جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغزني او هلمند کې ۱۲ پولیس وژل شوي

غزني او هلمند کې ۱۲ پولیس وژل شوي

تاند (سه شنبه د میزان ۱) د غزني ځايي چارواکي وايي په دې ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې اووه تنه پولیس وژلي دي.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د غزني مرکز اړوند په رضه کوتل سیمه کې د پولیسو پر یوه رینجر موټر د سړک غاړې ماین  چاودنه کړې چې څلور تنه سرتیري یې وژلي دي.

بل لورته د غزني د ملکي روغتون چارواکي هم وايي، ددغې پېښې له ځایه د دوی روغتون ته اووه مړي وروړل شوي چې ټول نظامیان دي.

تر اوسه ددې برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

بلخوا د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا اوه بجې د یوه نفوذي برید پېښه کې د پولیسو د قومندان عبدالباري په ګډون پینځه تنه وژل شوي دي.

یوه امنیتي سرچینه وايي، دغه نفوذي کس په پوسته کې له پولیسو سره د سهار چای تر څښلو وروسته په پولیسو برید کړی او پینځه تنه یې وژلي دي.

په ورته مهال د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې برید کې درې تنه پولیس وژل ټپيان او یو شمېر نور وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د غزني چارواکي وايي په دغه ولایت کې د هوايي برید له امله ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ویلي، تېره شپه طالبانو د غزني مرکز د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه جوز سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

د نوموړي په خبره د طالبانو له برید سره سم سیمې ته هوايي ځواکونه رسېدلي او بمبار یې کړی چې له امله یې ۱۵ تنه طالبان وژل شوي دي.

د جمعه زاده په وینا د پینځو تنو مړي د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي او پاتې نور طالبانو له ځان سره وړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې چې په دې برید کې د دوی اړوند کسان وژل شوي، خو امنیتي ځواکونو ته یې هم د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د غزني د والي ویاند بیا د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې چې امنیتي سرتېرو هېڅ زیان نه دی اوښتی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې وسله والو تېره شپه د غزني د ګیلان ولسوالۍ په مرکز هم برید کړی وو چې په ترڅ کې  یې د یوه پاکستاني په ګډون ۴ تنه وسله وال وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب