جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهتر ذهن مخکې شه- نهم لوست

تر ذهن مخکې شه- نهم لوست

د ماتیو مککي او کاټرین ستکر لیکنه
د ښاغلي صالح محمد صالح د پښتو ژباړې غورچاڼ
له بیهوډه سوچونو څخه د ځان ژغورل
دا خو ښکاره خبره ده چی د ژوند په اوږدو کې زموږ او ستاسي ذهنونو ته ډول ډول سوچونو راځي او ځي. که زموږ او ستاسي خوښه وي او که خوښه مو نه وي، سوچونه زموږ ذهنونه بوخت ساتي. ذهن ته سوچونه په مختلفو بڼو راڅرګنديږي. ځینې سوچونه ګټور هم وي او یا که وغواړو ځينې سوچونه د مثبتې او سمې لارې پر خوا رهنمايي کولاي هم شو. خو ځینې سوچونه بیا ډير زورونکي او ویره وونکي وي. دا ډول سوچونو هم په ډول ډول بڼو او شکلونو زموږ ذهن ته راځي. ځینې يې د لویو بلاګانو په څير ډاروونکي وي او موږ نه پریږدي چې د خپل هدف په لور لاړ شو. دا ډول سوچونه د يوې تورې بلا په څیر موږ ته اخطارونه راکوي او وايې که دا کار تر سره کړي او یا په دې کس باور وکړي په نیمه لار کې به دې پریږدي.
که له دې ډول سوچونو وډار شو او له خپلې لارې را وګرځو، بلا له موږ لاس نه اخلي او په هره لاره کې به زموږ مخې ته ولاړه وي. له دی ډول بلا ډوله سوچونو څخه د ځان د خلاصون لاره داده چې خپل حرکت ته د خپل هدف په لور دوام ورکړو، پریږدو چې دوي زموږ غوږونو ته خپلې د ويرې او ډار خبرې راورسوي. خو موږ له خپل هدف څخه تیر نه شو. دا په دې مانا ده لکه، که موږ په یوه بس کې د خپل هدف په لوری روان وو، په دی وخت کی دغه بلاګانې هم زموږ سره په دې بس کې یو ځای وي او په خپلو ویروونکو غږونو غواړي موږ له دی حرکت څخه راوګرځوي، خو سره د دې چې موږ د دې بلاګانو خبری اورو خو بیا هم خپل حرکت ته دوام ورکوو. په پای کې موږ خپل هدف ته رسيږو او بلاګانې زیړ غوږونه له بس څخه ښکته کیږي او پر خپله مخه ځي.
ځینې سوچونه زموږ ذهنونه په لنډ مهالو او بی ځایه استدلالونو بوخت ساتي او د لنډ مهال له پاره موږ په دې مطمئن کوي چې البته موږ په دې کار سره مثبت خواته حرکت کوو. دا ډول سوچونه هم بې لارې کوونکي سوچونه دي. که دا ډول سوچونه د يوې رسۍ سره پرتله کړو دا په دې مانا ده چې د رسۍ دواړه سرونه زموږ په لاس کې دي او خپل ځان ته په دواړو خواوو کې استدلال په خپله کوو. له دې ډول سوچونو د خلاصون لار داده چی د رسۍ دواړه خواوي خوشي کړو او رسۍ له ځانه ليري وغورځوو.
ځینې سوچونه په داسې شکل زموږ ذهنونو ته راځي، چې موږ ته ډیر مهم ښکاري او موږ په دغه ډول سوچونو پورې کلک ځان نښلوو، خو دا ډول سوچونه د دې پر ځای چې موږ سره مرسته وکړي، زموږ ويره او ستونزې نورې هم زياتوي. له دې ډول سوچونو د ځان ژغورلو طريقه په یوه ساحه کی د مشکلاتو قبلول دي. په دی سره موږ کولای شو چی ځان د راتلونکو مشکلاتو پر ضد ښه اماده کړو. دا ډول سوچونه هغی کوچنۍ انجلۍ ته ورته دي چې ښوونځي ته د تګ پر وخت يې د مور لمن کلکه نيولي وي او له ویرې نه غواړي چې یوازې ښوونځي ته لاړه شي. که په همدې ډول تګ ته دوام ورکړي د دې پر ځاي چې ويره يې کمه شي نوره هم زیاتیږي او که يوه ورځ پر ځان ويره قبوله کړي او بی له مور ښوونځي ته لاړه شي، په دویمه ورځ به قطعا ونه ویریږي. د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلری کلنټن وايې: کله چې به ښونځي ته تللم، ډیره به ډاریدم او يوې انجلۍ به ډيره زورولم. یوه ورځ مې مور ته له خپلې ویرې وویل، مور می راته لارښوونه وکړه چې که نور هغې انجلۍ وزورولي ته يې هم وز وروه. دا وايې کله چی ټولګي ته لاړم انجلۍ غوښتل چی را باندې وار وکړي، زه ور مخکی شوم او ګذار می پری وکړ، له دې ورځې وروسته بیا هیچا ونه ځورولم.
ځينې سوچونه بیا موږ د خپلو اندیښنو په واسطه غښتلې کوو. موږ فکر کوو که د یوې پیښې په هکله اندیښنه وکړو زما د خوندیتوب سبب به شي. خو داسې نه ده څومره چې موږ په خپل ذهن کې اندیښنو ته ځای ورکړو همغومره به موږ لا ډير وزوروي. د داسې سوچونو څخه د خلاصونن لاره داده چی پریږدو سوچونه زموږ له څنګه تير شي او په خپل تحت الشعور کې ځاي ورنکړو. داسې فکر وکړو لکه په سیند کې د کښتیو تګ. کله چې کښتۍ زموږ خواته نیږدې کیږي، بی له ځنډه زموږ له څنګه تیريږي، ورپسې بله را روانه وي. پرېږدۍ چې دا جریان همداسي روان وو، نه يې په شمارلو او نه يې په رنګ او نورو شيانو ځان بوخت وساتو.
ځينې منفی سوچونه موږ په خپله چاغوو او ډير اهمیت ورکوو، له دې سره موږ فکر کوو چې دا ډول سوچونه به موږ سره ګذاره وکړي، حال دا چې دوی لا غښتلي کیږي او تر دې حده چې بیا يې مخه نه شو نیولي.
دا په دې مانا ده کله چې د پړانګ بچی په کور کی غټوو او په هر ځلی غوریدلو د دې لپاره چې ارام شي د غوښې یوه ټوټه ورکوو. سمه ده چې دا به قرار شي خو د دې سره نور هم قوي او لويېږي. کله چې لوي شي او بیا ورته د غوښې د ورکولو توان ونه لرو، همغه دی چی پړانګ بیا د خپل خاوند لحاظ هم نه کوي او د ځان د مړولو په خاطر خپل خاوند هم له ستوني تیروي. منفي او غلط سوچونه هم همداسي دي که پر وخت او په موقع يې له ځانه لری ونه غورزوو بیا د پړانګ د بچی په څیر يو وخت دومره غښتلی وي چې مقابله يې بیا زموږ له توانه بیرون وي.
پایله دا چې د بيهوده او له هغو سوچونو څخه چې زموږ د پرمختګ په مخکي خنډ جوړوي او زموږ د ازار او ویرې سبب ګرځي ځان ژغورل د خپل خان او خپل پر مختګ سره مرسته کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب