شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نامتو ایټالیايي فوټبالر مړ شو

نامتو ایټالیايي فوټبالر مړ شو

تاند- د ایټالیا نامتو فوتبالر پایولو روسي، چې په ۱۹۸۲ کې یې ایټالیا ته د نړیوال جام په ګټلو کې رول درلود، پرون (چهارشنبه) د ۶۴ کلونو په عمر ومړ.

د پیولو روسي ژوندشریکې فیدریکا کاپیلني نن (پنجشنبه) د انستاګرام له لارې په یوه لنډ پیغام کې د ده عکس خپور کړ او ورته ویې لیکل«د تل لپاره!»

په دې پیغام کې په زغرده نه دي ویل شوي چې ښاغلی روسي مړ شوی دی.

خو فرانس پریس خبري اژانس د ایټالیايي رسنیو پر اساس ویلي چې پایولو روسي په یوه بې علاجه ناروغۍ اخته و.

دا په څه کم یوه میاشت کې د سپورت د نړۍ دوهم اتل دی چې ژوند ورسره مخه ښه کوي. تر پایولو روسي وړاندې د فوټبال نامتو ستوری دیګو مارادونا په ۶۰ کلنۍ کې مړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب