یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېکه خپل وروڼه وژنو، نو د پرديو توهين به زغمو

که خپل وروڼه وژنو، نو د پرديو توهين به زغمو

ليکنه، عبدالوحيد وحيد 

په تدريسي اصولو کې ښوونکئ له داسې څرګندونو او کړنو څخه جداً منع شوئ ده چې زده کونکي د هغه له امله جرئت له لاسه ورکړي، يا يې هم احساسات وځپل شي او غبرګون وښئې. په فرانس کې د زده کونکو په وړاندي د ښوونکي لخوا د مسلمانانو د پيغمبر توهين له درس او تدریس سره اړيکه نلري، د افراطي ذهنيت پاروونکئ او غير موجه عمل ده چې د زده کوونکي لخوا له غبرګون سره مخ شو. 

رسنيزه مبارزه او احتجاجي غونډې اغيزې لري، خو چې له پياوړي دريز څخه تر سره شي. تش شعارونه، چيغې او تشې خبرې د هيڅ رنځ درملنه نه کوي. هيڅ ډول دښمن نه وارخطا کوي او د مسلمانانو د عزت او درنښت لامل نه ګرزي. د مثال په توګه زمونږ  او د ترکیې د غوښتنو اغيزمنتوب توپير لري. هغوى له پياوړي سياسي اقتصادي او فرهنګي دريز څخه خبره 

کوي او زمونږ په خبره کې وزن د کورنیو شخړو، په پرديو مرستو متکي اقتصاد او نيمګړې ديپلوماسي  له امله کم وي.

که د اسلامي امت حال باندې يو ځغلنده نظر واچوو نو پوهيږو چې له يمن نيولې تر عراق سوريې ليبيا او افغانستان پورې د روانو جګړو ترشا ځينې اسلامي هېوادونه د يو بل په وړاندې  نيابتي جګړه کوي. مونږ چې په خپل منځي شخړو کې په دومره ژوره توګه نښتې يو، يو بل وژنو، جګړه له عامو خلکو نيولې د ديني علماو تر وژلو، په مدارسو، مساجدو، منابرو مقبرو او جنازو باندي تر حملو پورې راورسوله. خپل درديدلي او ځوريدلي ولس ته د کفارو لخوا د خيرات په مرستو کې په فساد کې تر ستوني غرق يو. له ورور سره جګړه افتخار او د رب الجليل د سولي حکم ته بانې او پلمې لټوو، نو د کفارو لخوا زمونږ د ديني شعائرو تقدس ته د زيان رسولو له امله به مو په احتجاج انتقاد، خفګان، مظاهره او غبرګون کې  وزن له کومه را پيدا شي؟ 

اسلامي امت په ځانګړې توګه افغانانو ته لازمه ده چې 

د ځان بساينې په لور حرکت وکړي، خپلمنځې شخړو ته د پاى ټکئ کيږدي او د کفارو له نظامي او اقتصادي احتياج څخه ځانونه خلاص کړي. د اسلامي هېوادونو د مشرانو او نورو مسلمانو پانګوالو پانګه په لويديځو بانکونو کې ده. د انرژي سرچينې او نورې طبعي زېرمې په اسلامي هېوادونو کې شتون لري. که د مسلمانانو اقتصادي منابع او پانګه په اسلامي هېوادونو کې خوندي او په کار واچول شي نو کفارو ته د احتياج کچه مو ښکته کيږي. خپلواکي او ازادى له همدغه ځایه پيليږي. 

هغه دوستان چې بهر ته سفر کوي ډير ښه پوهیږي چې غير اسلامي هيوادونه خو پرېږده د اسلامي هيوادونو په هوايي ډګرونو او نورو د څارنو په مراکزو کې له افغانستان څخه د راتلونکو مسافرو څه ډول قدر عزت او احترام کيږي. لامل يې هم زمونږ په هیواد کې جګړه او د جګړې له امله د علم پوهې او هنر نشتون ده. 

په اقتصادي برخه، سياسي برخه، دينى او معاصرو علومو کې په ځان بساینه، استغنا، د جګړو ختمول، د خپلو اړتیاو د کچې راښکته کول، خپلمینځي سوله او 

يووالئ مو د ازادي، خپلواکي او د خپلو مقدساتو د ساتنې ضمانت ده.

که مونږ نن د فرانسې او نورو اسلام دښمنه مشرانو ته ښکنځل کوو، لاپې او غور او پش کوو، په پروفایل باندي د ” I love Mohammad” شعارونه لګوو او له خپلو هيوادونو څخه د ناامنیو،  فقر, لوږې او د نورو ناخوالو له امله تښتو، په غربي هیوادونو کې د پناه اخیستو لپاره هره روا او ناروا پلمه کاروو، د ګاونډیانو په ويزه باندي يې سرونه ورکوو او په پرديو خيراتونو باندي سره وژنو، نو بيا مونږ هم د رسول الله توهين کوو. د خداى رسول د دښمن په وړاندې دغه شان ناوړه اعمال نه دي تر سره کړي. 

د لويديځ دوه مخئ سياست؛ 

احمدي نژاد په ٢٠٠٩ زيږديز کال کې څو غونډو ته د خبرو په ترڅ کې د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د یهودانو نسل وژنه یوه “افسانه”  “دروغ” او د یو ډول “نفسياتي عملیاتو” په نامه جوړه کړه شوې سناريو بللې 

وه چې د اسراییلو د دولت د جوړولو لپاره يې لاره هواره کړه. 

د ايراني ولسمشر له دغو څرګندونو سملاسي وروسته آلمان ، متحده ایالاتو ، انګلستان او فرانسې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد لخوا هولوکاسټ يوه جوړه شوې سناریو بلل په کلکه وغندل.

جرمني دغه څرګندونې د ایران لپاره “شرمونکئ عمل” وباله او متحده ایالاتو ویلي وه چې ایران به نوره هم منزوي کړاى شي. د سپینې ماڼئ ویاند د ايراني ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ويلي وه چې “د هولوکاسټ انکار بې بنسټه، جهالت، نفرت زيږونکئ عمل ده او د داسې دروغو خپرول به ایران نور هم له نړۍ څخه ګوښه کړي.”

 د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په دغه تړاو د خبرو په مهال ويلي وه چې د احمدى نژاد دغه عمل باید په پراخه کچه وغندل شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت  د محمود احمدي نژاد 

څرګندونې “د نه منلو وړ او ټکان ورکوونکې بللې وې”

  د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلبنډ ويلي وه چې “دغه څرګندونې کرکه خپرونکې او حماقت ده”

نوموړي په نړيوالو غږ کړئ وه چې سخت غبرګون وښئ! 

متأسفانه چې مونږ لاهم د لويديځ په مکاريو نه پوهيږو. که هغوى مو ووژني، په سپيو مو وداړي، د ودونو او جنازو په مهال مو بمبارد کړي، د بمونو مور راباندي وازمويي، کورونه مساجد او مدارس مو کنډواله کړي، يوازې د ږيرې په ساتلو مو په ګوانتنامو کې کلونه کلونه د تعذيب، وحشت، اهانت او بربریت لاندې ځولانه کړي، نو يوازې له ترهګري سره د جګړې تر عنوان لاندې جواز د هغوى ټولو وحشتونو ته جواز ورکوي، ځان برئ الذمه ګڼي او مونږ ورڅخه د غرامت خو څه چې د پوښتنې حق هم نلرو. 

د اسلامي هېوادونو مشران هم قطعاً برئ الذمه نه دي مونږ ولسونه هم پړه يو چې له ورور سره دښمني له 

امله مو د دين او هيواد د دښمن په پښو کې اچولئ ده. متاسفانه اسلامي نړئ په ځانګړې توګه د ګاونډيانو زړونه لاهم زمونږ په وينه نه دي يخ شوي او نور اسلامي هېوادونه هم په خپل منځي شخړو کې نښتې دي. 

رسول الله ته د توهين او د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون لخوا دغه وحشت د بيان ازادي په کتګوري کې د توجیه کولو په تړاو د اسلامي هېوادونو د مشرانو پاشلئ غبرګون نه اغيزمن ده او نه هم بسنه کوي. د اسلامي همکاريو سازمان OIC تر چتر او مديريت لاندي اسلامي امت ته ددغه ډول ناخوالو او غميزو د تکرار د مخنیوي لپاره ګډ او اغيزمن دريز خپلولو ته اړتیا ده. 

انکار نه منونکئ واقعيت ده چې اقتصاد نن سبا د سياست او د ديپلوماسي د بريا لپاره د ملا د تير حيثيت لري او د فرانسې هېواد د اقتصادي زيان د منلو توان نه لري. تر هرڅه مهمه او اغيزمنه لاره داده چې اسلامي امت په ځانګړې توګه د منځني ختيځ او 

افريقايي اسلامي هیوادونه د فرانسوي توليداتو او مصنوعاتو له واردولو پيرودلو او کارولو سره په بشپړه توګه پريکون اعلان کړي. په دغه کار له يوې خوا فرانسه سخت اقتصادي زيان کوي او له بلې خوا ياد اسلامي هېوادونه يې متبادل اپشنونه لري او له ستونځو سره نه مخ کيږې. 

