تاند (پنجشنبه د قوس ۲۰)د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د متقاعد سمونوال عبدالولي خان قاتلین نیول شوي دي.
امرالله صالح نن پنجشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د سمونوال عبدالولي خان چې د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، قاتلین یې دوه تنه و چې یوه پرې ډزې کړې او بل یې وېډیو کوله.
د ښاغلي صالح په خبره پولیسو فلم اخیستونکی قاتل نیولی او له ټلیفون څخه یې ورته نورې فلم اخیستنې او اسناد هم تر لاسه شوي دي.
سمونوال عبدالولي خان چې وړاندې د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر و، پرون چهارشنبه مازدیګر مهال شاوخوا څلور بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کوټه سنګي سیمې په مربوطاتو کې د وسله والو په ډزو کې ووژل شو.
نوموړی زیاتوي، دوی د هغه افسرانو چې له ناامنه ولسوالیو کابل ته راغلي او امنیت ته یې ګواښ دی، امنیت ته جدي پاملرنه کوي.
دغه راز د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، چې پرون د ۱۱۱ مې فرقې افسر حمیدالله خان چې د بدخشان دی هم په ۲۱ مه حوزه کې ترور شوی دی.
امرالله خان ځان او جنايي پلیسو ته د خټو پزه جوړوي، (د پیښې په ځای کې خو لسګونو کسان عکسونه اخیستي او په مبایلونو کې یې مو جود دي، ما هم ولیدل، چې مقتول پړ مخ پر ځمکه پروت دی او خلک ورباندي را تاو دي عکسونه یې اخلي… په فیسبوک کې یې عکسونه لاس په لاس شوي.) خبره یې حقیقت نه لري. زه دغه پیښه غندم، خو د تاند له لوستونکو سره خپل معلومات شریکوم:
د امر الله صالح یوه نږدې کس له خولې وتلي چې د نومبر په شپږویشتمه ولي خان طوفان له امرالله سره ولیدل، نوموړي غوښتل چې و «روند سبز» ته یې را جلب کړي، او دیوې غوړي دولتي وظیفې وعده یې ور کړې وه.
ځکه وژل شوي سړي ځان ډېر مقتدر او د یوه لوی قوم مشر ورته معرفي کړی و. او دایې هم ورته ویلي و، چې یوازي په کابل کې زرګونه پلویان لري او دې ته ورته باټي….
په سبا ورځ یې ولي طوفان له امرالله سره خپل یو ځايي عکس پر فیسبوک خپور کړ، ورسره ویې لیکل:
Abdul Wali Tofan Tarakai
…….
(( په افغانستان کی چی یو دی وطن اصلی بچی پیدا شی بیا افغانان دی یو بلی مفکوری پلوی یه بولی راشی دی وطن او خاوری په خاطر یه ملات وکورو په تولو هغو افغانانو غژ کوم چی له وطن او خلکو سره مینه لری چی د معاوین صاحب ا ول امرالله صالح ملاتر ته راودانگی))
همدې عکس او فیسبوکي اعلان د ولي طوفان سر و خوړ.
د تره کیو د قوم د یوه مخور په قول:
د زرهدارو د قواوو پخوانۍ خلقي خورد ضابط چې بیا د کرزي په وخت کې څارندوی ته جذب شو، په لوګر کې د امنیت مسوول هم و. نه کومه سیاسي څیره وه او نه قومي څټه
هغه څه چې متقاعد عبدالولي طوفان ور باندي نازیده، د شهنواز تڼي په دود بریتونه او د دوستم په دود پوستینچه وه.
خلاصه داچې متقاعد ډګروال د خپلي ساده ګۍ په وجه د امرالله صالح د مرام و هدف قرباني شو.
اوس امرالله صالح له ننګه هم یوڅه خو باید ووایې.
دایې هم د جوړه یې عکس پته په فیسبوک کي
https://www.facebook.com/photo?fbid=2702514870060555&set=ecnf.100009062048805