شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeکلتورخاطرهنادر استاد هم وفات شو | عبدالرووف لیوال

نادر استاد هم وفات شو | عبدالرووف لیوال

یوه خاطره :

د ۱۳۴۸کال د ژمي موسم، زه د کابل د منوچهرې ښوونځي شپږم ټولګي نه فارغ او د حبیبیې لیسې د اووم ټولګي د کانکور آزموینې لپاره چمتو وم – د کانکور په ورځ چې ډیر هیجاني وم، سهار وختي له خوبه پاڅیدم، مور مې د ډوډۍ په یوه پاستی کې د لاندې پخه کړې غوښه تاو کړې او په یوه ګل سیب دستمال کې یې زما له ملا نه کلکه راوتړله – د سهار د لمانځه لپاره د موزن (الصلات) د چینو غونډۍ په غره کې انګازې او غږی ې بیرته راغبرګ شو- هله زویه موټر درنه لاړ نشی، مور نه مې خدای په امانی واخیسته.

زموږکلی د موټرو له تمځای نه چې دبرې موسهی د عربانو په کلی کې وو. نیم ساعت پلی واټن درلود، د موټرتم ځای ته ورسیدم، دا موټر هغه موټر و چې سوا له ماشین نه ، نور د جنګلک په فابریکه کې جوړ شوی و، د دې موټر مالک محمد جان هم په جنګلک فابریکه کې باشی و – نادر استاد دومره مهربانه او معارف دوسته سړی و چې د ښوونځي هلکان به یې خپل څنګ ته خالي ځای کې درول او کله به چې (حبیب) د محمدجان زوی له موږ کرایه غوښته، نادر استاد به پرې غږ کړ: (مکتبیان دی، غرض پرې مه لره.)

د کانکورپه ورځ هم هماغه کیسه وه، زه د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل په سر چوک کې له موټر نه کوز شوم، د کاه فروشي په بازار کې یوه سماوار ته ننوتم، ځان مې تودکړ، ګل سیب دستمال مې له ملا نه را خلاص او د سماوارچی په شاګرد مې غږ کړ (یک چای شیرین سیاه) د پاستی له ډوډۍ سره مې د لاندی غوښه نوش جان او په منډه مې ځان د پل باغ عمومی د مرکزي کتنځي مخې ته چې د دارالامان موټرو تمځای وځان ورساوه، له دې موټر نه هم په (خواجه ملا) کې د حبیبیې لیسې مخې ته کوز شوم که ګورم چې په سلهاوو زده کوونکی له نورو ښوونځیو نه د کانکور آزموینې ته راغلی او ګڼه ګوڼه ده – زموږ د آزموینی ځای د حبیبیې لیسې د ودانۍ دریم جنوبی وینګ او دوهم پوړ وټاکل شو، د ممتحینو په ډله کې سرمعلم صاحب ستارخان او د ریاضی استاد عبدالرووف خان راوپیژندل شول، آزموینه پیل او تقریباً یوولس بجې پای ته ورسیده، سره له دې چې ډیری زده کوونکی بریالی نشول – خو څو ورځې وروسته زما نوم په هغه لست کې راووت چې حبیبیې لیسې اووم ټولګي ته منل شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب