شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپوځي شنونکي: کمزوري حکومت او ناکامو پلانونو جنایتونه ډېر کړي

پوځي شنونکي: کمزوري حکومت او ناکامو پلانونو جنایتونه ډېر کړي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۲) په کابل او نورو ولایتونو کې د وسله والو غلاوو او جنایي جرمونو له ډېرېدو سره هممهاله د امنیتي چارو شنونکي وايي چې د حکومت امنیتي ادارې کمزورې او پلانونه یې ناکام دي.

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي میثاق له لارې د غلو او جنایتکارانو پر وړاندې د اقدام خبره کوي، خو پوځي کارپوهان وايي چې دغه ډول پلانونه ناکام دي او په هېواد کې د وسله والو ملېشو د پیاوړتیا او بې نظمۍ سبب ګرځېدلي.

د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وایي حکومت دې د دغه ډول ملیشو د جوړولو پر ځای خپل قوانین عملي کړي او په وینا یې که امنیتي ادارې په خپلو چارو کې رښتینې او ژمنې وي نو په هېواد کې د هر ډول جنایت د مخنیوي امکان شته دی.

امرخېل دغه راز وایي چې د امنیتي میثاق تر عنوان لاندې د ملیشو جوړول په نړۍ کې ناکامه تجربه ده چې په افغانستان کې به هم د لا خپلسریو سبب شي.

امرخېل دغه راز وایي چې د کورنیو چارو وزارت رهبري ناکامه ده او د حکومت مشران هم په یوه خوله نه دي او په دې نه دي بریالي شوي چې پیاوړی مرکزي حکومت جوړ کړي څو د هر ډول ورانکارۍ او جنایت پر وړاندې یوه خوله وي.

د ده په خبره په امنیتي ادارو کې مداخلات روان دي، چارواکي یې د پلانونو په طرحه کولو کې ناکام دي، د مجرمینو پر وړاندې جدي اقدام نه کوي او دا هر څه ددې لامل شوي چې نا امنۍ پراخې شي.

هغه د کورونا په بهانه د سلګونو جنایتکارانو خوشي کول هم ستره تېروتنه بولي او په خبره یې دا هر څه ددې سبب شول چې کابل ښار کې وحشت او وېره خپره شي او د لسګونه هېوادوالو ژوند ته خطرونه جوړ شي.

1 COMMENT

  1. د ده په خبره په امنیتي ادارو کې مداخلات روان دي، چارواکي یې د پلانونو په طرحه کولو کې ناکام دي، د مجرمینو پر وړاندې جدي اقدام نه کوي او دا هر څه ددې لامل شوي چې نا امنۍ پراخې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب