جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د پوهنې وزارت نوی اقدام علمي نه ښکاري|ډاکټر عطاالله زيارمل

د پوهنې وزارت نوی اقدام علمي نه ښکاري|ډاکټر عطاالله زيارمل

د پوهنې وزارت دغه وروستی اقدام چې زده کوونکي به لومړی، دوهم او درېيم ټولګی په جومات کې لولي، یو غیر علمي او یوازې په احساساتو ولاړ یو اقدام یې بولم دا ځکه چې دغه ټولګي د ښوونځي لپاره اساس جوړوي. کله چې د یو شي تهداب د ځینو خلکو د شخصي سلیقو له امله کوږ کېښودل شي، نو بیا به تر پایه همداسې کاواکه او لړزانده وي.

زه نه پوهېږم چې د ښوونې او روزنې لپاره دغه نوی ماډل په کوم ځای او هېواد کې عملي شوی او ښه نتیجه یې ورکړې چې اوس زموږ چارواکي هم غواړي هغه په افغانستان کې عملي کړی. په نوره نړۍ کې خو له هر څه مخکې یو نمونه اي پروګرام جوړوي او بیا یې په ځینو ښوونځیو کې عملي کوي او د څو کالو پایله ګوري او له هغه وروسته چې متیقن شي له پخواني هغه یې ګټه په روښانه دلایلو سره زیاته ده نو بیا یې عملي کولو ته مټې رانغاړي. دا څنګه کېدای شي چې په دې کرونايي حالت کې دې دا ټولې چارې په سمه توګه سر ته رسېدلې وي او اوس دې د پوهنې وزارت چارواکي د کار موده یې له شپږ میاشتو نه اوړي دې نتیجې ته رسېدلي وي چې خپل یو نوی پروګرام دې اعلان کړي. په علمي او اکاډمیکو برخو کې د علی العجالې کارونه ځای نه لري او نه هم د سوداګرۍ د چاپیریال په شان دي چې کله کله اړتیا پېښېږي چې نوی تغیر باید سمدستي راشي، خو هلته هم د نورو نمونې د خطر په منلو سره تعقیبوي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d8%b5%d8%a7%d8%a8-%d8%af-%da%a9%d8%aa%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%db%8c%d9%88-%d9%86%d8%b8%d8%b1-%da%89%d8%a7%da%a9%d9%bc%d8%b1-%d8%b9/

که فرضاً دا هر څه سم وي او پورته مرحلې یې په بريالیتوب سره سر ته رسولې وي، خو څومره چې کتل کېږي هومره علمي لارې هم نه دي په نظر کې نیول شوي. ځکه د دوی هدف دلته د ځينو خلکو خوشالول او ځینو نورو ته د کار زمینه برابرول دي. که له بلې خوا دې موضوع ته وګورو نو د پوهنې په ډګر کې ترټولو هغه اصل نقض کېږي او له پامه غورځېږي چې باید له هر تغیر څخه وړاندې له والدینو ، د پوهنې په چارو کې له متخصیصینو او هم شاګردانو څخه وپوښتل شي چې دغه نوي وړاندیز شوي پروګرام ته په کومه سترګه ګوري؟ څومره یې ګټور بولي او له نوي پروګرام څخه خپل ملاتړ کوي کنه؟ بله دا چې دغه نوی پروګرام باید له عملي کولو څخه وړاندې دومره تبلیغ شي چې هر څوک یې په ښېګڼو او ستونزو پوه شي او په پټو سترګو دغه پروګرام ته د منلو سر و نه خوځوي. وزارت خپلې موندنې او هم هغه دلایل خلکو ته روښانه کړي چې د هغو په مټ‌ دوی غواړي پخوانی پروګرام لېرې او پر ځای یې نوی هغه معرفي کړي.

https://taand.net/%d8%af-%da%9a%d9%88%d9%88%d9%86%da%81%db%8c%d9%88-%d8%af-%d8%af%d8%b1%d8%b3%d9%8a-%d9%85%d8%b6%d8%a7%d9%85%db%8c%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%88%db%8c-%d8%b4%d9%85%db%90%d8%b1-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%a7-2/

د دې پروګرام عملي کول همداسې اسان نه دي، څو کاله غواړي چې معلمان او هم لوژستيکي برخه یې سر ونیسي. بله ستونزه یې دا ده چې د اولې دورې د زده کوونکو په راتلونکې باندې په لوی لاس قیمار وهل کېږي او که فرضاً خرابه شوه، له بده مرغه چارواکو ته یې پروا نشته. ځینو ته یوازې دا ښه ښکاري چې باید تغیر راشي، خو په دې یې سر سم نه دی خلاص چې تغیر راوستل هم خپلې لارې لري.

په هرصورت، دا بحث باید نور هم وڅېړل شي او هیله ده چې د معارف په برخه کې متخصصین،‌ معلمين، والدین او نور د نظر خاوندان د همدې موضوع په اړه خپلې تجرې او وړاندیزونه له چارواکو سره شریک کړي او د دې حیاتي موضوع په اړه خپل غږ نظر څرکند کړی ترڅو د دې نوي اقدام له پلي کولو مخکې د هغه ښېګڼې او ستونزې نورې هم په ګوته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب