پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهولسمشر ټرمپ او مېلانیا ټرمپ په کرونا ناروغۍ اخته شول

ولسمشر ټرمپ او مېلانیا ټرمپ په کرونا ناروغۍ اخته شول

تاند – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ په کرونا وایرس اخته شول.

ولسمشر ټرمپ دا خبر د جمعې په سهار د ټوېټر له لارې اعلان کړ.

سي اېن اېن نړۍ وال تلوېزیون په خپل وېب سایټ د ټرمپ له قوله لیکلي، «نن شپه زما او د امریکا د متحده ایالاتو د لومړۍ مېرمنې د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت راووت. مونږ به ژر خپل قرنطین او د بیارغېدنې بهیر پیل کړو.‌ دا کار به مونږ دواړه یوځای وکړو.»

د متحده ایالاتو د ولسمشر معالج د سمندري ځواک قوماندان ډاکتر سین کونلي خواوشا ۱ بجه یو یادښت خپور کړ چې په کې یې لیکلي وو چې هغه د شپې ناوخته د مثبت ټېسټ خبر ترلاسه کړ.

ډاکتر سین ویلي چې د ولسمشر او لومړۍ مېرمنې دواړو حالت ښه دی او نوموړی به یې په خپله روغتیایي حالت له نژدې څخه څاري.

دا له لسیزو راهیسې د یوه پر واک ناست امریکایي ولسمشر تر ټولو ګواښونکې ناروغي ده چې پرې اخته کیږي، او کېدای شي دا د ټرمپ په انتخاباتي سیالیو باندې هم مستقیما اغېز وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب