جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا پوځ په هوايي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلو د...

د امریکا پوځ په هوايي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلو د زیاتېدا راپور رد کړ

تاند(سې شنبه، د قوس ۱۸) په افغانستان کې د امریکا پوځ د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د زیاتېدا په اړه راپور رد کړ او هغه یې یو اړخیز وباله.

د بریتانیا د براون پوهنتون د جګړې د لګښت د پروژې رييسې نیتا سي کراوفورډ په دې راپور کې، چې پرون (دوشنبه) خپور شو، ویلي؛ په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳۰ سلنه ډېر شوی دی.

راپور وايي چې اوس چې امریکايی پوځیان بریدونه نه کوي د افغانستان د حکومتي ځواکونو له لوري بریدونه ډېر شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې تېر کال (۲۰۱۹) په هوايي بریدونو کې ۷۰۰ ملکي افغانان وژل شوي چې دا له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا تر ټولو زیات شمېر دی.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو یوه ویندوی ډګروال سوني لګیت د دغه راپور په غبرګون کې وویل«دا یو اړخیزه شننه ده او پر متنازع ارقامو اتکا لري چې په هغو کې د طالبانو او داعش له لوري پر ملکي مرګ ژوبلو سترګې پټې شوې دي.»

ډګروال لګیت د افغان امنیتي ځواکونو په دفاع کې وویل چې هغوی خورا زیاته هڅه کړې چې د ملکیانو سر و مال ته پام وکړي او مرګ ژوبلې وروانه وړي.

د امریکا پوځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې وروسته له درو مواردو پرته په افغانستان کې له هوايي او مځکني ځواکه کار نه دی اخیستی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ad%d9%85%d9%84%d9%88-%d8%af-%d8%b2%db%8c%d8%a7%d8%aa%db%90%d8%af%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d9%87/

د براون پوهنتون د جګړې د لګښت د پروژې رييسې په راپور کې ویل شوي چې په مجموع کې د ملکیانو مرګ ژوبله کمه شوې خو د نورو کلونو په پرتله په هوايي حملو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

دا رپور وايي، د هوايي بریدونو په نتیجه کې د افغان ملکي وګړو مرګ ژوبله له ۲۰۱۷ م کال را په دې خوا تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکه وروسته امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد بریدونه درولي او طالبانو هم له دې فرصته په استفادې بریدونه ځو برابره ډېر کړي او نهايي هڅه یې کړې چې سیمې ونیسي. د طالبانو د بریدونو په مقابل کې افغان هوايي ځواک هم بمبارۍ ډېرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب