پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېپه قطر کې د طالب مشرانو پانګونه

په قطر کې د طالب مشرانو پانګونه

عبدالمنان توحیدیار

د ملي امنیت مخکیني رییس رحمت الله نبیل د موثقو سرچینو له قوله لیکلي چې د طالبانو سیاسي مشران په قطر کې له قطري او امریکايي چارواکو سره په ډیلونو بوخت دي.

مالومات ښيي چې د قطر هېواد د افغانستان د معدنونو د چور کولو لپاره د طالبان د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره معامله کړې، ملا برادر ته یې یو میلیارد ډالر ورکړي چې خپلو تر لاس لاندې او نږدې کسانو ته یې ورکړي چې په افغانستان کې د قطر برنامه تطبیق کړي.

دغه راز انس حقاني او ځینو نورو طالب مشرانو ته هم د قطر هېواد کورونه، موټرې او نغدې پیسې ورکړي چې څنګه کولی شي په افغانستان کې د قطر د ګټو لپاره خوندي سیمه رامنځ ته کړي.

د قطر سیاسي طالبان چې ځینې یې په دې معامله کې شریک نه دي، هغوی ته خبرداری ورکړل شوی چې که یې مخالفت وکړ او یا یې دا موضوع رسنیزه کړه، نو د قطر شورا له غړیتوب به یې وباسي.

دغه راز د رحمت الله نبیل په مالوماتو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له معاملې او پانګونې هم پرده پورته شوې چې د قطر له یو شرکت یې کړې ده.

طالب مشرانو له افغانستان څخه قطر او له قطر څخه افغانستان ته د پيسو د لیږد لپاره یوه خیره ټولنه هم پيدا کړې چې له افغانستان سره د مرستې په نوم به پيسې انتقالوي او بیا به یې هدفي کسانو باندې ویشي.

تراوسه د طالب مشرانو له دې معاملو د طالبانو وسله وال خبر نه دي،خو ځینې قومندانان خبر دي چې قطر کې د سیاسي دفتر په نوم یې طالب مشران په څه بوخت دي.

طالب مشران چې سوله او جګړه کې خپل راتلونکی تیاره بولي، هڅه یې دا ده چې د راتلونکي او دغه راز د اولادونو او کورنۍ لپاره یې یو داسې ژوند برابر کړي چې تضمین وي.

په همدې تړاو فردي ډول باندې هڅې کیږي چې د طالبانو هر سیاسي مشر له یو هېواد او یا کمپنیو سره ډيلونو وکړي چې پيسې ترلاسه او خپل ژوند پرې جوړ کړي.

د طالبانو سیاسي مشران باور لري چې جنګي قومندانان یې په خپلو ګټو بوخت دي، د خپلو ګټو لپاره جګړه کوي، نو له همدې کبله قطر کې د مذاکراتو پر ځای د خپل راتلونکي غم اخیستي او افغانستان کې یې د جګړې په اور کې وسوځو.

دا هغه معاملې دي چې پرده ترې پورته شوې، تر دې وړاندې هم تاسو اوریدلي چې ملا اختر محمد منصور جایدادونه او پانګه په پاکستان کې کنګل او لیلام شوه.

دغه راز د طالبانو اکثریت مشران او قومندانان پټې معاملې لري چې وسله وال یې ترې خبر نه لري، که وسله وال یې له دې معاملو خبر شول، یوه ورځ ورسره هم جګړه نه کوي، طالبان د جګړې لپاره غریب خلک قرباني کوي او بیا پرې خپله پانګونې کوي.

3 COMMENTS

  1. انتقادي یادښت:

    لیکنه مې تر پایه ولوسته د کره توب او ناکره توب په تړاو یې بحث نه کوم، نه یې هم په لیکنه کې د تکراري خبرو اړول او را اړولو ته تم کیږم.

    زما له نظره مهمه نه ده چې د امنیت پخواني کور ناستي مشر پر چا څه ډول تور لګولی او موخه یې د خپل ځان مشهورول دي که د طالب را پرزول.

    بلکي مهمه داده چې د همدې تور د منلو او یاهم د طالب د دوست او مخالف د قانع کولو لپاره د متن کښونکی څه ډول دلایل او شواهد راوړي. یا هم ( relevant ,significant) یې څه دی؟؟ او په کوم طرز یې بیانوي. په بله وینا لیکونکی د لوستونکي لپاره ځان طرف ښوولی یا نا پېیلی.

    تجربه ښیې هغه تورونه چې ذهنې، نامدلل او له شواهدو پرته پر اشخاصو یا ډلو واریدیږي، ددې پر ځای چې تاوان ورته پیښ کړي، په ګټه یې تمامیږي، ځکه بل ځل که تور یا ادعا عیني هم وي، لوستونکې شک کوي.

    که لیکونکی و پوښتل شي، چې د افغانستان د امنیت اداره له ټولو امکاناتو سره سره معلومات نه لري، خو په کور ناستی رحمت الله نبیل په جریان کې دی، ځکه (( موثقي سرچینې)) ور سره په رابطه کې دي.

    دا ډول سرچینې د خدای د رضا لپاره چاته اطلاع نه ورکوي. نو نبیل خان دغه امکانات له کومه کړل؟ په بله وینا هغه څه چې یوه دولتي اداره نه شي معلومولای ده په یوازي سر له کابله څرنګ معلوم کړل؟

    خو که د ګمان او حدس تر کچي معلوماتو پر بنیاد لیکنه کښل شوې وي، بیا خو نو پر قرآني ایت برسیره نړیوالو اصولو پر بنسټ هم د ګمان له مخي د یوه سړي له خولې پر زیاتو کسانو تور لګول جایز نه دي، البته زما لپاره دا مهمه نه ده چې مخاطب څوک دی، بلکې د خبر سوچه توب او ناپېیلوب تا پام اړول پکار دي.

    ښه به وای که شواهد د لیکني ضمیمه وای. البته ادعا په شواهدو کې نه شو حسابولی. نامعلومه سر چینه هم همداسي در واخله.

    کمزورې ادعا نه یوازي د لیکونکي حیثیت ته تاوان پیښوي بلکې د تاند و اعتبار ته هم زیان اړولی شي. یوه یې هم د تاند د مینه والو ارزو نه ده.

    والسلام

  2. مونږ هر سیاسی څیره د شک وړ بولو که څه هم د قانون لمخی هر شخص برئ الذمه دی ترڅو جانی نوی ثابت سوی.
    خو بیاهم که قراین وګورو نو د تالب نه زیات د محب په هکله شک دی. دا چه دواړه طرفه شکمن کسان وی، نو که د یو بل په ضد ادعاء وکړی نو هغه ثبوت ته ضرورت لری.
    داسی لیکنی د امریکایانو د عراق د جنګ نه مخته امریکایی ورځپاڼو خپری کړی وی. هغه بیا وروسته د یو ملیون مسلمانو په مرګ تمامی سوی خو حقیقت پیدا نسو.
    د نبیل (؟) خبری یوازی پروپاګند بللای سو، نور نه.

  3. چنداني خوند يې نه دی په کړی…
    دا ډول بې اساسه تورونه زه هم لګولای سم، البته په ښايسته الفاظو…. خو په چا به يې منې؟

    ښه به دا وي، چي هر څوک هر څه لري، له ثبوت سره يې وړ اندي کړي، متأسفانه نبيل هر وخت بې ځایه تورنه لګوي، خو تر نن پوري يې ثبوت نه دی وړاندي کړی…. د نبيل او زما هیڅ توپير نسته، خو زه کېدای سي تر ده سم تورونه ورلګولای سم…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب