Homeخبرونهننګرهار کې د سرو املوکو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

ننګرهار کې د سرو املوکو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

تاند (شنبه د قوس ۲۲) د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د سرو املوکو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د یادې ادارې رئیس انعام الله ساپی وایي، ددې ولایت په څه باندې ۶۰۰ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي دي چې کلني حاصلات یې نژدې دوه زره او ۲۰۰ ټنو ته رسېږي.

د ښاغلي ساپي په خبره د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې د املوکو بڼونه شته چې ۲۴ ډوله املوک پکې کېږي، خو د دې ولایت د کامې، کوز کونړ، سره رود، بهسود او دره نور ولسوالیو کې د املوکو بڼونه ډېر دي.

د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وايي، هڅه کوي چې راتلونکی کال د یاد ۲۴ ډوله املوکو له ډلې پنځه ډوله ثمرخېلي، واړه بېدانې، دوجوبریلانټ، جاپاني او د صواتي سرو املوکو بڼونه جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...