افراطيت په اسلام کې هيڅ ځاى نلري خو شک نشته چې کله کله د ځينو کړيو او حکومتونو د پاروونکو کړنو له امله عمداً د مسلمانانو جزبات را پارول کيږي. دغو پاروونکو کړنو ته د غبرګون په توګه ځينې مسلمانان د افراطيت لاره خپلوي، همدغه لاره د خپلې عقيدې د نجات لاره ګڼي او نتيجتاً په ترهګریزو اعمالو لاس پورې کوي. د داسې پيښو د مخنیوي لپاره اخري او تر ټولو مهمه د حل لاره داده چې اسلامي هېوادونه په دغه تړاو له اړينې لابي کولو وروسته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلئ په ناسته کې قرارداد وړاندي کړي چې اديانو او عقائدو ته توهین د بيان د ازادي له کتګوري څخه ووزي او ددغه عمل مرتکبين عدلي او قضايي ارګانونو ته راکش کړاى شي. 

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان 

7 COMMENTS

  1. د وحید ورور د لیکنی څخه په ډیری مننی سره:
    ځینی وخت یوه لیکنه خوږه وی خو سر لیک ئې ترِیو وی
    او
    ځینی وخت یوه لیکنه تُروه وی خو سرلیک ئې خوږ وی.
    د محترم وحید ورور پورته لیکنه له لومړۍ ډلی څخه شمېرل کیږی.
    خبره خو دا ده چی یوی ستری ټولنی ته توهین کول او سپکاوی په هیڅ قانون کی جواز نلری، دا چی توهین کړه سوی ټولنه پخپل منځ کی ژور اختلافات ولری دا به د توهین کوونکی د کړنی د جواز په معنی نه وی.

    • مننه غلام حضرت وروره!
      ستا دريز تأئيدوم، خو دلته ما د خپلمنځي اختلافاتو له امله يو څه احساساتي الفاظ کارولې تر څو نور دوستان د يووالى لپاره تحمل پيرزوونو او زغم ته را وبولم.
      مطلب مې داده چې داسې نشي کيداى چې هم سوال کوو او هم مو مرکب لغتې ووهي.
      مننه.

  2. یوه وړه یادونه:

    لیکوال ښو ټکیو ته د لوستونکو پام را اړولی، لیکن نوشته یې توشپلې او یو نیم ځای ګونګه او متناقضه ښکاري.

    د احمدي نژاد د ادعا کارونه منحیث د یوه دلیل، فکر نه کوم چې ښه استدلال دي و بلل شي. ځکه هغه پخپله افراطي و، لږ هم نه بلکه تر بل هر چا زیات.

    بله خبره داچې که دامنو چې پر وردګار رب العلمین دی، نو موږ د کوم دلیل له مخي کابو اته ملیارډه انسانان په کفارو او مسلمانانو سره ویشو، ګته یې مسلمانانو په تیره بیا و افغانانو ته څه ده؟ او هغه هیواد را وښیه چې هلته دي پنځه وخته اذان نه کیږي. د همدې فرانسی ۸ سلنه و ګړي مسلمانان دي او په لسګونو مسجدونه ورکې ودان دي.

    دریمه خبره داچي ګمان نه کوم چې غرب ته مهاجر شوي افغانان دي ټول د فقر او لوږي له ویري له وتنه وتلي وي او یادي د نارواوو په ترڅ کې صرفه تر لاسه کړي، د وطن سره د میني ټیسټ چا، چیري کړی دی چې په وطن کې میشت افغانان یې وطنپال او هغه نور وطن پلوروکي ثابت کړي وي!

    وروستۍ هغه مې داده چې زموږ په هیواد کې جګړه له هماغه پیله لا استخباراتي وه، د نورو هیوادونو له کورنیو کښمکښونو سره توپیر لري. که موږ سره ونه جنګیږو، هیڅوک مو نه شي سره جنګولای.

    والسلام

    نو له قلم سره احتیاط ښه ده،

    • ستومان صاحب محترمه سلامونه مې ومنئ
      ستاسو نيوکه په سر سترګو. زه هم احمدي نژاد افراطي شخص ګڼم. يوازې ددې لپاره مې د هغه نوم ياد کړي ده چې که ستاسو ياد وي نړئ د نوموړي په خبره دومره سخت غبرګون وښود او د بيان ازادي يې نه ګڼله چې د نوموړي د وينا له متن څخه هالوکاست ته د افسانې خطاب کولو الفاظ حذف شول او د ملل متحد په ريکارد کې ثبت نشول.
      بيا هم مننه

  3. بیا هم مننه وروره
    د غرب فریب او منافقت ځینی ښه مسلمانان تیراستلی او نور یی جنت بولی. همیش هلته زغلی او بیا نو هلته یا خو خیرات خوری او یا د بیعزتی ژوند کوی. په تیرو ورځو کی می د فرانسی هغه ملا ته کتل چه په شرمنده سترګو یی دغرب دلوی تبعیضی فاشیست مکرون د پالیسی تایید کاوو او دهغه د اسلام د سپکاوی یا منلی وو او یا له ویری یی تائید کړی وو. خو دا چه دی ملا وو نو ښه پوهیده چه د هغه عمل په درواغو ولاړ وو. دوی پوهیده چه د فرانسی هغه مسلمانانو چه ددوی پلرونو د فرانسی په جنګونو کی د فرانسی لپاره جنګ کړی وو بیا هم د یوه سپین(؟) فرانسوی په توګه پوره حقونه نلری. دی پوهیده چه د فرانسی لسمه برخه څومره اقتصادی مشکلات لری. دی پوهیده چه د مسلمانو د جګ شمیر سره سره بیا هم دوی په دولت کی برخه نلری، دوی ته دنوی جماتونو اجازه نه ورکوی. دی پوهیده چه د ده د دین په خلاف د دوی حکومت په څومره شدت تبلیغ کوی او غواړی چه یو مسلمان د فرانسوی اسلام منلو ته مجبور کړی.
    البته هغه کسان چه په مادیت باوری دی نو هغه خو خپله له مکرون نه افراطی دی او ښه او یا بد یی منی. دا پدی دلیل چه دوی غرب انتخاب کړی او هلته ژوند کوی نو د غرب بیعزتی د ځان بولی. کنه دوی پوهیږی چه ځینی نسبتا ښه دولتونه دهغوی له زامنو نه د یوی نمونی په توګه په داخلی سیاست کی استفاده کوی او چه وخت راسی نو بیا یی د مسلمانو د تسخیر او توهین لپاره په وظیفو ګماری. هغه زامن چه اسلام عملی کوی یا خو تر تعقیب لاندی دی او یا د نورو په څیر په یوه نامه او یا بل په جیلو کی اچول سوی.
    د مسلمانو د خپلو دولتو نه هغه کسان چه نوم یی مسلمان وی خو په واقعیت کی له اسلامه تښتیدلی وی او یا اقتصادی ګټو ته اهمیت ورکوی دوی مطرح ندی. هغوی د اصلی ځای ضایعه ده چه د هغه ځای خکومت ناکام دی چه خپل خلکو ته په اسلام کی ښه تربیه ورکړی او یا د هغوی لپاره د هغوی له خوښی سره د ژوند برابر کړی. د دی دولتو خلک په اسلامی وحدت باندی معتقد او په غرب کی د میشت مسلمانو په درد غمشریکی ښیی او بل په خپل دین باندی غیرت کوی. هغوی د خپل حکومت د ناکامی دریځ وینو او هغه خلا ډکوی کومه چه د دوی حکومت باید کړی وای.

    • ثابت صاحب محترمه سلامونه مې ومنئ.
      الله مو ژوندي اباد او روغ رمټ لره. يقيناً مو له تبصرې څخه لذت وړم. ټولې خبرې مو تأئيدوم

  4. سلام
    ښاغلی لیکوال زما هدف له تبصرې نه مسابقه او سیالی نه ده او نه کومه بله ستونزه . تبصر کونکو دادب او اخلاقو په چوکاټ کې خپل نظرو نه تاسره شریک کړی زه یی بیا نه تکراروم . زه به تاسره دفرانسویانو په کرکه باندې ، اسلامی امت ، نیابتی او استخباراتی ټکو باندې ډېره لنډ ه رڼا واچوم.

    فرانسه وروسته له انګرېزانو په اروپایې هېوادونو کې دوهم هېواد چې له مسلما نانو څخه کرکه لری او دښځو دحجاب لېرې کولو کې تر اخرې درجې مقاومت وکړ چې بندیز ور باندې ولګوی خو الله ج وشرمول او بریالی نه شول.
    تاسې قاضی یاسر ته غوږ ونیسی چې نوموړی دقرانی اعجازو ،اخلاقو ،کراماتو اوبشړه اګاهی په هکله څه وایی دلته اصلا دمعرفت او پېژند ګلوی خبره ده که دې دو کلیمو ته موږ دالجبر له زاویې وګرو دیوې سترې معادلې مفهوم لری (امت) (اسلام) له بده مرغه عیب چېرې دی موږ:
    اسلام ندارد بذات خود عیبې
    هرعیب که است در مسلمانی ماست
    دلته استعمار او استعباد موږ خبله کور ته راوست .ددغو تولو وسایلو او ابزارو ملاک څوک دی څوک د هغو به سرو لمبو سوزول کیږي؟
    ستومان ښه خبره کړې ده هغه داچې : که موږ په خپلو کې شخړې ونه کړو بل څوک مو څنګه جنګولی شی؟ فلهذا د استخباراتی او نیابتی خبره پلمې او بهانې وځی او بې مفهومه کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب