سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاسلامسوچه" اسلامي حکومت که د مدینې جمهوریت"  

سوچه” اسلامي حکومت که د مدینې جمهوریت”  

د دوکتور زمان ستانیزی لیکنه

په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د لوړو مطالعاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد

بنی آدم د خدای خلیفه دی او د خدای حاکمیت د استخلاف د اصل له مخی انسان ته منتقل شوی. ددغه استخلاف د مسؤلیت د ادا کولو لپاره انسان ذاتاً  آزاد خلق شوی او آزاد فکر کوی. له دغی آزادی او اختیار نه پرته د خپلو اعمالو مسؤلیت نشی قبلولی. څنګه چې د انسان اراده حاکمیت لری او اراده له آزادی پرته معنا نلری، نو ځکه د انسان په د آزادی تحریم وضع کول د انسان کرامت ته سپکاوی دی- وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ.

خدای انسان آزاد پیدا کړی څو په خپله خوښه او اختیار خدای ولمانځی ځکه یې د دین په امورو کې جبراو اکراه حرام ګرځولی (قران ۲:۲۵۶). د قران ددغه صریح حکم د اطاعت په سبب څوک باید د قمچینو په زور عباداتو ته مجبور نشی، د خلکو پر مدني آزادیو تحریمات و نه لګول شی، نارینه او ښځی په عام محضر کې د «شرعیت» په نامه بی حرمته او بی عزته نشی، او د «امت وسط» (قران ۲:۱۴۳) تعریف باید افراط ته و نه لېږدول شی.

په ابراهیمي ادیانو کې د محمدي اسلام یو امتیاز دا و چې د خدای او بنده تر مینځه هیڅ راهب، پاپ، اسقف، کشیش، او ربای ته ځای نه دی ورکړ شوی. خو اوس زموږ دیانت مداریان سیاست مداریان شوی او د مسحیت د پاپ په څېر یې د خدای او بنده تر مینځ ځای پیدا کړی. حال دا چې په قران کی په هیڅ آیت استناد نشو کولی چې خدای دې د دیانتي نظام پر جوړولو حکم کړی وی. داسی تاریخي اسناد هم نشته چې حضرت محمد (ص) دې په مدینه کې دیانتي نظام جوړ کړی وی.

دیانتي نظام

د دین او دولت اصطلاح معمولاً هغه سیاسي نظام ته اطلاق کېږی چې دیانت له سیاست سره ممتزج او یوځای شوی وی. په داسی یو سیاسي نظام کې قضایي، تقنیني، او اجرایي قواوې د خاصو اعتقاداتو او تعابیرو پر بنا تنظیم کېږی، د حکومت سیاسي کړنلار، قانوني ضوابط او احکام د یو آسماني کتاب په اساس عیارېږی او متعهد اعتقادی کدرونه په اجرایي دستګاه کې د دغو عقائدو د تحمیل له پاره استخدامېږی. په دیانتي نظام کې د خدای حق او د بنده د اطاعت اصل ته سیاسي رنګ ورکول کېږی او داسی توجیه کېږی چې حکومت حق لری او خلک یوازی مسؤلیت.

سیاسي اسلام، لکه سیاسي مسیحیت یا سیاسي هندویزم یو خاص دیانتي کړنلار په سیاست کې پلی کوی. د بل هر حکومت په څېر د قدرت د تصاحب انحصار په یو ډول توجیه کوی- دلته د دین په نامه. د «وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى» (انعام ۱۶۴) اصل چې قران څو ځله د هغه په واسطه مسؤلیت انفرادی ګڼلی، نه جمعی، نور مورد نلری.  په یو افراطی اعتقادی ذهنیت سمبال د قدرت خاوندان د خلکو ورځنی کړه وړه، اعمال او عبادات په خپل معیار تنظیموی او تحمیلوی. د خدای د آستازی د نمایندګۍ اصل چې علما یې به دینی امورو کې خپل نمایندګان ګڼلی و، دلته د دیانت له قلمرو نه د سیاست دنیا ته را کشول کېږی.

عُرفي نظام

د تشکیلاتو له مخي په یو عرفي نظام کې د قواو تفکیک، د قضایه قویې استقلال، د زعامت کفایت، د صلاحیتونو محدودیت، د خلکو د مدني حقوق، آزادی، او مساوات تضمین شوی وی. قوانین او لوایح د ټولنی له اعتقاداتو سره په توافق کې مدني حقوق او آزادی تضمین کوې او مسؤلیتونه تعینوی. د ټولنی غړی په انفرادي یا ډله ایزه توګه خپل عبادات او رسوم په خپله اراده او اختیار پرځای کوی. حکومت په دې مواردو کې تسهیلات برابروی، خو د هغو تطبیق د حکومت کار نه وی. د هغه پر ځای حکومت د سیاسي استقرار، اقتصادي پرمختیا، اجتماعي سوکالۍ، او د ټولنی د هوسایۍ او آرامۍ د نورو ضرورتونو د رفع کولو مسؤلیت په غاړه اخلی. په عرفي نظام کې خلک حق لری او حکومت  مسؤلیت لری، پرته له دې چې حکومت د خدای او بنده تر مینځ د مداخلی حق ولری.

سیاست مداریان د دیانت مداریانو په شان خپلی ګټې د خلکو د ګټو په ډول توجیه کوی او د تعقل او استدلال پر ځای هسی د شعارونو له لاری د خلکو پر احساساتو لوبی کوی. خو دا چې ددوی سیاسی کړنلار تقدس نلری، خلکه ازادانه پر هغو اعتراض کولی شی.

په افغانستان کې خلک له دموکراسي او سکولریزم سره په ماهیت کې مخالف ندی، خو د دغو سیاسي اصطلاحاتو د پردیتوب او غربیتوب په سبب حساسیت ورسره ښیی. حال دا چې د مدني حکومتداری دغه خصلتونه د اسلامي ثقافت او فرهنګ میراث دی چې غربیانو د ولسمې پېړۍ د تنویر په عصر کې له مسلمانانو نه تقلید کړل او آسمانونو ته وختل. مقابلتاً مستولي دیانتي ذهنیت د «اسلام» کلمې ته یو ډول تقدس قایل دی او فکر کوی چې هرشی چې اسلامي وی هرومرو باید ښه وی او د خدای او رسول رضا په کې حاصله وی. آیا دغه نظر د «اسلامي حکومت» په مورد کې هم صدق کوی؟

د دیانتي حکومتونو تاریخ

د دیانتي حکومتونو تشکیلول د اروپایانو رسم و. کله چې د بیزانس قیصر کونستانتین مسیحي شو، فرمان یې صادرکړ چې د بیزانس یا شرقی روم ټول رعایا باید مسیحیت ومنی. وروسته په غربی روم کې پاپ د رقابت له مخی عین کار وکړ. ‌ په دې سبب په اروپا کې غیرمسیحي خلک یا جبراً مسیحي کړی شول یا له اروپا نه وایستل شول. غیرمسیحي خلکو ګاونډیو اسلامي ټولنو ته پناه یوړه ځکه هلته د رسول اکرم (ص) د سنت له مخی عرفي/مدني حکومتونه یا د خلافت په نامه یا د سلطنت په نامه مسلط و چې اوسېدونکو یې مذهبي آزادی درلوده او مذهبي اقلیتونو لکه یهودانو، ارمنیانو، یزیدیانو، آشوریانو، مسیحیانو، دروزیانو، قبطیانو.… او نورو آزاد ژوند کاوه.

برسیره پر دې اسلامي حکما او فقهاو چې متعقد و په اسلامي سیاسي تفکر کې د انسان اراده حاکمه ده، د سیاسيونو په مقابل کې یې مقاومت وکړ او د دین او دولت له ادغام نه یې مخنیوی وکړ. امام ابوحنیفه د عباسی خلیفه منصور زندان او شکنجی و منلی، خو د خلیفه هغه غوښتنه چې حنفی فقه دې د عباسی خلافت په ټول قلمرو کې د یوازنۍ رسمي فقهی په توګه ومنل شی، رد کړه. البته د دغو غښتلو فقهاو تر څنګ ځینې «عالمان» و چې د سیاست په ډګر کې استعمال شول، خو په مجموع کې په اسلامي نړی کې د اروپا په شکل د دیانتي استبدادي او اختناقي حکومتونو د را مینځ ته کېدلو مخنیوی وشو.

د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې اسلام د یو منسجم ضد استعماری مقاومت په توګه د سیدجمال الدین افغانی، سیداحمدخان سرهندی، محمد عبدالوهاب او نورو اسلام پالونکو مشرانو له خوا د سیاست میدان ته را وایستل شو او د یوې سیاسي اصطلاح په توګه د «پان اسلاميزم» په نامه و پېژاندل شو. د ضد استعماري پاڅون دغه غږ وروسته په غیرشعوري تقلید کې د اروپایانو د قرون وسطی د دیانتی ذهنیت بڼه پیدا کړه.

د زاړه استعمار له دورې وروسته حکومتونو او سیاسي جریانونو د «اسلام» اصطلاح د سیاسي مشروعیت په خاطر له خپلو رسمي نومونه سره ضمیمه کړه څو د یو شعار په توګه عامه اذهان تر تأثیرلاندی راولی. د اسلامي جمعیت، اسلامي حزب، اسلامي جمهوریت، اسلامي دولت، اسلامي حکومت… اصطلاحات داسی ذهن نشین شوی چې په مستولي سیاسي فضا کې حتا فاسدترین حکومتونه هم د «اسلامي» نومېدلو په سبب مشروع ګڼل کېږی.

د دنیایي دیانت د اعتیاد په دغه ډول فضا کې د تعجب ځای ندی چې ځینو ته مشکل برېښی تصور وکړی چې ګڼی حضرت محمد (ص) دې په مدینه کې یو مدني حکومت  تشکیل کړی وی. حتی د دغه سؤال مطرح کول خپلو اعتقاداتو ته سپکاوی ګڼی. ځکه دوی اسلام له ایمان سره مترادف ګڼی او د تېرو دوه پېړیو په سیاست کې د مذهبی قشر د فعالی ونډې په سبب د اسلامي حکومت نه پرته د کوم بل ډول حکومت تصور نشی کولای.

اسلام، ایمان، او امت

د اسلام د ظهور له وخته تر اوسه د اسلام، ایمان، او امت د اصطلاحاتو د مفاهیمو په استعمال کې د پام وړ تغیرات را مینځ ته شوی.

اسلام د سَلَمَ له مصدر نه اخیستل شوی چې په لغت کې د سولی او تسلیم معنا ورکوی خو په اعتقادی صبغه کې د خدای اردای ته د تسلیمېدلو مفهوم افاده کوی. که څه هم  د حضرت محمد (ص) د رسالت په وخت کې معمولاً اسلام او ایمان په مترادفه توګه استعمالېدل، خو له سیاسی نظره په دقیقه معنا او استعمال کې مسلمان هغه چا ته ویل کېده چې د مدیني د نظام په مقابل کې تسلیم شوی و او «اسلام یې راوړی» و. هغه چا چې په اعتقادی لحاظ  د حضرت رسول اکرم رسالت منلی و «ایمان راوړی» و او مؤمن ګڼل کېده. د «اسلام راوړلو» او «ایمان راوړلو» اصطلاحات هسې د تاریخ لیکونکو  قلمی سلیقه نه بیانوله، بلکه د کلام د متفاوتې قرینې مفاهیم افاده کوی. د مثال په توګه ابوسفیان مدیني ته راغی، توره یې د پیغمبر مخې ته کېښوده، له دښمنی یې لاس واخیست او«اسلام یې راوړ» یعنې مسلمان شو. خو ډېره موده وروسته کله چې یې ذهن اعتقادی تحول وکړ، د مکې د فتحې په روځ یې «ایمان راوړ» او هغه وخت مؤمن شو. په بل عبارت، ټول هغه خلک چې د مدینې نظام ته په سوله کې تسلیم شوی و مسلمان بلل کېدل، خو ضرورتاً په دې معنا نه چې هغو په قران ایمان درلود. په همدی ډول د «امت» اصطلاح اعتقادی اختصاص نه درلود او ټولو هغو خلکو ته اطلاق کېده چې ددغه نوی نظام پلویان و.

د تاریخ په اوږدو کې ددغو اصطلاحاتو د متفاوت استعمال په نتیجه کې عامه ذهنیت په دې باور شوی چې د مدینې د اسلامي حکومت تأسیس د یو دیانتي حکومت په مفهوم  د حضرت محمد (ص) ابتکار او یو محمدی سنت دی. تاریخ ددغه ذهنیت مغایر شهادت ورکوی چې د وضاحت لپاره یې د صدر اسلام سیاسي تاریخ ته یو کره کتنه ضرور ده.

حضرت رسول اکرم (ص) په داسی شرایطو کې یثرب ته هجرت وکړ چې هلته د اَوس او خزرج د رقیبو پرګنو او د نصرانی او یهودی قبایلو تر مینځ سیاسي کړکیچ روان و. ددغو سیاسي، قبیلوي، او مذهبي، متخاصمو ډلو د مشکلاتو د حل، د یوی سالمې هراړخیزې مصالحې، او د یو مدني دولت د جوړولو په مقصد رسول اکرم له مختلفو پرګنو سره «ميثاق المدينة» یا (دستور المدينة، صحيفة المدينة) طرح او توشیح یې کړ. دغه حکومت دیانتي حکومت نه و، بلکه یو مدني حکومت و نو ځکه د خپل مدني تشکیلاتي جوړښت په سبب مدینه و نومول شو.

۱- د خدای پیغمبر له ۷۶ پیروانو سره یثرب ته هجرت وکړ او د هغو جګړو د تلفاتو په نتیجه کې چې قریشو په هغو باندی تحمیل کړل د نفوس له نظره مؤمنان تر ډېره په اقلیت کې پاته و. دا چې ددغی کوچنی، بی وزلی، مهاجری ډلی اعتقادی اصول دې پر یو لوی سیاسي نظام حاکم شی لږ څه له امکان نه لری ښکاری.‌

۲- د بدر او اُحُد په جګړو کې د قریشو دعوا په اعتقادی لحاظ یوازی له مؤمنانو سره وه، د مدینې د میثاق له مخې د نورو ادیانو د پیروان ددغې مقابلی مکلفیت نه درلود. نو ځکه یوازی مؤمن مسلمانان د مدیني له ښار نه ووتل او له قریشو سره و جنګېدل. که چېری په مدینه کې په اعتقادی معنا اسلامي حکومت وای، نو یوازی مؤمنان نه، بلکه ټول ښاریان به یې په دفاع مکلف و.

۳- که چېری د مدینې حکومت له ابتدا نه په دیانتي معنا اسلامي وی، نو لازم و چې اجراات یې د قرانی احکامو په استناد شوی وی. خو هغه وخت د قران مدني آیات لا نه و نازل شوی، نو ځکه هغه نظام دیانتي نشو ګڼلی. د همدغه ضرورت له مخی د مدینې په میثاق اتکا کېده چې آسمانی کتاب نه و، بلکه یو سیاسي تړون و.

۴- د مدینې د میثاق په لمړی ماده کې د مؤمنانو نوم د مسلمانانو له نامه نه په تفاوت کې جلا ذکر شوی. دغه واقعیت وروسته په قرانی آیاتو کې په همدی توګه منعکس شوی او د مسلمان او مؤمن اصطلاحات په  تفکیک کې په ځانګړی توګه نازل شوی مثلاً «إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ» (احزاب ۳۵). قران په ډېر صراحت سره دغه تفاوت توضیح کوی: «قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا…»(حجرات ۱۴). «اعراب وایی: «مونږ ایمان راوړی.» (ای محمده) ورته ووایه چې تاسو تر اوسه ایمان ندی راوړی، خو داسی ووایاست چې مسلمان (یعنی تسلیم) شوی یاست.»

۵- هسی چې د ټول یثرب اوسېدونکی د مدینې د میثاق د تعهداتو پر بنا مسلمان ګڼل کېدل مګر دا چې د هغوی دیانتي هویت مطرح و، او ټولو د یو مدني قانون اطاعت کاوه، نو په معاصره اصطلاح مدینه یو جمهوریت ګڼلی شو. د میثاق دوهمه ماده هم دغه واقعیت تائید کوی چې د مدیني ټول اوسېدونکی (له اعتقادی هویت نه پرته) یو«امت» پېژنی، احتمالاً ددې په خاطر چې هغه وخت د ټولو ابراهیمی ادیانو قبله یوه وه.

۶- د دغه نظام په مدني چارو کې ټول اوسېدونکی د مدینې د میثاق تابع و، خو په دیني امورو کې یې خپلو آسماني کتابونو او دیني رهبرانو ته مراجعه کوله. په همدی سبب قران، پرته له هغو مواردو چې ټول بشریت د “يَا أَيُّهَا النَّاسُ” په عبارت توحید ته رابللی، په مدني آیاتو کې د مدینې مؤمنان عمدتاً د «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا…» په عبارت مخاطب کړی. (قران -۳:۱۳۰، ۵:۹۴، ۸:۲۴، ۸:۲۷،  ۹:۳۴، ۲۴:۲۱، ۲۴:۵۸،  ۲۲:۷۷، ۴۵:۳۰،  ۳۳:۹، ۴۹:۱۱…) ددغې ادعا د اثبات  لپاره تر ټولو معتبر دلیل همدا دی چې قران مسلمانان ندی مخاطب کړی. ځکه قرانی احکام یوازی مؤمنانو ته نازل شوی و. نو که د مدینې حکومت په دیانتي مفهوم اسلامی وای نو قرانی احکام به د مدینې ټولو اوسېدونکو ته نازل شوی و او پر هغو به تطبیق شوی و. نو ځکه د مدینې «اسلامي حکومت» د کلمې په معاصره دیانتي معنا اسلامي نه و.

کلونه وروسته د «امت» سیاسي اصطلاح د اعتقادی هویت رنګ واخیست او د «اسلام» او«ایمان» اصطلاحات له معرفت نه د اعتقادی هویت خواته و لېږدېدل او له یو بل سره په ترادف کې یې د دیانت معنا پیدا کړه. دغه معنایی انطباق او تعمیم باعث شو چې ځینې د تاریخ په اوږدو کې  د دغو اصطلاحاتو د معنا تغیر ته له پاملرنې پرته، د مدینې «اسلامي حکومت» په معاصره معنا یو دیانتي حکومت وپېژنی.

که څه هم د دغه نظام په مورد کې د «اسلامي حکومت» له اصطلاح نه کار اخیستل کېږی، خو په هغه وخت کې «اسلامي» اصطلاح ضرورتاً د اعتقادي هویت څرګندونه کوله. په همدې لحاظ د حضرت رسول اکرم (ص) له قیادت لاندی د مدیني حکومت یو دیانتي حکومت نه و، بلکه هسی چې د مدینې په مناسبه اسم با مسمی نومول شوی و یو مدني نظام و چې په معاصره معادله اصطلاح یې جمهوریت ګڼلی شو.

20 COMMENTS

  1. Now a days most of faith based politicians, their followers, enforcers and advocates in Afghanistan are playing politics by applying the edge of the sword as survival of the fittest.

    But then there are not much other option left, because most of them have no other marketable skills to utilize and make a living of. Sometimes, over production is more dangerous than under production.

  2. سلام زمان سیب مننه چه امریکایی اسلام مو توضیح کړی. د لیکو له ویلو وروسته معلومه سوه چه ستاسو د خبرو سر سم او لکی یی کږی دی. ټول قرانی ایتونه او احادیث مو له نظره نه دی تیر کیړی او د یو خارچینه مستشرق په توګه مو لیکلی. دا چه زه اوس او اینده دوی هفتی نور عاجل کارونه لرم وخت د ټکی په ټکی ردول او یا تصحیح کولو لپاره نلرم، اوس به صرف ستاسو د اولی فقری په هکله دا دریاده کړم چه د خبرو نتیجه مو ټیک نده.
    خلافت عدالت او عبادت ټولی هغه فریضی دی چه د انسانی کرامت سره باید یوځای وویل سی. که څوک مسلمان وی نو هغه ته خلافت د خدای او رسول په ارشاداتو کی دی نه د هوی او هوس سره سم نظریی ورکول او ستاسو له لیکنی همدا دوهم نظر ظاهر دی. قران مطلقه آزادی مسلمان ته نده ورکړی. مسلمانیدل د فکر په ازادی باندی متکی ده او کله چه څوک مسلمان سی بیا مطلقه ازادی نسته. که څوک مظلقه ازادی غواړی نو هغه باید په نره ووایی چه اسلام پریږدی او د خپل عمل نتایج ومنی. که نه چه په خوله مسلمان او په زړه کافر وی هغه ته منافق وایی او د مسلمانانو لپاره همداسی کسان تر ټولو زیات ورانوکی کارونه کوی.
    خلافت د خدای نیابت ته هلته ویل کیږی چه د خدای امر او نهی او مباح ومنی یعنی حقوق واجبات او او ازادی په ځای کړی. انسان د مباحو په مینځ کی ازادی لری او د امر او نهی نه سرغړول ممنوع دی. ستاسو لیکنه داسی فکر نښی نو ځکه امریکایی اسلام ورته ویلی سو. دا چه امریکا ځان په آزادی لیونی بولی ایا هلته دا ستاسو آزادی امکان لری؟ نه که ویی چه سته نو دا به لیونتوب وی.
    لیږ خو د آیت ترجمه او تفسیر به مو ویلی وای چه کرامت څه ته وایی. د ټولو ایاتو او حدیثو نه دا واضحه ده چه انسانی کرامت د هغوی په عقل باندی متکی دی. یعنی عاقل انسان کرامت لری نه بیعقله او د یو حیوان په توګه ژوند خوښونکی. ستاسو لیکنه چون قید او شرط نلری نو بیعقله او حیوانیت خوښونکی انسان پکی شامیلیږی او د کوم ایت چه تاسو ویلی د هغه مخالف مفهوم دی ځګه ایت عاقل کسان و فکرکولو ته رابولی او له هغه نه وروسته د خدای د امر او نهی منلو ته ځکه هغه د انسان د ګټی او منفعت لپاره دی. مونږه وینو چه نن ازادی خوښونکی دولتونه له څومره انسانی بیکرامتی سره مخ دی او د څومره انسانانو ژوند یی له مینځه وړی او خراب کړی. دا ټول په دی چه هغوی معقوله ازادی نلری او د یو حیوانی ازادی په لټه کی دی. د ځنګل ازادی کرامت نلری.

  3. تاهر ثابت ليکلي:
    مونږه وینو چه نن ازادی خوښونکی دولتونه له څومره انسانی بیکرامتی سره مخ دی او د څومره انسانانو ژوند یی له مینځه وړی او خراب کړی. دا ټول په دی چه هغوی معقوله ازادی نلری او د یو حیوانی ازادی په لټه کی دی. د ځنګل ازادی کرامت نلری.
    ستاسو دليکني په هکله سوال پيدا کيږي چه هغه دولتونه کوم د؟
    دا موضوع که واضح کړي او دلايل يي ور سره مل کړي مهرباني به مو وي.

  4. ډېره علمي لیکنه ده.
    خدای دې توفیق درکړي. موږ متاسفانه دین ساده ملایانو ته پرې ایښی او هغوی یې په خپله ټیټه سویه تعبیر او تفسیزوي

  5. د دین د سوداګران او منافقان چې خپله د اسلام د مبارک دین په اصلي مفهوم هم نه پوهیږي ، ځانونه د دین ټېکه داران بولي له هر علمي بحث سره عکس العمل ښکاره کوي . خپلې لیکنې بېرته نه لولي چې څومره ګرامري غلطی لري او له جملو نه یې سمه معنا او مفهوم نه اخیستل کیږي . که رښتیا په اسلام دومره پوهېږئ د ښاغلي استاد د لیکنې په مقابل کې علمي او مستند بحث وکړئ چې ستاسو لیکنه مونږ اصلي هدف ته ورسوي . اسلام یو دین دی ، امریکایي ، افغاني او عربي اسلام نشته . یو قرآن یو پیغمبر او یوه قبله لرو .
    زمونږ ټولنه چې 80 سلنه یې بېسواده ده ، لاتر اوسه د لمانځه په اصلي معنا هم نه پوهیږي .

  6. د اديانو خدایان د انساني ذهن اټکلي کرکټر دي. که جهان کوم خالق هم لري نو د انسانانو په چارو کې يې د مداخلې هېڅ څرک نشته. د اديانو کتابونه د ډېرو غلطيو او دروغو ډک دي که کوم خدای شته او جهان هغه جوړ کړی بيا هغه غلط معلومات نه را استوي ځکه په خپل خلقت بايد ښه پوه وي. دومره بې وسه هم بايد نه وي چې ويناوې يې د بزۍ په پوستکي وليکل شي او هغې کې بيا اختلاف وي.
    ابراهيمي اديان خپله يهودو او عربو جوړ کړي کوم چې هېڅ ګټه انسان ته نه لري.

  7. مالیار سیب ته
    هغه هیوادونه چې پکښی عموما د معاصر بشری حقوقو تر پښو نه لاندې کیدو ادعاء کیږی مثلا د متحده ایالاتو او اروپا هیوادونه دي چې زما په ذهن کی وو. په هرصورت ، د انسانانو د بیکرامتی مثال د امریکې په داخلی امارو باندی ولاړ دی. بهرنی جنګونه که څه هم مهم دی خو ما ندی ورته کتلی.
    د هغوی ایډیالوژی د دوی د اساسي قانون ده او دهغه په نسبت زما اټکل په هغه هیواد کې د روان جرمونو د حد او احصایی پراساس ولاړ دی. تراوسه هیڅوک نسته چه د جرمونو کچه له اخلاقو پرته آزادۍ سره وڅیړی یا ارتباط ورکړی او یا د غیر محدوده خپلواکۍ د پایلو په اړه جامع مطالعه وکړې. مګر که تاسو احصایه خوښوئ نو هغه هیوادونو چه ځنګلي آزادۍ لری دهغو د جرمونو کچه له هغه هیوادونو سره چې په اخلاقو پابند دی وګوری او له یو بل سره یی وتلۍ ترڅو تاسو ته د ازادی او جرم پیوستون واضح شي. البته نوره مطالعه ضرور ده ترڅو د مجرمینو دجرم په وخت کې د دوی په ذهن کې د اخلاقو اغیزه معلومه کړی.
    د متحده ایالاتو په اساسي قانون کی راغلی چه ژوند ، آزادي او د خوښۍ تعقیب د انسان نابیلیدونکی حقونه دي. دا قانون خپلواکي او ازادي او د خوښۍ تعقیب سره ګډوی نو آزادۍ غریزئی کوی او له دی کبله هغه غیر معقول او غیر منطقي شوی. لالچ او د لنډمهاله ځان- ګټې، او د اخلاقي ارزښتونو نشتوالی له دې ځایه راټوکیږی. لاندی احصایی ددی تائید کوی:
    د ۲۰۱۷ د سرشمیرنې پراساس په متخده ایالاتو کی جرم په لاندې ډول دی:
    د تاوتریخوالی جرمونه: وژنه ، 5.3٪ ، جنسي تیری ، 41.7٪ ، غلا 98.0 ، برید 248.9 ، ټول د تاوتریخوالی جرمونه 382.9. مالی جرمونه: د کورونو نه غلا 430.4 ، نوره غلا ، 1694.4 ، موټرتښتول 237.4 ، ټول مالی جرمونه 2362.2
    د میرمنو پروړاندې د جرم کچه دومره لوړه ده چې په هر پنځو کې یوه ښځه قرباني کیږي. په فرانسه کې چه د آزادیو مور ده د جنس پر بنسټ د ښځینه نابرابرۍ کچه د نړۍ له نورو هیوادونو څخه لوړه ده.
    په هرو پنځو وژنو کې یوه او بیا په هرو پنځو تنو کې دوه یې د خپل نږدې جنسی یار لخوا وژل شوې دی، او د 2013 په احصایه کې راغلی چه 15 ځلې ښځی د نارینه لخوا زیاتی وژل شوې که هغه دنرو دمرګ په تله وتلو چه د ښځو لخوا مړه شوي. اوس نو وګوری د کابل او نورو ښارونو نه سوا ایا افغستان د تیرو څلویښت کلو په دوره کی داسی درجی ته رسیدلی دی؟
    د لویدیز دانسانانو د کرامت معیارونو د قهر، د جنسي تیري، او د انسان جنسي استعمال د خرڅونی بازار ته عرضه کول دي. نورو ته دا کم دی ځګه د هغوی رسوم او عادات د بدو عواقبو د مخی نیونی په خاطر نور قیدونه په انسانی آزادی زیاتوی او د هغوی نمراعات د سپکی او بی عزتی سبب ګڼی.
    خدای دی وکړی ستاسو سوال جواب سوی وی. که نه لطفا ووایاست چیری مشکل دی.
    کاروان او حسن ته
    نه پوهیږم تاسو د علمی بحث په معنی پوهیږی او که نه او خصوصا د اجتماعی علومو چه په هغه کی قانون او فقه هم راځی. په هغه برسیره قانون او فقه دواړه ځانکړی علمی میتدولوجی لری چه که هغه مراعات نسی نو لیکنه سرسریزه، غرضی، او له سهوو او خطاګانو نه ډکه ښکاری. که تاسو پوهسوی وای نو لیدلی به مو ؤ چه ما زمان سیب ته د علمی میتدولوجی په اساس خپل نظر ویلی وو.
    د زمان سیب په لیکنه یوه تبصره وه چه زه یی د اول صنف او ماستر او دوکتورا ذ شاګردانو په لیکنو کوم او عین سبک می د زمان سیب په هکله لیکلی دی. هغوی چون د رشتیی پوهان وی نو خپلو سهوو ته زر متوجه کیږی. تاسو داسی ښکاری چه قانونی او فقهی رشته مو نده ویلی.
    حسن ته
    لیږ ورو ځه چه ډیر لالواندی او تلواری ښکاری. لیږ خو زما لیکنه سمه ووایاست. که په پښتو ښه بلد یاست نو هغه دومره ګنګه لیکنه هم نده لکه تاسو چه ویلی. ما ویلی چه زه اوس وخت نه لرم که نه ما به بیا د تیر په څیر د زمان خان د لیکنی سستی په واضحه ویلی وای.
    ګهیځ ته
    پریږدی الحاد مو د ادیانو د اجتماعی ارزښتونو نه ړوند تیر نکړی. د خدای په انکار تاسو تاریخی انسانی راوړنی وغورځولی او دا اوس مو د ځمکی سر سور اور کړی دی.

  8. سلام
    اسلام دد ولت یو ولسواک نظام دی چې انسانانو ته یې د فرانسې له انقلاب څخه ۱۱۰۰ کاله وړاندی دهغوی د حقوقو د سپارلو اعلان کړی دی او دا یوازې اعلان نه بلکې عملی نظام هم وو.دحاکمیت اراده داسلام پیغمبر حضرت رسول اکرم (ص)او دهغه د ملګرو دولت په اسلامی ټولنه کې داخلاق اوکرامت مظلوم ولس کې په بشبړه توګه ولسواک دولت او یوازې دولس په خوښه ،رضا او قناعت ، بې له هرډول انحصار شتون موندلی دی .همدا لامل دی چې دلته اسلامی واکمنی له لوديدیځې لو څې ټولنې سره دژوند په ډېرو پېچلو برخو کې توپیر لری او بل بحث دی.
    همدارنګه کلام الله په قران مجید کې ددولتی نظام لپاره د شوری لفظ کارولی دی :وامرهم شوری بینهم ۴۲،۳۸ داسلامی دولت دغړو ډنډه په خپلو کې مشوره کول دی.

    اسلام خپله پردې ګواه دی چې دین ، دنیا ، او اخرت د انسانانو د ژوند دسمو ن لپاره راغلی چې موږ یې هره ورځ پنخه وخته په پاک نیت ،سالم فضیلت ،اخلاق، عجز او نیاز کې له الله څخه دعبادت کولو اجر غواړو. ربنا اتنا فی الدنیا حسنة و فی الاخرة حسنة و قنا عذاب النار. داډول بنستیزه فرمول اومثال دموکراسی کې شته؟

    ورونو او مسلمانانانو هرڅه اصول او قواعد لری په ټولو ادیانو کې داسلام مدنیت ،جهان بینی ، تاریخ او فرهنک اوچت او غنی فرهنګ باندې ولاړ او استوار دی نه اټکل .الله ج فرمایی چې:والله یهدی من یشاء الی صراط المستقیم. صراط مستقیم ټول فسق وفساد ،جرم وجنایت ،استهزا اواهانت او هر ه غیراخلاقی کړه نفی کوی او دغه ارشاد لوی مفهوم لری.
    داسلام هر بحث پر هدف ، مبرمیت ،علمی څېږ نې او لید لوری ولاړ دی. داد الهی احکام دی هره قضیه یې ثبوت او الجبریک طر حه لری . داچې دولتونه څه کوی ،استعمار واستکبار څه واېې یا دسیکولاریزم او دموکراسی واعظین ولې او به خړوی او هلې ځلې کوي دا بیا دهغو کاردی . خودموکراسی پنخه پېړی له اسلام وروسته را څرګنده شو ه تاسې وګوری چې ددموکراسی انډیوالا ن توغندی ، توپ او تیارې او درنې وسلې کاروی کوم اسلامی هېواد ددوی په کار ونو کې کار لري. د اسلا می تمدن مرکز چا په توغندیو وویشت؟ مګر راج مهاتما ګاندې دهند په وچه کې داسلام له اصولو څخه د مسالمت امیز شعار په عملی کولو کې کار وانه خیست!
    ظهر الفساد فی البر والبحر

    دغه معجزانه ځواک څوک وو؟
    تعا لوا الی کلمةسواء بیننا وبینکم الا نعبد الا الله ولانشرک به شیا ولایتخذ بعضنا بعضا اربابا من دو ن الله فان تولوا فقولوا اشهدوا با نا مسلمون.۴۴۳

  9. ښاغلی شريف زاده
    دوه احتماله دي
    1. طبيعت انرژي او ماده ده. انرژي نه جوړېږي او نه له منځه ځي. نو ابدي ده. انرژي له يوه حالت بل ته اوړي.
    2. يو قدرت شته چې ماده يې خلق کړې. دا چې څرقم يې خلق کړې , له څه شي يې خلق کړې, څه وخت يې خلق کړې او داسې نورې پوښتنې لا ځواب نه دي. دغه قدرت خپله له څه شي جوړ دی, چرقم جوړ دی او چا جوړ کړی. که جهان ددغه قدرت تر وجود ساده وي بيا دا پېچلی قدرت څنکه ممکن دی چې خپله جوړ وي. لومړی د ونې وړکی شاخ وي بيا لويه ونه شي. هغه مېوه وکړي. اوس که مېوه جهان وي او ونه خدای وي نو دا څنګه ممکنه ده چې ونه خپله رامنځ ته شوي وي او مېوه نشي رامنځ ته کېدی. خامخا بايد ونه هم له يوې پروسې تېره وي. د اديانو ادعا داده چې خدای ماده ندی. د ونې او مېوې تر منځ مادي تړاو شته. اوس يو شی چې ماده نه وي د هغې او مېوې تر منځ تړاو څرقم ممکن دی!

    بيا هم انسان حق لري يو باور ولري چې يو خالق شته خو شواهد دا څرګندوي چې د انسانانو په چارو کې د جهان د خالق د مداخلې څرک نشته. کنه حج کې به کرېن نه چپه کېدو او جومات کې به ماشوم له جنسي تيري بچ و.

    د اديانو خدای د انسان د ذهن تراشلی کرکتر دی. د خپلو اړتياوو له مخې يې ديزاين کړی. څوک چې د جهان خدای مني هغه هم ملحد بولي ځکه د اديانو د پلويانو باور دا وي چې يواځې د دوی خدای اصل خدای دی. په ځمکه 5000 دينونه دي هر دينپال 4999 دينونه او خدايان يې رد کوي خو هغه مني چې دده کلتور کې منل شوی. ملحد دا 5000 ټول نه مني. يا خو جهان خپله خلق شوی بولي يا خو په يوه خلق کونکي باور لري خو د خلق کونکي او انسان تر منځ په اړيکو د ثبوتونو د نشون له کبله باور نه لري.
    د خلق کونکي او انسان تر منځ د اړيکې د نشتون له کبله د خلق کونکي سره چالاکه انسانان د خپلو ګټو لپاره او رواني ناروغان د ناروغۍ له کبله اړيکو ادعاوې کوي. جذباتيان ددې ادعاوو لپاره ځان او نور وژني.
    دين او عقيده لکه جنسي غړی له ځان سره پټ ساته.

    شريعت : د شريعت سزاوې د يوناني, رومي, مصري او پخواني ايراني قوانينو کاپي دي. د غله لاس پرې کول او سنګسار پخوانۍ سزاوې دي.

  10. ګهیځ ته
    زما او ستا له مختنی بحث نه وروسته ښه ده چه معلومه سوه چه له کلک ملحد نه شکاک ملحد ته راغلی یی. سلیمان نالایق لسهاو کلونه وروسته دا مزل وهلی وو. هغه تسلسل چه ما تاسو ته د الحادی ماده پرستی په هکله ویلی وو اوس دا تاسو د موحدنو په عقیده پسی تړی. دا مو کوم دنری کار ندی کړی ځکه موحدین د شکاکی نه پورته سوی او چه دا تسلسل ورک کړی نو وایی خدای داسی ذات دی چه د حدوث نه اوچت دی. خبره د دوام نده بلکه د قدم ده. قدم له سپس او تایم نه اوچت دی. او د غیر حادث معنی لری. یعنی خدای بیتغیره، قادر مطلق دی اول او اخر او هغه کوم ساری نلری. له دی ځله مسلمانان وایی جه د خدای په ذات کی فکر مکوه بلکه د هغه په مخلوقاتو کی فکر وکړه. پدی ډول د تسلسل له مالخولیا نه خلاصیدی شی او له شکاکی نه مومن ته بدلیدلای شی. البته دا کفایت نکوی. خدای شریک نلری، کنه هغه بیا د خدای په ضعف باندی دلالت کوی. خدای خالق صانع او مدبر دی. هغه دنیا د اسبابو ځای بللی دی. هرڅه د یو سبب په خاطر مینځ ته راځی او د اسبابو دنیا جوړول یوه داسی خالق ته ضرورت لری چه هغه په هرڅه اګاه وی. دا ستاسو لټی ښیی چه د جهان د تنظیم او په یوه منظمه توګه شروع کیدل او ختمیدل له پامه اچوی او دهغه په خالق باندی بیباوره یاست. اوسنی کمپیوتری دیزاینونه د همدی ټکی په پوهه کی کومک درسره کولای سی. زما نصیحت تاسو ته دادی چه د الحاد له درسو نه وروسته د یوه متکلم او مسلمان د عقایدو له استاد سره وګوری چه هغه مو د خدای په نهنوی صفاتو پوه کړی او د الحاد له مرضه مو خلاص کړی. که دا وکړی کیدای سی ځینی خبری چه تاسو لیکلی د هغوی په نامعقولی باندی پوه سی.
    رابسو د ملحدینو او د ادیانو د خدای ټکی ته. اول که مو خوا نبدیږی نو دا یو بیمعنی فکر دی ځکه ملحد اصلا په خدای باور نلری. هغه خدای چه تاسو یی د ملحدینو خدای بولی نو د مسلمانو نه یی غلا کوی ځکه تنها مسلمانان وایی چه جهان یوه خدای پیداکړی. اوس به راسو دی ته چه ولی ادیان مختلفی نظریی لری؟ نو تاسو اشتباه کړی چه ادیان او فلسفی مو ندی سره بیل کړی. فلسفه د انسان د ذهن په کاراچولو نتیجه ده او دین د الهام نتیجه ده. هغه ادیان چه راغلی هغه د جهان په خالق باور لری. اوس که ځینو کسانو د ځینو ادیانو هویت بدل کړی هغه د همدی ادیانو د پیروانو بی امانتی ده.
    مسلمانان په همدی له نورو ښه دی چه هغه خدای د خپلی شخصی کټی په خاطر نجوړوی. اوس چه څه غربی مسلمانان وایی هغوی اسلام د مسیحیت په توګه له خپل هویت نه اړوی او په همدی ټکی مونږ د زمان خان لیکنه رده کړی وه.
    د جنایی او مدنی قانون اصل د عراقی خاوری سره تړل سوی او په دی خاوره کی هم ادیان وو او هم فلسفی او هم پاچاهی امرونه. دا چه ترکومه اسلام زاړه قوانین تایید کړی جلا بحث غواړی. د دی خاوری تاثیر په رومیانو باندی سوی او هم په مصریانو او اسرائیلو او یهودیانو. مسلمانان د زوړو قوانینو ردول په عمومی ندی کړی او هغه د اسلام په فقه کی ویل سوی او لا نور پسی ښه سوی دی. که د اروپا تاریخ د واقعبینو خلکو په لیکنو ووایاست نو د صلیبی جنګونو وروسته اروپایانو د اسلام کتابونه ترجمه او له هغوی نه اسلامی افکار په ښکاره او پټه نقل کړل. دلته ستاسو سادګی ته ګوته نیسم چه څنګه په باور باندی متکی تاریخی واقعیت مو پټ کړی دی.

  11. سلام

    لومړی طبیعت کې ما داډول تور ، مجهول او نامعلوم اوغل ګهيځ نه دې لیدلی دوم.دبوټو،لوخو ، دلینن د مجسمو د چپه کیدلو انرژی هویت ابدی نه دی .دریم وږی ماتریالست په کې هم شهید کیږی او هم امپر یالست او مبریالستی نړۍ ته کده کول مطلب همدا کوم همدا ! همدا د انرژی حالت دی یعنی دری حالتو ته ځې دانرژي کوم حالت .
    دوم محال کې:
    دقدرت په تعریف کې ماتریالست به لومړی محال طبیعت ،انرزی ،او ماده را پېژنی خو دوم محال کې دعدم خبره کوی وا یی چط دروغجن حافظه نه لری !ګهیځ خپلې کړکی په ډیره محدوده ساحه را ګوری مانا دا چې ماده هویت نه لری یعنی نه پېژندونکې ده .په هرحال که رشتیا ځان دې راوپېژاند چې ستا د بوهې کچه څومره په دې ارزې چې بحث وشی او که نه؟
    وایی پک مې لیدلی خو نه ماغزه وتلی ولې پوښتنه داد ه چې ولې دا ګهیځ چې شپه پسې راروانه ده او نه پوهېږم چې دريښتیا لپاره له کوم قاموس څخه مانا راپیداکړم که هدف له رښتیا څخه وی . فلهذا په مستعار نوم کې دلینن او مارکس لپاره دا ډول مبارزه هم معقوله خبره نه ده خکه ګهیځ باید روښانه وی او که خیانت اوجنایت باندې تورن ګهیځ یې بې ګناه خلک به دې وژلی وی نو بیا سمه لار غوره کړه اوس هم سر وخت دی چې پېښمانه شی ، دا هم دحل لاره ده.
    راغلو دانرژي دتعریف معنا او مفهوم په هکله داهم مجهوله فرضیه ده معلومه نه ده چې کومه انرژی ته موږ ته راپېژ نې او په فزیک کې ته څومره تعلیم لرې، پلمه او بهانه مه کوه د لینن له مانفیست سره مهربانی وکړه خان راوپېژنه سهار یې ګهیځ یې ،مازدیګریې اوکه ماښام ،رښتیا وایی او که دروغ .وایی چې غل نه یې نو له پاچا مه وېريږه. ثابت صیب د غوایی ګهیځ لاهم د هورا په ښاخ کې ځوړند پاتې دی .

  12. انسانانو پخوا سينما نه لرله نو په کيسو يې ګذاره کوله. په کيسو کې به شاخ داره او بې شاخه دروغ او ريښتيا سره ګډ وو. دين هغه سينما ده چې پخوانۍ کيسې پکې تقدس لري . مقدسو افسانو ته دين او شاخ داره دروغو ته يې معجزې وايي. په ديني افسانو کې محدود کرکتر دي چې دين پرې را څرخي. الله, بګوان, جېس ددې افسانو داسې دي لکه د فلم هلک . د فلم بد معاش يې شيطان دی. لکه هندي فلم کې د دې دواړو کرکترو مقابله ده. د دغې يوه کرکتر سره جنت او دوزخ په نانه دوه خيالي ځايونه دي. مثبت کرکتر ته د ملايکو په نامه کرکتر سجدې کوي. پيغمبر هغه چفتاره يا رواني انسان وي چې ځان ددې کرکترو سره اړيکې لرونکی ښيي هغه هم د خوب له لارې. کله چې دغه کس مړ شي دده دروغ د کيسو سره ګډ شي او ترې نوی دين جوړ شي. په دين هم لکه سينما کې ګټې کېږي. څوک پکې جنګي کيسې خوښوي او نور پکې د مينې. جهاديان پکې دا جنګي اړخ خوښوي.
    محمد پدې نه پوهېده چې له ځمکې تر څو کيلومترو پورته اکسيجن نشته کنه د معراج دروغ يې نه ويل.
    هندو وايي د دوی مقدس مشر له فيل الوتو خو مسلمان دل نه مني وايي زما مشر په خره (براق) ختلی.
    د هالي ود او باليود سينما پدې جنجال نه کوي چې ولې د يوه فلم کې جاودګر الوځي او د بل په فلم کې سوپرمن. خو دينونه يو د بل په افسانو سره کرکې کوي او وژني سره.

  13. ګهیځ ته
    وایی چه د قران او اسلام د انکار او بد تفسیر لپاره غربیانو له سل زره زیات مزدوران ګمارلی دی. ګهیځه ستا لیکنی دا سودا راواچوله چه تاسو خو د هغوی په جمله کی نه یاست؟ که نه کوم لیونی به د افغانستان په اوسنی حالت کی داسی چټیتیات پیل کوی. طالبان د حنفی فقه په سر ولاړ دی او ته د سستدماغه خلکو افلتی پیل کوی. افغانستان اسلامی آینده لری او هلته ستاسو بابولالی نور دامریکایی استعمار سره پای ته رسیږی.
    طالبان ښکاری د استعمار له توطییو څخه اګاه وی، نو ځکه د استعمار د مزدوری طبقی سره د اسلام په سر ناپخلاکیدونکی دریځ لری.
    نو ګهیځه که ملحدین لیږ هم د انسان د خوښی او خوشبختی لپاره یوه لیاره لری چه عمومی ګټه لری ووایاست. متاسفانه ملحدینو د تیرو دوو سوو کالونو په تاریخ کی تر ګټی زیان زیات کړی دی. او دا ده اوس نړی یی د مارس په توګه بی اوبو او ګرمی ته اماده کړی.

  14. زمان سیب
    زما مفصل جواب به په اینده کی د ټول افغان په مقالو کی وګوری. زه چه وخت پیدا کړم نو په سوکه به ستاسو د سرسریزو مقدمو او غیرمنطقی نتیجو بیان د اسلامی احکامو په اساس هلته بیان کړم.

    دا چه تاند او افغان جرمن خپرونی زما ځینی مقالی په تیره کی سانسور کړی نو بیا وخت نه ضایع کوم چه د هغوی په دربارو کی زاری وکړم.

  15. درنو لیکوالانو! لطفاً په خپلو لیکنو کې لاندې دوو ټکو ته ډېره پاملرنه وکړئ:
    ۱- چا ته سپکې سپورې مه لیکئ، ځکه دا عمل ستاسو د اخلاقو ، ادب، پوهې او حوصلې استازيتوب کوي. د موضوع په هکله خپل علمي او منطقي دلیلونه وړاندې کړئ، که چا منل او که یې نه منل دا د هرچا خپله خوښه ده.
    ۲- مهرباني وکړئ، خپله لیکنه د بشپړېدو نه وروسته په دقیقه توګه ولولئ او املایي، ګرامري او نورې تخنیکي ستونځې یې لرې کړئ. د دې کار په کولو سره به ستاسو لیکنه د لوستونکو لپاره په زړه پورې وي. درناوي

  16. ډیره منطقي او عالي لیکنه ده. متاسفانه اسلام په زموږ په نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان کې د نافهمو ملایانو او د ډېرې ټیټې سویې خلکو لاس ته لوېدلی او د خپلې سویې مطابق دین توضیح او تشریح کوي. کاشکي ستاسو په شان عالمان ډیر وای اصلي او معتدل اسلام به نړۍ ته په سم ډول معرفي شوی و او زموږ خلک به یې له افراطه ژغورلي وای.
    مننه
    اسحاقزی

  17. یوه له ډیرو غوره لیکنو څخه وه چې ما له ډیر وخت وروسته د اسلام په اړه ولوسته. شکر دی چې موږ هم داسي لوړ علمي شخصیتونه لرو. په ګوتو او قلم مو برکت شه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب