Homeخبرونهقزاقستان: د افغانستان سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې

قزاقستان: د افغانستان سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) قزاقستان په افغانستان کې له پنځه زره سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده.

د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې دغه هېواد له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو په لړ کې تازه له هغه پنځه زره کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو مرستې کړې چې د وروستیو سیلابونو له امله ځپل شوې دي.

قزاقستان ویلي چې دوی به له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو بشر دوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.

دوی دغه راز له افغانستان سره په بیلا بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

قزاقستان داسې مهال دا مرسته کوي چې څه موده وړاندې د افغانستان بیلا بیل ولایتونه د سختو سیلابونو له امله وځپل شول او ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...