جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت د استرالیايي پوځیانو د جنایت په اړه د ګډې کمېټې...

افغان حکومت د استرالیايي پوځیانو د جنایت په اړه د ګډې کمېټې د جوړولو غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه د قوس ۲۰) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د اسټرالیایي سرتېرو د جنایاتو په اړه د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې ماریس پین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن پنجشنبه په یوه بیان کې راغلي چې ښاغلي اتمر د اسټرالیایي ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړنې په اړه د افغان او اسټرالیايي چارواکو د ګډې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

په دغه بیان کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پین له قوله راغلي چې دوی له ملکي افغانانو سره د اسټرالیايي عسکرو د ناوړه چلند مسئله جدي نیولې او په هر اړخیزه توګه به یې په قانوني توګه وڅیړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، اتمر په دې مکالمه کې زیاته کړې چې د دغو پېښو د قربانیانو د کورنۍ یو شمېر غړو غوښتنه کړې چې د اسټرالیا په قضايي مراجعو کې ورته د دعوې د اقامې زمینه برابره شي.

مېرمن پین ویلي چې دا به د افغان حکومت غوښتنې او اندېښنې د اسټرالیا له ځانګړي سرمفتش سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ۳۹ بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي.

1 COMMENT

  1. دا ۳۹ کسان‌چی وژل شوی دی دا خو یو لوی ظلم‌دی. که استرالیایانو ظلم څيړل کيږی نو دا په.لکونو بی ګناه انسانان چی نورو خارجی داخلی او طالبی ظالمانو وژلی دی ولی داسی پټه خوله ساتل کيږی. راځی چی دا نور هم وڅيړل شی چی ټولو سره انصاف وشی. دا اوس کومه لوبه روانه ده چی يواځی استراليا فشار لاندی نيول کيږی او نور همداسی بی له قانونه برات اخلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب