نن د اکتوبر پینځم ، د ښوونکي نړیواله ورځ ده ددې ورځې په رارسیدو د نړۍ خلک د ښوونکي مقام ته د احترام سر ټیټوي او ستاینه او درناوی يې کوي.
له بده مرغه زموږ هیواد د تیرو څه کم پنځوسو کلونو راهیسې ددې پریښتې او د خدای پر مځکه د خدای پیژندلو د رڼا خپرونکې هستۍ لپاره تر ټولو زیات خطرناک او ویرجن ثابت شوی.
زموږ په هیواد کې د – جهاد افغانستان دفاع پاکستان – پیل د ښوونکي له وژلو او د ښوونځي له سیزلو شوی او تر ننه د جنډې د رنګ په بدلیدو را بدلیدو په هماغه ماهیت او هماغو موخو ته د رسیدو په طرف ښه په درز کې روان دی.
طبیعي خبره ده ، څومره چې ښوونکي وژل کیږي او هر څومره چې ښوونځي سیزل کیږي په هماغه اندازه ددې جهاد ورشو پراخیږي او د سربازګیرۍ مارکیټ يې پراختیا مومي ، ددغه جهاد د سونګ خس او خاشاک په هغه ټولنو کې پریمانه وي په کومو کې چې ښوونځی د کفر د خپرولو مرکز او ښوونکی کافر باله شي.
دا دواړه چارې یوه بله په غیر مستقیم تناسب تقویه کوي پدې معنا چې هرڅومره چې ښوونځي ویجاړ شي او ښوونکي ووژل شي په هماغه اندازه د خدای د دین (؟) پتنګان او د – جهاد افغانستان دفاع پاکستان – سرتیري زیاتیږي او د مجاهدینو د مشرانو تجارتونه وده کوي او مخ په بره درومي.
خبره مې د ښوونکي د ورځې په مناسبت شروع کړې وه ، صحيح ده چې مونږ لا تر اوسه ددې توان او وسه نده موندلې چې د هاغه ښوونکي د مسخ کوونکي او قاتل ګریوان ته لاس ورتېر کړو کوم چې له ننه اته څلوېښت کاله پخوا ددې خاورې بچو ته د زده کړې په جرم د کفر په کاذب اتهام او د پنجاب د مفتیانو په فتوا د چرګوټي په شان حلال شو ، او نه مو هاغه مجرمين له ورمیږه را ونیول چا چې له ښوونکي ، پزه ، غوږ ، ژبه ، لاس او پښې پرې کړې او د ژوند تر پایه يې د بشري ټولنې له ناستې او ولاړي محروم کړل.
سربېره پر دې موږ په دې هم پوهیږو ، ګورو او وینو چې هماغه مشهود او معلوم الحاله مجرمین نن سبا څومره په ناز او نخرو د حکومت د اوږو د پاسه ناست دي ، څومره باجونه او منصبونه ورکول کیږي او نور هم غښتلي کیږي.
زما په اند زموږ په هیواد کې د ښوونکي د ورځې د لمانځلو غوره بڼه به دا وي چې موږ د مبارکیو او سلامتګیو پر ځای او یا د هغې تر څنګ د هاغه ښوونکو مظلومیت هم هیر نه کړو کوم چې ددغه شیطاني او دجالي شبکې د ظلم ښکار شو او ددې مظلوم ملت بچیو ته د څو ټکو د ښوولو په تور د بشر د تاریخ په تر ټولو بدرنګو طریقو د ژوند له حقه محروم شول.
حکومتونه ضعیفه او مصلحتي کیدلای شي چې ددغې ضعف او مصلحت جوېۍ په نتیجه کې مجرمین بیا د زور او یا ګواښ په مټ ځانونه سپینولای او په حکومتونو منلای شي خو ټولنه باید د ټولنوالو ښه او بد په خپله حافظه کې خوندي وساتي او د عدالت تر ترسره کیدو پورې د مجرم سره په ټولنیزه کچه لږ یا ډیره کرکه او نفرت ژوندی وساتي چې دا پخپله د مجرم لپاره روحي او رواني عذاب جوړولای شي او هم د وخت په تیریدو د مجرم د مخ سپینیدو او نورو جرمونو ته د هغه د اقدام کولو مخه ډب کولای شي.
نو راځئ چې د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت ددې ژمنه وکړو چې موږ د ښوونځي ویجاړوونکی او د ښوونکي قاتل نه دی بخښلی او هیڅ کله به یې وه نه بخښو ولو که زر ځله هم د خطیبانو او واعظینو په جامه کې پټ او د مفسرینو په جامه کې راښکاره شي.
سانفرانسِسکو – کلیفورنیا