جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمشرانو جرګه: په ټاکنو کې د امریکا نوي ولسمشر ته افغانستان بانک...

مشرانو جرګه: په ټاکنو کې د امریکا نوي ولسمشر ته افغانستان بانک پیسې لېږلي

تاند (سه شنبه د قوس ۱۸) د افغانستان د مشرانو جرګه وايي چې د افغانستان بانک د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن ته په ټاکنیزو کمپاينونو کې پيسې لېږلي دي.

دغه څرګندونې نن سه شنبه د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون رئیس حسیب الله کلیمزي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ورځې په غونډه کې وکړې.

ښاغلي کلیمزي ادعا وکړه دا پیسې د روان کال د سرطان میاشتې په شپږمه هغه مهال چې په افغانستان بانک برېښنا پرې شوه او امنیتي کامرو هم کار پرېښود استول شوي دي.

نوموړی وايي دا پیسې د امریکا د نوي جمهور رئیس جوبایډن ټاکنیزو کمپاینونو ته لېږل شوي دي او زیاته یې کړه چې لویه څارنوالي باید په جدي توګه دا موضوع وڅېړي.

د افغانستان بانک مسؤلانو تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو رئیس حسیب الله کلیمزي د خپلې ادعا په هکله کوم ثبوت وړاندې کړی.

د نظر د خاوندانو په وینا د فساد دوسیو سره سیاسي چلند کېږي، د حکومتي چارواکيو او زورواکو قضيې په عادلانه ډول نه څېړل کېږي، ځکه دغه ډول کارونو ته لاره هوارېږي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال سرطان میاشتې په شپږمه په افغانستان بانک کې د څلور ساعتونو لپاره د برېښنا د پرې کېدو راپورونه ورکړل شوي و او ګڼ شمېر افغانانو ددغې مسئلې په هکله وضاحت غوښتی و.

د افغانستان بانک ددغو راپورونو تر خپرېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل، د کامرو بندېدل د پلټونکي پلاوي له خوا یوه تخنیکي ستونزه او د تخنیکرانو بې پروايي ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس د بانک شتمنۍ ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان بانک ومنله چې په چنګاښ میاشت کې یې د ۴ ساعتونو لپاره امنیتي کامرې بندې شوې وې

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب