Home+چین د ږغ د سرعت ۱۶ برابره چټکه الوتکه جوړوي

چین د ږغ د سرعت ۱۶ برابره چټکه الوتکه جوړوي

تاند- چینايي انجینران وايي چې د یوې ځانګړې جټ الوتکې ماشین ته یې ارتقا ورکړې چې له کبله یې الوتکه د ږغ د سرعت ۱۶ برابره چټکه کېدای شي.

د دې معنا دا ده چې د نړۍ د اوسنۍ تر ټولو چټکې الوتکې د سرعت دوه برابره.

چینایان همداراز ادعا کوي چې دا انجن یې د پیکینګ ښار په یوه بادي تونل کې ازمېښت کړی او نتیجه یې بریالۍ وه.

چینایان غواړي له دې انجن څخه په یو ډول الوتکو کې چې د مځکې مدار ته نژدې کېږي، کار واخلي.

په بادي تونل کې د دې انجن تجربې وښوده چې د ږغ د سرعت ۹ برابره تېز دی خو جوړوونکي یې وايي چې د ږغ د سرعت ۱۶ برابره سرعت لرلی شي.

دومره سرعت ته د رسېدو لپاره یوازې انجن کافي نه دی بلکې د الوتکې د باډۍ ډیزاین هم مهم دی چې د خورا ډېر سرعت ظرفیت ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...