دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهامریکا او ناټو د ۴ هوايي ډګرونو چارې افغانانو ته سپاري

امریکا او ناټو د ۴ هوايي ډګرونو چارې افغانانو ته سپاري

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۹) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحد ایالتونه غواړي چې د افغانستان د څلورو مهمو هوايي ډګرونو د سمبالتیا چارې افغان چارواکو ته وسپاري.

د امریکايي ورځپاڼې سټارز انډ سټرایبس د راپور له مخې، امریکایان د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات د هوايي ډګرونو مسوولیت به د ۲۰۲۱ تر مې پورې افغان چارواکو ته وسپاري.

دا هغه مهال دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم امریکايي پوځیان باید له افغانستانه ووځي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې د کندهار د هوايي ډګر، چې اوس د احمدشابابا هوايي ډګر نومېږي، چارې د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې افغانانو ته وسپارل شي.

خو سټارز انډ سټرایبس وايي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش د راپور پر اساس، چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ خپور شو، لا په دقیق ډول څرګنده نه ده چې کله به د افغانستان څلور هوايي ډګرونه افغان چارواکو ته سپارل کېږي. په دې اړه د افغان او ناټو چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

ورځپاڼې د کتونکو په قول ویلي چې د امریکایانو له وتلو وروسته به د افغانستان هوايي ډګرونه له ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې د هوايي ډګرونو په تخنیکي چارو افغانان نه پوهېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، امریکا او ناټو د افغانستان د هوايي ډګرونو کنټرول افغانستان ته سپاري خو د افغانستان په دوهم ستر هوايي ډګر کې افغانان روزل شوي نه دي چې د احمدشاه بابا د هوايی دګر چارې سمبال کړي.

سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې ته د احمدشاه بابا د هوايي ډګر د ملکي هوايي چلن رييس مسعود پښتون ویلي، د دغه هوايي ډګر کارکوونکو ته نه دي ورښودل شوي چې څرنګه د هوايي کنټرول برج او رادار اداره کړي او یا یو شمېر نورې مهمې چارې په غاړه واخلي.

پښتون دا هم ویلي چې د دوی کارکوونکو ته حتي دا هم نه دي ورزده کړل شوي چې څرنګه د اطفایې موټر وچلوي. د ده په باور د ناټو او امریکايي کارکوونکو له وتلو وروسته به دا هوايي ډګر له ستونزو سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي چې د احمدشاه بابا هوايي ډګر د بشپړه سپارلو لپاره دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې او هغه مهال به دا هوايي ډګر وسپاري چې افغانان یې سمبالولو ته تیار شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب