Homeخبرونهد ماشومانو د ملاتړ اداره: نړیوال دې له افغان ماشومانو سره مرستې...

د ماشومانو د ملاتړ اداره: نړیوال دې له افغان ماشومانو سره مرستې ډېرې کړي

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۷) د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سیف دي چلډرن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ماشومانو د زده کړو په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم په برخه کې مرستې ډېر کړي.

دې ادارې دغه راز د روغتیا په برخه کې هم د پانګونې غوښتنه کړې، ځکه په وینا یې د هغو ماشومانو چې په جګړو کې متضرر شوي باید روغتیايي خدمات ورته ورسېږي.

په اعلامیه کې پر کوثر ښونیز مرکز او د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې پر ښونځیو بریدونو ته اشاره شوې او زیاته کړې یې ده چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۱۹۰۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې دغو بریدونو ته په کتو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد دی.

سیف دي چلډرن وايي، د زده کړو په برخه کې پر افغان ماشومانو پانګونه د جنوبي اسیا هېوادونو په پرتله ۷۸ سلنه ټیټه ده او که چېرته همداسې دوام وکړي د افغان ماشومانو راتلونکی به له ګواښونو سره مخامخ وي.

 د ماشومانو د ملاتړ دفتر دا غوښتنه د افغانستان لپاره په جینوا کې د مرستندویه غونډې په درشل کې کړې ده، خو تازه د فلنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په جینوا کنفرانس کې ښايي له افغانستان سره د مرستو لپاره شرایط سخت شي.

https://taand.net/%d9%81%d9%86%d9%84%d9%86%da%89%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%b1%d8%b3%d8%aa%db%90-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%b4%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...