Homeخبرونهد پینتاګون سرمفتش: طالبانو د قطر د موافقې سرغړونې کړي

د پینتاګون سرمفتش: طالبانو د قطر د موافقې سرغړونې کړي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۸) د امریکا یوې څارونکې ډلې د سې شنبې په ورځ افشا کړه چې طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پر ايتلافي ځواکونو وړې حملې کړي دي.

په افغانستان کې د ازادۍ د عملیاتو لپاره د امریکا د دفاع وزارت سرمفتش په یوه راپور کې لیکلي چې د سږ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې طالبانو په افغانستان کې پر ايتلافي ځواکونو له مځکې څخه هوا ته د ډزو ترڅنګ ځینې بریدونه کړي دي.

د امریکايي ورځپاڼې (دي هیل) پر اساس، دا لومړی ځل دی چې یوه امریکايي اداره د طالبانو له لوري په افغانستان کې د قطر د موافقې د سرغړونو په اړه رسمي راپور ورکوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په اګست کې راپور ورکړی و چې طالبانو غالباً په اګست او همداراز جولای کې پر امریکايي اډو بریدونه کړي وو خو له کبله یې مرګ ژوبله نه وه پېښه شوې.

سرمفتش د نیویارک ټایمز د راپور په قول دا امکان مطرح کړی چې د طالبانو ځینې ډلې د امریکا او طالبانو د موافقې مخالفت کوي او له همدې کبله یې ښايي حملې کړي وي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ايتلاف یوه ویندوی د امریکا د سرمفتیش د سې شنبې د ورځې د راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو دي هیل ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د موافقې د سرغړونې راپور په داسې وخت کې افشا کېږي چې ولسمشر ټرمپ غواړي ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.

ټرمپ د جنورۍ په شلمه نېټه واک نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ته سپاري.

ټاکل شوې ده چې روانه میاشت په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴۵۰۰ تنو ته راکم شي او اوس اټکل کېږي چې ټرمپ به د دغو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته رالږ کړي.

د ټرمپ د جمهوریپال ګوند غړیو هم په افغانستان کې د ځواکونو له ژر کمولو سره مخالفت کړی دی.

د سنا جرګې د اکثریت مشر میک مکونیل د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې له افغانستان څخه په بېړه د ځواکونو ایستل به په ۱۹۷۵ کې د ویتنام له سایګون څخه له وتلو سره تعبیر شي چې امریکا ته یې سپکه واړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...