جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد ګردیز موټر بم برید او عامه وژنه

د ګردیز موټر بم برید او عامه وژنه

سید عبدالله پاچا

وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي په دوام ګردیز کې د جمعې په ورځ موټر بم برید وکړ چې قربانیان یې عام خلک دي.

د مالوماتو له مخې په دې موټر بم برید کې ۱۹ ملکي وګړي ټپيان شوي او روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د مرګ ژوبلې تر څنګ په دې برید کې زیات شمېر دوکانونه او کورونه تخریب شوي چې بیا جوړول یې میلیونونه افغانۍ مصرف غواړي.

افغانان پيسې پيدا کړي، پانګونه وکړي، کورنۍ لپاره روزي پيدا کوي، یو څو نور کسان هم ورسره مصروف وي، خو طالبان د شومو اهدافو لپاره د یو غریب کس بې سواده زوی تیرباسي او ځانمرګي برید ته یې چمتو کړي.

تاسو وګورئ چې د کوم طالب قومندان یا سیاسي طالبانو د ډلې د کوم مشر زوی ځانمرګی برید کړی دی، خو ښکاره ده چې هغوی مفشن ژوند لري، کاروبار لري، زده کړې کوي، عیش عشرت یې برابر دی، خو د غریب سړي د اولادي لپاره خیالي جنت جوړ کړي او یو ځای کې چاودنه ورکړي.

که ځانمرګي بریدونه د جنت وسیله وی، نو دا اوس چې کوم طالب قومندانان او یا سیاسي طالبان دي، دا ټول به جنت کې وی.

د طالبانو بریدونه او جګړې د مسلمانانو پروړاندې ده او ټول قرباني یې افغان مسلمانان دي، خو دا چې دا جګړه د طالبانو د واکمنۍ لپاره پيل شوې، نوم یې ورته د جهاد او نورو مقدساتو ورکړی دی.

طالبانو کلونه په دې پلمه پردې اولادونه قرباني کړل او نور افغان مسلمانان یې پرې شهیدان کړل، خو هدف ته ونه رسیدل.

اوس چې دا ډله تر نړیوال فشار لاندې ده او د سولې خبرو ته ناست دي، هڅه کوي چې د سولې خبرو کې د زیات امتیاز اخیستو لپاره جګړه شدیده او د تاوتریخوالي ګراف لوړ کړي،

دا د طالبانو نه لومړی برید دی او نه به وروستی برید وي چې ګردیز کې یې کوي، له طالبانو هدف ورک دی، یواځې دا چې هر ځای که زیات خلک وویني او برید زیاتو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، هملته برید کوي.

طالبان چې مخامخ جګړه کې مات شوي او هر ځل له سختې ماتې سره شاتګ ته مجبور شوي، اوس یې هڅه دا ده چې د ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو په واسطه خلکو باندې ځان ومني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب