یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د افغانستان - ایرلنډ مسابقې استرالیايي لوبډلو ته سرحوږی جوړ کړی

د افغانستان – ایرلنډ مسابقې استرالیايي لوبډلو ته سرحوږی جوړ کړی

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۷) له آیرلنډ سره د افغانستان د درو یو ورځنیو سیالیو لړۍ د استرالیا بیګ بش ته سره خوږی جوړ کړی دی.

د کریک اینفو د راپور له مخې، د بیګ بش څو ټیمونه وروسته له دې له سرخوږي سره مخامخ شول چې افغانستان تایید کړه چې په جنورۍ کې به له مخکیني پلان سره سم د افغانستان ټیم له آیرلنډ سره د سوپر لیګ یو ورځنیو سیاليو په لړ کې درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې درې تکړه لوبغاړي راشدخان، مجیب الرحمان او محمدنبي د استرالیا له درو لوبډلو سره د بیګ بش په سیالیو کې د لوبېدو قراردادونه کړي دي.

راشد خان له ادیلاید، مجیب الرحمان له بریسبین هیټ او محمدنبي له میلبرن رینګېدس سره لوبېږي.

همداراز میلبرن سټار اعلان کړی چې ظاهر خان به له دې ټیم سره یوځای شي.

د افغانستان او آیرلنډ درې مسابقې به په ابوظهبي کې وشي. که څه هم د دغو مسابقو دقیق میدان لا څرګند نه دی خو سیالۍ به د جنورۍ په ۱۸، ۲۱ او ۲۳ ترسره شي.

د دې لپاره چې هر څوک چې استرالیا ته ځي باید ۱۴ ورځې قرنطین شي نو احتمال نشته چې درې افغان لوبغاړي د جنورۍ له ۲۹ د فبرورۍ تر ۴ د استرالیا د بیګ بش په سیالیو کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب