جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار والي: د خبریالې ملالۍ ميوند قاتلین ونیول شول

د ننګرهار والي: د خبریالې ملالۍ ميوند قاتلین ونیول شول

تاند( پنج شنبه، د قوس ۲۰) د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې ملي امنیت ځواکونو د وژل شوې خبریالې ملالۍ میوند قاتلین نیولي دي.

امرخېل لیکلي چې، ژر به د نوموړې قاتلین د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه لیکلي: 《 نن مو له خپلې هغې ژمنې سره سم چې، د خپلې شهیدې خور ملالۍ (میوند) له کړېدلې کورنۍ او د ننګرهار له پتمنو ولسونو سره کړې وه، د مظلومې شهیدې قاتلین چې په خپل جرم یې اعتراف هم کړی، د ملي امنیت ځواکونو په همکارۍ ونیول. 》

هغه ژمنه کړې چې خپلت به یې له قضایي او عدلي ارګانونو سره تعقیبوي او د خپل جرم په سزا به یې رسوي.

خبریاله ملاله میوند نن سهار اووه بجې د جلال اباد ښار درېیمه ناحیه کې هغه مهال نا پېژاندو وسله والو ووژله چې، نوموړې خپلې دندې ته پر لاره وه.

ننګرهار میشتي خبریالان او عام خلک بیا دې قاتلینو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.

دوی له ولایتي ادارې غواړي چې، د ملالۍ میوند قاتلین دې په دار وځړول شي.

د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکي هم د خواشینۍ ترڅنګ د ملالۍ د قاتلینو د سختې سزا غوښتنه کوي.

دوی وایي هیله لري چې دوی د نورو پېښو په څېر د رشوت او پیسو په بدل کې خوشې نه شي.

د خبریالې ملالې وژل کیدل سخت غبرګونونه لرل.

د کورنۍ غړي یې وایي دوی به د بیان د ازادۍ په لاره کې د ملالې لار څاري او هېڅکله به په شا نشي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا منلی نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب