودونکي دي او د یوې ریښتېنې مبارزې وړتیاوې پکې له ورایه ښکاري، د دوې احساس او فکر تر ډیره پاک او ملي کټو ته مایله دی، خو افسوس چې ځینې يې بیا د سیاسي لیډرانو او واکدارنو په لاس کې لویدلي دی او په ښکاره او سپین سترګۍ یې خپل قلم او فکر د یو څو مردارو کاغذي نوټونو او کینه ورکو لپاره پلورلی وي. د دوی فکرونه غلط او شخصي ګټو لپاره انحصار وي او د خپل تاثیر لاندې يې ساتلي دي چې دلته موږ ټوله پړه په همدې لیډرانو او واکدارانو اچوو؛ ځکه دوی نه غواړي خپلې شومې موخې یې په نیمايي کې پاتې شي؛ بلکې غواړي د همدې ځوانانو له احساساتو ګټه واخلي او خپل شوم هدفونه تر لاسه کړي، خو بیا هم که چیرته ژمن او یو موټی ځوانان په ریښتیني ډول سره لاس یو کړي او د حق لپاره ریښتینې مبارزه وکړي د سیاسي ډلو، واکدارانو او لیډرانو د تاثیر څخه ځانونه وژغوري او یوازې د الله (ج) د رضا او دې مظلوم ولس د حق لپاره مبارزه او خپل خوځښت پیل کړي، نو ژوند به يې د بریاوو او آخرت به يې د تل پاتې سوکالۍ برخمن وي.

پای

۲۰۲۰، می، ۱۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب