یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي، افغانستان ته خپل صادرات ۵ملیارد ډالرو ته زیاتوي

پاکستان وايي، افغانستان ته خپل صادرات ۵ملیارد ډالرو ته زیاتوي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۸) د پاکستان د صدراعظم د سوداګرۍ او پانګونې د چارو سلاکار عبدالرازق داوود وايي، حکومت یې په پام کې لري چې په راتلونکو ۳ کلونو کې افغانستان ته د صادراتو اندازه ۵ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.

ده له اې پي پي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درې بُعدونه لري؛ لکه ترانزیتي سوداګري، دوه اړخیزه سوداګري او غیررسمي سوداګري چې د بنسټونو د مدرن کولو په وسیله باید مستنده او رسمي شي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار زیاته کړه، د دوو هیوادونو ترمنځ تېر کال غیررسمي راکړه ورکړه د دوه ملیون ډالرو برابر وه او له دې داسې ښکاري چې د دوو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې امکانات ډېر دي.

د عبدالرازق داوود په وینا سوداګري د دوو هیوادونو ترمنځ ورورګلویزې اړیکې لا پراخولی شي.

ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دواړه هیوادونه په خپل منځ کې د سوداګرۍ په لاره کې د خنډونو په لېرې کولو او په خپل منځ کې د ازاد تجارت د پیلولو په اړه په خبرو بوخت دي.

د پاکستان ملکي چارواکي له کلونو راهیسې له افغانستان سره د سوداګري اړیکو د پراخولو خبرې کوي خو دا هیواد هر څه موده وروسته خپل بندرونه او لارې د افغان سوداګرو د مالونو پر مخ بندوي چې له کبله یې افغان سوداګرو او افغانستان ته هر کال سلګونه ملیون ډالره زیان اوړي.

د پاکستان پر لارو او بندرونو بې اعتمادي سبب شوې چې افغانستان د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته مخه کړي.

8 COMMENTS

  1. افغانستان دې هڅه وکړي چې خپله سوداګري(صادرات او واردات) د پاکستان سره ډېرې ټیټې کچې ته را ښکته کړي. ځکه دوی په تجارت کې د افغانستان سره هر وخت ډېره جفا کړې او د ناپاکستان تولیدات ۸۰ سلنه د دوی په اصطلاح له میلاوټ څخه ډک دي. که چېرې تاسو د اې آر وای د ټېلوېژیون د سرعام خپرونې لیدلې وي، نو بیا به هرو مرو دا خبره ومنئ چې د چټلستان اکثره تولیدات چټل او غیرمعیاري دي. دوی به مونږ ته زهرجن درمل او پاپړ رالېږي خو زمونږ څخه به ښکلي او خواږه بادام، انار، انګور، خټکي، زعفران او داسې نور په لسهاوو توکې ترلاسه کوي. ښه خو به دا وي چې د دې منافقو سره د مجبوریت د مخې سوداګري وشي.

    • د زهرجنو درملو او پاپړو صادرات افغانستان ته زمونږ ملی تجاران کوی نه پاکستان. که چیرته زمونږ ملی تجاران با احساسه وی او د خپلې ګټې تر څنګ د افغانانو ګټې هم په پام کې ونیسي نو هیڅکله به بدل او میلاوټ څیزونه وارد نه کړي. پاکستان د ښه کیفیت درمل، خواړه، پوښاک او نور شیان هم لري چې اروپایي او عربی هیوادونو ته یې صادروي. همدا راز د مثال په توګه د چین هیواد اصلی اوریجنل تولیدات لري چې ټولې نړۍ ته یې صادروي مګر افغان تجار یو د بل له ضد نه چې ګټه زیاته وکړی او ارزانه نرخ بازار ته وړاندې کړي هماغه بی کیفیته توکي واردوی چې دې کې اوس د چین هیواد ملامت دی که افغان سوداګر.

  2. افغان دولت بايد پنجاب په ژمنو او خبرو دوکه نه شي، دولت بايد هڅه وکړي چی خپلې اړتياوې له پنجاب څخه راغونډې کړي ځکه چې پنجاب له راشه درشه او له راکړی ورکړې سياسي استفاده کوي، په ځلونو يې د افغانستان پر ميوو لارې تړلي او هم هغې خواته د افغان سوداګرو مالونه ايسار کړي تر دې وروسته هم پر دغه جعلي هيواد باور کول حماقت دی.
    نن سبا کې د افغان ملت لويه اړتيا هغه هيواد ته تګ راتګ دی چې بېلابېل لاملونه لري افغان دولت ته پکار ده چې د کور دننه د کار زمينه برابره کړي او خپل مهاجرين راوغواړي او د روغتيا په برخه کې خپله يا خصوصي سکتور اجازه ورکړي ترڅو په ملي کچه مجهز درې روغتونونه جوړ کړی کندهار، خوست او جلال کې، مننه

  3. تر ډيره بايد هڅه وشي افغانستان پاکستان ته خپل صادرات زيادکړي نه ده چې دپاکستان پرمخ خپلې دروازې خلاصې کړي تو دافغانانو پرمخ په اونې شپږ ورځې پاکستان خپلې دروازې تړلي وي

  4. پاکستان په دې تېرو دېرشو کلونو کې په خپله هیڅ خبره عمل نه دې کړی او په قران که یې تر دې وروسته هم وکړي. له ددې لعنتایانو سره معامله حماقت دی. هر هغه مواد هم چې له پاکستان نه افغانستان ته راځي سل په سلو کې یا تقلبی دي او یا هم بې کیفیته. هغه دوا، خوراکي مواد، سمنت او کالي چې له پاکستانه راځي ډېر ټیت کیفیت لري. نو دلیل یې څه دی چی له دې هېواد سره تجارت لوړ شی. له دوی سره باید تجارت صفر شی. او په عوض یې له منځنۍ اسیا، شمالی ګاونډیانو، ترکيې او ایران سره تجارت زیات شي.

  5. دا یو چل دی چې غواړي د افغانستان توکي په ارزانه بیه واخلي او بیا یې چین او یورپ ته په خپل نوم په لوړه بیه صادر کړي.
    او دوی خو په مونږ هر وخت لارې بندوي، زمونږ میوې او نور تجارتي توکي له کار غورځیږي. دا چلونه خو دوی کوي.
    دوی په تجارت کې د سپي لکۍ ته ورته دي، چې هیڅکله به هم سیده نه شي.
    افغانستان باید خپل تجارت د پاکستان سره محاصره نه کړي.
    پاکستان سره باید د نړۍ د ټولو هیوادونو تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شي.
    یانې باید په نشت حساب وي.
    تر څو دا دالخواره ترهګرپال او تورمخي نور هم په اقتصادي توګه کمزوري شي.

  6. افغانستان باید کوښښ وکړي چې خپلو تولیداتو د پاکستان په شمول په نورو هېوادونو کې مارکیټونه پیدا کړي او یوازې پر پاکستان اکتفاء ونکړي چې افغان بزګران او سوداګر متضرره کیږي، افغانستان باید کوښښ وکړي چې افغانستان د معیاري توکي وارد کړي او د پاکستان د بې کیفیته توکو د وارداتو مخه و نیسي او په اکثره پاکستاني توکو خپله مالیه دوه سوه فصده لوړه کړي. که چیرته افغان حکومت غواړي چې پر خپلو پښو ودریږي او د نورو له احتیاج څخه خلاص شي نو د کورنیو تولیداتو ته زمینه برابره او پراختیا ورکړي.

  7. زما په نظر کچیری پاکستان سیاست او اقتصاد دواړه سره تړی او اکثره وخت همدا پنجاب چی کله د امریکا یا برتانیی له لوری سیاسی فشار ورباندی راشی نو له افغانستان د هر ډول هوکړی یا تړون په کتو سره سره ټولی لاری بندوی مګر کله چی دلته د برتانیی او امریکا او ورسره ورسره پاکستان غوښتنی په افغان دولت ومنل شی نو بیا پاکستان سره بیا نوی تړون ترتیب کیږی او مخکینی تړون ملغا کیږی

    آیا په طول ۴۰ کاله د هر افغان له نظره څومره نړیوال او بین الدولتین په هر رژیم کی تړونونه شوی مګر هر تړون د پنجاب دولت وفا نده کړی او د افغان ولس لپاره هر ډول اقتصادی او سیاسی ستونزی آن تر دی چی جنګی ستونزی پیدا شوی دی

    کله چی پاکستان سره هر ډول تړون کیږی باید بین الملل او همدارنګه د چین، برتانیه، امریکا چی د پاکستان ځانګړی ملګری دی د تضمین په شکل په هر تړون کی لاسلیک واخیستل شی کچیری دوی پدی تړون بیا کوم خنډ او ځنډ پیدا کوی مسولیت به دهمدی نړیوالو قدرتونو هم وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب