Homeخبرونهد بدخشان د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) ځايي چارواکي وايي د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن عبدالظاهر له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وايي طالبانو تېره ورځ سهار نهه بجې ددغه ولایت کوهستان ولسوالۍ برید وکړ چې د شپې تر دولسو بجو یې دوام درلود.

د روحاني په خبره، په دغه برید کې د کوهستان ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون دوه پولیس هم وژل شوي دي.

د ثناء الله روحاني د معلوماتو له مخې په دې برید کې څلور طالب جنګیالي هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...