شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد امریکا سنا افغانستان کې د ځواکونو پر پاتې کېدو ټینګار کړی

د امریکا سنا افغانستان کې د ځواکونو پر پاتې کېدو ټینګار کړی

تاند(یکشنبه، د عقرب ۲) وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په بېړه له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د ستنولو خبره وکړه، د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

ادم سمیت ویلي، افغانان تر اوسه په یوازې ځان د خپلې خاورې ساتلو وړتیا نه لري نو اړتیا ده چې تر یو څه وخته په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې لا هم د ترهګرو د رشد لپاره مناسبې ساحې وجود لري او ډېری شنونکي په دې باور دي چې که چېرته امریکایي ځواکونه له دغه هېواده وویستل شي نو د سپټمبر ۱۱مې پېښه به بیا تکرار شي.

په ورته وخت کې د یادې کمېټې یو بل غړي مک تورنبري هم ورته څرګندونې کړې دي او په افغانستان کې یې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

بل خوا د ناټو پخواني قومندان هم ویلې چې ټرمپ مایوسه کړې یو د سرتیرو شمېر باید کم نه شي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d8%a7%d9%bc%d9%88-%d9%be%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%86%db%8c-%d9%82%d9%88%d9%85%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d9%85%d8%a7%db%8c%d9%88%d8%b3%d9%87-%da%a9%da%93%d9%8a-%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب