سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهعبدالله: ښایي طالبان د راتلونکي حکومت په تشکیل کې د پام وړ...

عبدالله: ښایي طالبان د راتلونکي حکومت په تشکیل کې د پام وړ نفوذ ولري

تاند (یکشنبه د میزان ۲۰) عبدالله عبدالله وايي، ښایي طالبان د افغانستان د راتلونکي حکومت په تشکیل کې د پام وړ نفوذ ولري.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هند ته د خپل سفر پر مهال په نوي ډیلي کې له اسوشیټډ پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې دا څرګندونې کړي دي.

نوموړي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل کېدای شي پر وضعیت ناوړه اغېز ولري.

د هغه په وینا په راتلونکي حکومت کې د طالبانو تشکیل به د هېواد په خیر وي، ځکه افغان دولت به له هغه وروسته له نورو هېوادونو سره هم اړیکې جوړې او پیاوړې کړي.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، په هېواد کې سراسري اوربند اړین دی څو نړیواله ټولنه وکولی شي په افغانستان کې کلیدي مسائلو لکه فساد، د نظامي بودجې کمښت او نورو ستونزو ته په اسانۍ رسېدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالټرمپ اعلان وکړ چې تر راتلونکي کریسمس پورې به په بشپړه توګه خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب