راځئ له جنګ- جګړو تېر شو، ځکه کوم خوند چې په سوله کې دی، هغه په جنګ او جګړو کې نه شته، د دنیا په یوه کونج کې هم داسې سیمه نه شته، چې هلته دې جګړې خلکو ته سوکالي راوستلې وي.
جنګ ته چې هر څومره عادلانه نوم ورکړئ، بيا هم انسانان په کې وژل کېږي، کورونه او کلي په کې ویجاړېړي، خو په سوله کې کوچنیان روزل کېږي، کورونه او کلي په کې ابادېږي، پرمختګ راځي، نو ځکه بنجامین فرانکین به ویل:
«هیڅ جنګ ښه او هیڅکله سوله بده نه ده.»
د جګړې د بدرنګۍ په اړه په خپلو د جګړې ماهرانو هم ځینې نظریات ورکړي، چې وروستیو په تیورۍ او نظریو کې ورڅخه ګټه اخیستل شوې ده.
که د تيموچین خبره منئ، هغه يې چې د جنګي تکتيکونو مخترع باله، ویل به يې:
«په ژوندانه کې تر ټولو ښه خوند دا دی چې، دښمن پسې واخلې، لاندې يې کړې، شتمني يې چور کړې، پر اس يې سپور شې او میرمنې يې په ویر پریږدې او له جسمونو يې د کالیو په څېر کار واخلې.»
دا سمه ده چې دښمن پسې واخلې، خو هغه خوند چې په بخښلو کې دي، هغه په نفرت او انتقام کې نه شته. افغانستان د جګړې ترخې تجربې ډېرې کړې دي، خو نور غواړي د سولې خوند وڅکي.
د خدا ج احکام هم په بخښلو او مهربانۍ حکم کوي.
زمونږ ستر پيغمبر ص به ویل:
«بخښنه د عزت نښه ده، وبخښئ چې خدای ج تاسو وبخښي.»
ستر انسانان نورو ته عفوه کوي، واړه انسانان له نورو د غچ اخیستلو په سوچ ځان خوري.
کنفیوسیس وايي:
«د عقل خاوند خپل مقصد بې له جنګ او تشدد څخه تر لاسه کوي.»
اسلامي تعلیمات او د خدای ج اوامر بیا داسې دي چې:
«خدای تعالی د بندګانو د وژلو په اخلاق هيڅکله راضي نه وي.» دیکنسون وايي:
«رښتینې بریا په سوله کې ده نه په جنګ کې.»
بوک کارتر وايي:
«که چېرې د حقیقت پلوي یاست، له جنګ څخه تېر شئ، ځکه د جنګ په وخت کې لومړی قرباني حقیقت وي.»
افغانان هم نور د جنګ او جګړو حوصله نه لري، هغه څوک چې خپلې ګټې په جنګ او جګړو کې لټوي هغوی د افغان ملت دښمنان دي او د خدای ج او ستر پیغمبر ص له سپیڅلو احکامو او هدایاتو څخه سرغړونه کوي.