Homeخبرونهځايي خلک: د ننګرهار په شېرزداو کې یو شمېر سوداګرو جګړه توده...

ځايي خلک: د ننګرهار په شېرزداو کې یو شمېر سوداګرو جګړه توده ساتلې

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې جګړه د شخصي ګټو لپاره توده ساتل شوې ده.

ددې ولسوالۍ د ځايي خلکو په خبره د شوکاڼي سوداګر طالب جنګیالیو ته جنګي تجهیزات او ځيني اړین توکي اخلي او بیا د همدې مرستو په بدل کې د ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر حکومتي تاسیساتو جګړه کوي.

د دوی په خبره، سوداګر ځکه دا کار کوي چې په دې سیمه کې د شوکاڼي د ډبرو کان د دولت لاس ته ونه لوېږي.

دوی وايي ولایتي اداره په دې کار خبره ده، خو تر اوسه یې عملاً کوم اقدام نه دی کړی.

په ورته مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د یادې سیمې د خلکو اداعاوې تایید کړي او ویلي یې دي هڅه کوي چې ددغه کار مخه ونیسي

د وروستیو راپورونو له مخې ویل کېږي، د دولت ضد مخالفین زیات عواید له غیرقانوني کان کیندنو او د نشه یي توکو له قاچاق څخه تر لاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...